ګرانې مورته

زما د سیرت او صورت ګرانې ملکې

لاس په لیمو درنه دعا غواړمه

د شقاوت او جهالت عزازیل

مالوټوي درنه پناه غواړمه

د پښو خاورې دې لیږ راکړه مورې

درد مې دی سترګو کې دوا غواړمه

چې په لولو په لالا دې لوی کړم

جنت فردوس درته مأوی غواړمه

وینه چلیږي مې رګو کې داستا

تاته اوږد ژوند ډیره بقا غواړمه

کاشکې دا ستا د پښو خاورې شمه

رتبه دې دینه هم بالا غواړمه

ته مې ژوندون یې له تا جارشم مورې

نو خپل ژوندون کې ستا رضا غواړمه

زه به اوده تابه شوګیر کولو

یامې بښه یا اوس سزا غواړمه

مابه ژړل تا به په سترګو ښکل کړم

بخشش ددې خپلې ګناه غواړمه

که دنیا یو خوا او ته بل طرف شې

دنیا پرېږدم یوازې تا غواړمه

جنت مې ستا د قدم لاندې ګیر دی

که راکوې دا ستا سخا غواړمه

ښکلې ماڼۍ زما د ژندون یې مورې

خپل ستړي ژوند ته ستا کلا غواړمه

غزنیوال واېي زما ګرانې مورې

په دواړو کونو دې هوسا غواړمه

دادخان غزنیوال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب