نه يو خبر – شعر

دنيا فاني بولوخو موږ په عقبا نه يو خبر

دجنتو هيلې لرو په تقوا نه يو خبر

د قبليدو سوال يې پنځه وخته په كلكه كوو

نور د لمونحونو د ركنو په ادا نه يو خبر

په خوله خو وايو چي مومال اوسر قربان له دينه

مالونه ساتو او دسر په سودا نه يو خبر

چي څو روژې مو د ماښام تر آذان ورسيدې ؟

موږ د روژې مياشته كي كړې ګنا? نه يو خبر؟

آرام اولاد او شتمني هم آرام صحت ګڼو

له خوار ژوندن نه ګيلمن په قضا نه يو خبر

سخا سپېڅلى صفت دى ستايو عثمان غني

د خپلې لوږې خيال ساتو په ګدا نه يوخبر

چي مولوي صاحب به څه وايي پرې نه پوهيږم

آمين آمين وايو له زړه په دعا نه يو خبر

زموږ ارواوې قطرتا ځي د جنت په لوري

دا چي منزله پوري رسي كه يا نه يو خبر

الهامه څو پوري به ځو لكه ړانده په امسا

الهامه دا مو نا كامي ده چي دا نه يو خبر

شاعر: سيد احسان الله الهام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب