حسد د ګوزڼ مرض سبب ګرځي

امریکايې پوهانو له یوې څېړنې وروسته یوې پایلې ته رسېدلي چې حسد، بغض، منفي سوچ، او سوځيدنه د انسان د فلج سبب ګرځي.

امریکايې طبي جريدې (دی ریسرچ ان سټروک) کی نشر شوې څېړنه کې ویل شوي چې ۴۵ نه واخله بیا تر ۸۴ کاله په عمر کې له ۶ زرو تر ۷۰۰۰ خلکو د ذهني کیفیت او د هغوی د رویو اړوند معلومات مو ټول کړل، د څېړنې په جریان کې په ذهني دباو، په غوسه او د نورو په خلاف د نفرت په احساس د مبتلا افرادو پر حالت تر دوو کالو پوري نظر ساتل شویدی.

د څېړنې پر مهال څېړونکو اټکل کړی چی په کومو افرادو کې د نورو په خلاف د نفرت احساس او حسد زیات وو، په دوی کي د نورو په نسبت د ګوزڼ امکانات هم دوچنده شوی وو.

د تحقیقاتي راپور د لیکوالې سوزن ایورسن روز په وینا د انسان د منځني عمر د تیریدو سره سره د هغوی روحي ځانګړتیاوې او ناجوړیو خپل تر منځ د اړیکو اړوند هم باید تحقیق ترسره شي، د فالج او انسانی نفسیاتو تر منځ کورغه اړیکه میندل کیږی. پخوا د ګوزڼ د خطراتو توجه زیاتره پر روایتي او رواجي وجوهاتو مبذول وه، لیکن دا نوې څېړنه ښيي چی د ګوزڼ وجوهات د روحي مریضیو له امله هم پيښیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب