
لکه واورې دې اوبه شي | شعر | شیرین زوی
غوښې څه کړم لکه واورې دې اوبه شي
سپينې، سپينې دې روانې په وياله شي
په وياله کې ذره نه شي ښکته پورته
رسا ورشي د ګلونو د بڼ لور ته
د ګلونو څانګو، څانګو کې خپرې شي
څه غوټۍ له رنګه سپينې او څه سرې شي
غوټۍ وخاندي خولې پرانيزي ګلان شي
خوشبويي يې په مفاد د هر انسان شي
غوښې څه کړم لکه واورې دې اوبه شي
سپينې، سپينې دې روانې په وياله شي
له ويالې يې يوسي ژېړ مازديګري کې
يوه پېغله خپل کاله ته په منګي کې
له منګي ځنې يې واړوي ګيلاس کې
ګيلاس ورکړي د يو تږي انسان لاس کې
چې هغه پرې خپله تنده کاندي ماته
غږ د شُکر يې له زړه ولاړ شي مولا ته
غوښې څه کړم لکه واورې دې اوبه شي
سپينې، سپينې دې روانې په وياله شي
له ويالې يې لورى وګرځي لښتي ته
له لښتي ځنې ورتاوې شي پټي ته
په پټي کې کړي خړوب ولاړ فصلونه
د فصلو ډنډو کې وکوي مزلونه
د ډنډرو په سرونو کې غنم شي
چې پرې ډک د چا د خېټې جهنم شي
غوښې څه کړم لکه واورې دې اوبه شي
سپينې، سپينې دې روانې په وياله شي
له ويالې د ډېرو ونو په رګو کې
پورته وخېژي ګلونه شي ښاخو کې
په ښاخونو کې د ونو ټول ګلونه
په خوږو مېوو بدل کړي خپل ځانونه
چې مېوې شي شيرين زويه! په شاخو کې
شهزاده شیرین زوی







