د امیر عبید الله الخزاعي کیسه

امیر عبیدالله بن طاهر الخزاعي (مړ 300م) د عباسي خلفاو د وخت یو دینداری او پوه امیر تيرشوی دی، ویل کیږي یوه ورځ د خپلې ماڼۍ بام ته وخوت او په خپل ګاونډ کې یې دوګی ولید چې له کوم کور نه پورته کیدی، پوښتنه یې وکړه چې دا دوګ د څه شي دی؟ چا ورته وویل: شاید په کوم کور کې به څوک ډوډۍ پخوي، ده ورته وویل: ایا زموږ ګاونډیان د ډوډۍ پخولو تکلیف ګالي؟!.

خپل یو کس یې راوغوښتی او ورته ویې ویل: زموږ هغه ګاونډيانو وشمیره چې له لویې لارې نه زموږ خواته اوسیږي هغه ګاونډیان یې وشميرل او 4000کورنۍ شوې، او امر یې وکړ چې هرې کورنۍ ته د هغوی د اړتیا په اندازه هره ورځ پخه غوښه او پخه ډوډۍ ورکوئ او د ژمي او اوړي جامې هم. او څومره موده چې دی په بغداد کې اوسیدی همدا کار یې روان لاره. المنتظم لابن الجوزي.

زموږ د وخت له مشرانو او واکمنو دا ډول توقع او امید نشو لرلی هغوی خو د خوارانو د خولې ګولې تروړلې او تښتولې دي او خپلې ګیډې او جیبونه یې پړسولي دي له دوی نه پر بې وزلو د ترحم او مهرباني توقع لرل بیځایه او عبث کار دی، دوی دي دومره مهرباني وکړي چې د بې وزلو او خوارانو په ژوند او سرونو دي لوبې نه کوي او د هغو په وژنه دي د خپل سیاست هټۍ نه تودوي.

هوکي! د وخت له شتمنو دا توقع لرلی شو چې د امیر عبیدالله بن طاهر په پله ګامونه کیږدي د خپل ګاونډ د بې وزلو او غریبو خپلوانو په بده ورځ او سخت ژوند باید ځانونه خبر کړي او له خپل توان سره سم د هغو مرسته او لاسنیوی وکړي، په ځانګړې توګه د روژې په مبارکه میاشت کې، د دې میاشتې له ګڼ شمیر حکمتونو نه یو حکمت دا هم دی چې شتمن او په ګیډو ماړه خلک د روژې په نیولو سره او په روژه کې په لوږه او تنده سره د کال په اوږدو کې د خوارانو او بېوزلو لوږه او تنده احساس کړي او له هغو سره د مرستي له پاره یې ضمیرونه راويښ او بیدار شي.

باید دا یوه مهمه خبر روښانه کړو چې له شتمنو خلکو نه مراد هغه خلک نه دي چې ملیونران او د ډیرو شتمنیو خاوندان وي او له بې وزلو سره په مرسته کې دا لازمي نه ده چې هغوی ته پریمانه خواړه کوټه کړو، غريبي او شتمني نسبي دي دبیلګې په توګه زه د روژه ماتي له پاره ډوډۍ او کتغ دواړه لرم خو زما ګاونډی ډوډۍ لري او کتغ نه لري نو زه له هغه شتمن یم باید په کتغ کې له هغه سره مرسته وکړم اوس که زما بل ګاونډی څو ډوله خوراکونه خوري هغه له ما شتمن شو او زه غریب شوم داراز که زما د هغه یواځي ډوډۍ لرونکي ګاونډي کوم داسي ګاونډی وي چې یو وخته وچه ډوډۍ موندلی شي او هر وخت یې نشي موندلی نو دې کس ته نسبت هغه بل شتمن شو باید مرسته یې وکړي.

په دې تفصیل سره دا خبره روښانه شوه چې موږ هر یو نسبي شتمن یو، که له بې وزلو سره ډیره مرسته نه وي کمه خو کولی شو او هر انسان په خپل وس پړ دی، اوس نو دا فکر مه کوئ چې ملیونران او د ډیرو شتو خاوندان به د بې وزلو وزله کوي، موږ هر یو د یو چا یوه اندازه مرسته کولی شو خو که ضمیر مو ویښ او احساس مو ژوندی وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب