شعر او د رسول الله (ص) صحابه شاعران او لیکوالان

 الله تعالى ج په سورآ الشعراْ كي د داسي شاعرانو غندنه كړې ده چي خپل معشوق ته له آسمانه د سورود راوړلو لوړي خبري كوي. خو په وس يې هيڅ نه وي پوره او د عمل له اعتباره بالكل خالي او صفا وي.
د چا چي ټولي دعوې له دليله چپي او بې معنا وي. خو هغه خلګ چي پر حضور پاك ايمان راوړى دى. نېك عمل لري او مقصدي شاعري كوي، هغه له دې غندني خلاص دي، په دې چي دوى په شعرونو كي د پاك څښتن ج د وحدانيت، د هغه حمد و ثنا او د عبرت د وعظ او نصيحت خبري كوي چي له دروغو او مبالغې پاك او صفا وي.
له ډېرو صحابه كرامو څخه شر ويل نقل شوي دي، عرب په خپله خوش ګفتاري، خوږه وينا او پوهه كي ډېر نوم لري او مشهور دي.
پر ځاى او موقع باندي د شعر جوړولو دوى هيڅ ثاني نه لري، د حضرت محمد ص په زمانه كي به پر موقع او ځاى باندي د شعر ويلو مقابلې كېدې.
يوه مقابله د رسول الله ص په مباركه زمانه كي هغه وخت پيل شوه چي د بني تميم د قبيلې غړي له خپلو شاعرانو او خطبه ويونكو سره د ګران نبي ص په خدمت كي حاضر شول او د رسم په مطابق د دوى شاعرانو او خطيبانو د خپل فن څرګندونه وكړه.
د دوى په ځواب كي حضرت محمد ص حضرت حسان رض ته حكم وكړ چي د دوى د شعرونو ځواب وركړه او حضرت ثابت رض بن قيس بن شماس رض ته يې وفرمايل چي د دوى د خطيب په ځواب كي
خپله خطبه وړاندي كړه، نو دواړو اصحابو په داسي ښايسته او جامع انداز كي ځواب وركړ چي د بني تميم ډله ګوته په غاښ حق حيرانه ورته پاته شوه، هغو دا ومنله چي زموږ تر شاعرانو او خطيبانو د ګران نبي ص شاعران او خطيبان ډېر ښايسته اشعار او خطبه لري.
 موږ شاعرۍ ته يو فن ويلاى شو چي اسلوب، اصول او قاعدې لري.
الهامي شاعري د د پاك څښتن ج له خوا سوغات او تحفه ده، چي د تورو زرګرۍ ته هيڅ اړتيا نه لري، په هغو شعرونو كي د شعر اثرات او كيفيات له ورايه ښكاره كيږي. د حضرت محمد ص حديث دى:
ان من الشعرالحكمآ.
او كه دا شاعري د بدۍ او ګناه لپاره وكارول شي، نو ډېر بد كار دى او كه د نېكۍ، له انسانيت سره د ميني، د قدرت د ښكلا، امن او ورورګلوۍ لپاره وكارول شي، نو ثواب لري.
شېخ سعدي، حافظ شېرازي، حكيم سنايي، شېخ فريدالدين عطار، مولانا جلال الدين رومي، رحمان بابا او زموږ د پښتو نور نوموړي شاعران هم له دې كبله د شهرت پر آسمان لكه ستوري وځلېدل ځكه چي دوى په خپلو اشعارو كي حقه وينا كوله.
زموږ خواږه نبي ص يو شعر هم نه ليكلى او نه يې ويلى دى. د هغه ذات عالي  او مرتبه تر دې ډېره لوړه ده، چي هغه ته به موږ شاعر وايو، څه وخت چي د مكې مشركينو قرآن پاك واورېدى، نو دوى د حضرت محمد ص ته د شاعر نوم وركړ، نو پاك څښتن ج په قرآن پاك كي د دې خبرو نفي داسي وكړه:
“وماعلمنه الشعر و ما ينبغى له” يعني ما محمد ص ته د شاعرۍ علم نه دى وركړى.
ځكه چي د هغه شان او مرتبه ډېره لوړه ده او شاعري تر هغې مرتبې ډېره كمه ده، خو په جنګ حنين كي چي دښمنان رسول الله ص مبارك ته په دې اراده ورنژدې شول چي په ګېرا كي يې راولو، په دې موقع ډېر ننګيالي اصحاب شهيدان شول، هغه وخت حضرت محمد ص د مېړاني، غيرت، شجاعت او استقامت د يو داسي غره په څېر ښكاره كېدى چي ډېر په جذبه كي و او له ډېري جذبې يې دا رجز پر مباركه ژبه د جنګ په وخت كي جاري و:
اناالنبي لا كذب
انا ابن المطلب
او څه وخت چي په غزوه خندق كي رسول الله ص مبارك له صحابه كرامو او اجمعين سره د ښار د خواوشا د كړې د ايستلو په وخت كي چي لوږه او تنده هم ډېره باندي غالبه وه دوى لګيا وو او كار يې كاوه، نو دا رجز يې پر ژبه مباركه جاري و:
اللهم لا عيش الاعيش الاخرآ
فاغفر انصار و المهاجرآ
څه وخت چي به زموږ ګران نبي ص ښه شعرونه چي د خداى ج وحدانيت يا د عبرت خبري به په كي وې يا به د اخلاقو فضايل په كي وو، واورېدل، نو د هغو شعرونو به يې ډېر صفت كاوه، يو شاعر چي لبيد نومېدى، حضرت محمد مصطفى ص به د هغه د دغه شعر ډېره ستاينه كوله او تل به يې دا ويل چي دا ډېر ښه شعر دى:
الا كل شىْ ما خلا الله باطل
ژباړه: هر څيز د الله ص څخه سوا باطل او فنا كېدونكى دى.
له حضرت ابو هريرآ رض څخه روايت دى چي يو ځل رسول الله ص مبارك په مسجد نبوي كي پر منبر ودرېدى او د لبيد شاعر دا شعر يې ډېر وستايه.
كعب بن زبير رض چي څه وخت له كفره توبه ګار شو او د حضور اقدس رض په خدمت كي يې دا قصيده وړاندي كړه، چي دوه شعرونه يې داسي دي:
بانت سعاد نقلبي اليوم مقبول
يتم اشرها لم يجد مكبول
نبت ان رسول الله ادعوني
والعفو عند رسول الله مامول
رسول الله ص په دغه قصيده اورېدلو ډېر خوشحال شو او له خپل مبارك بدنه يې خپل څادر لري كړ او حضرت كعب رض ته يې ډالۍ كړ. په هغه وخت كي حضرت امير معاويه رض له كعب رض څخه هغه
څادر مبارك په لس زره درهمه وغوښت، خو كعب رض دغه قيمتي سوغات ونه پلورى.
بيا چي كله حضرت كعب رض له دې دنيا څخه سترګي پټي كړې، نو امير معاويه رض په شل زره درهمه د هغه له وارثانو څخه څادر مبارك واخيست.
 شېخ عبدالحق محدث دهلوي په خپل كتاب مدارج النبوآ كي ليكي چي په روضآ الاحباب كي نقل شوې خبره ده چي د ګران نبي رض په خدمتګارانو كي يو سل شپېته نرګاڼي شاعران او شل زناني شاعراني وې. خو كومو كفارو شاعرانو چي به د اسلام او مسلمان پر ضد شعرونه ويل، د هغو غندنه په شعرونو كي دغو درې كسانو كوله چي مشهور او معروف و، لكه حضرت حسان بن ثابت رض، حضرت كعب بن مالك رض او حضرت عبدالله بن رواحه رض.

 1 حضرت حسان بن ثابت رض

د حسان رض كنيت د وليد پلار او د حسام پلار و، يعني ابو وليد، ابوالحسام.
هغه په دې نومونو مشهور و، شپېته كاله يې د كفر په تيارو او شپېته كاله يې د اسلام په رڼاوو كي ژوند تېر كړى.
هغه به د مشركينو غندنه په خپلو اشعارو كي كوله. هغو خلګو ته به يې په اشعارو كي بد ويل چي د حضرت محمد ص سره به يې بې ادبي كوله.
د حسان رض لپاره به پاك نبي ص په مسجد كي منبر اېښى و چي په دې به حسان درېږي. نو ده به پر منبر د رسول الله رض صفت او د كافرانو غندنه كوله، د عمر په آخيرنۍ برخه كي د هغه د سترګو رڼا ولاړه او په سترګو ړوند شو، د حضرت علي رض په زمانه كي (50هـ) كي د يوسل شل كاله په عمر له دې فاني دنيا رخصت شو.

 2حضرت كعب بن مالك رض

 د كعب رض كنيت ابوعبدالرحمن او ابوعبدالله و، په عقبه ثالثه كي چي كوم اويا اصحاب حاضر شول، دى هم د هغو ملګرى و، په ټولو غزواتو كي حاضر شوى و، په غزوه تبوك كي د هغه اشعار ډېر مشهور او مقبول شول.
هغه په شعرونو كي كفار له جنګه ډارول. د هغه د زامنو عبدالله، عبدالرحمن، محمد او حضرت عبدالله بن عباس رض، حضرت جابر بن عبدالله رض او ابو جعفر محمد باتر رض او له نورو ډېرو څخه خلګو روايت دى چي هغه د اويا كاله په عمر 550 يا 53هـ كي په حق ورسېد.

3حضرت عبدالله بن رواحه رض

 عبدالله بن رواحه انصاري رض صحابي و، دى له شاعرۍ سره_سره رسالت د دربار په كاتبانو كي هم و، له فتح مكه څخه پرته په عقبه، بدر، خندق، اُحد او نورو ټولو غزواتو كي ده برخه اخيستې وه.
د فتح مكه په جنګ كي په دې نه شو برخمن چي تر دې جنګ له مخه په جنګ موته كي په شهادت ورسېد.
له ده څخه حضرت ابن عباس رض، اسامه بن زيد رض او انس بن مالك رض روايت كوي او له هشام بن عروآ رض څخه يې روايت را نقل شوى دى چي څه وخت دا آيت كريمه:
“والشعرا ُْ يتبعهم الغاوون” نازل شو حضرت عبدالله بن رواحه رض په دې موقع وويل چي خداى ج ښه خبر دى چي زه په دوى كي يم او كه نه؟ د عبدالله رض په دغه وينا باندي له پاسه بيا دغه آيت نازل شو:
“الا الذين امنو او عملو الصالحت”
په جنګ موته كي د حضرت محمد ص د فرمان په مطابق د حضرت زيد بن حارثه رض او بيا د حضرت جعفر طيار رض له شهادته پس حضرت عبدالله بن رواحه رض د مسلمانانو بيرغ پورته كړ او ډېر په مېړانه سره له دښمن سره وجنګېد ان تر دې چي په شهادت ورسول شو.

 نور صحابه شاعران او ليكوالان

 له دې پورتنيو درېيو شاعرانو سوا هم ګڼ شمېر صحابه كرام شاعران او ليكوالان وو، لكه ابوسفيان بن الحارث رض، عباس بن مرداس سلمى رض، عدي بن حاتم طايي رض او حميد بن نورالهلالي رض له دوى څخه علاوه دا لاندي صحابيان د مشهورو شاعرانو په كتار كي ولاړ وو.
1 اېمن بن خزيمه اسدي رض
دا صحابي د مكې د فتحي په ورځ په اسلام مشرف شو، له صوابۍ څخه دا خبره را نقل شوې ده، چي اېمن بن خزېمه رض په خليل الخلفا باندي ډېر مشهور و، د وخت هر خليفه په دې ځان ته نژدې ګاڼه چي بېخي پوه انسان او ښه شاعر و، د پوهي او ښې شاعرۍ په سوب به هغو خلفاوو پر ده باندى د زعفرانو رنګ پاشى، دا دوى له ده سره د ميني د اظهار يوه لاره وه.
2 اعشى بن حازن رض
دا صحابي شاعر د بصرې اوسيدونكى و، يوه ورځ د رسول الله ص مبارك په دربار كي حاضر شو او د ښځو څخه يې ګيله په دې مصرعه كي څرګنده كړه:
وهن شر غالب لمن غالب
نو حضورپاك ص د هغه د دې مصرعې اصلاح داسي وكړه:
“امن شر غالب لمن غلب”
3 اسود بن سرېح رض
دا صحابي ساعدي تميمي و، بصرې ته ولاړى او استوګنه يې هلته كوله، ډېر ښه واعظ او شاعر و.
دا لومړى كس و چي د بصرې په جماعت كي يې وعظ وكړ.
له ده څخه حضرت حسن بصري رض روايت كوي چي ده له رسول الله ص سره په څلورو جهادونو كي برخه اخيستې ده.
له حضرت حسن بصري رض څخه روايت دى چي څه وخت حضرت عثمان غني رض په شهادت ورسول شو، نو له ډېره درده او غمه له خپلي ټولي كورنۍ سره په كښتۍ كي سپور شو او په درياب كي د يو ناڅرګند منزل پر لور ولاړ چي بيا يې هيڅ درك نه شو څرګند چي چيري ولاړ.
4 لبيد بن ربيحه رض
د لبيد رض كنيت د عقيل پلار و يعني ابوعقيل.
دى د فارس يو ننګيالى او توريالى انسان او ډېر ښه شاعر و. له حضرت ابوهريرآ رض څخه روايت دى چي رسول الله ص پر منبر ودرېد او دا يې وفرمايل:
اصدق كلمآ قالهاالشاعر لبيد الاكل شى ٍْ ما خلاالله باطل.
ژباړه:
لبيد شاعر څومره رښتيا وينا كړې ده چي له الله ج څخه پرته هر شى باطل دى، يعني فنا كېدونكى دى بشپړ شعر داسي دى:
الاكل شى ٍْ ما خلاالله باطل
وكل نعيم لامحمالآ زائل
حضرت عثمان بن مظعون چي كله له هغه څخه دا شعر واورېد لبيد ته يې وويل چي ته دروغ وايې، جنت النعيم نه شي زائل كېداى، نو لبيد دا بل شعر هم ورته وړاندي كړ:
سواى جنت الفردوس اين منعمتها
سيفى و ان الموت لابد نازلد حضرت لبيد رض په عمر كي اختلاف دى، څوك وايي چي تر يو سل څلوېښت كاله پوري ژوندى و، څوك د يو سل اووه پنځوس او يو سل شپېتو كالو پوري د هغه د عمر په حواله ټينګار كوي.
5
نابغه جعدي رض
د ده په نامه باندي ډېر اختلاف شوى دى. ځيني يې قيس بن عبدالله او ځيني يې صاصان بن قيس بن عبدالله بن عمرو بن عرس بن ربيعه بن جعدي ښيي، خو د نابغه په نامه ډېر مشهور او معروف دى.
نابغه له نبغ څخه وتلى دى او د نبوغ معنا ظاهرېدل، ښكاره كېدل او څرګندېدل ده.
د جهالت په زمانه كي به يې شعرونه ويل او بيا يې دېرش كاله يو شعر هم تر ژبي نه راووت.
څه وخت چي يې بېرته شعر ويل پيل كړل، نو نابغ يعني ظاهر شو او په نابغه باندي خلګو ونوماوه.
هغه د جهالت په زمانه كي هم د دين ابراهيمي ذكر كاوه او د لمانځه، روژې او استغفار عادي و.
د هغه ټول اشعار د اميه بن ابى الصلبت په شان پر توحيد، اقرار بعث او جزا آخرت، جنت او دوزخ ويل شوي وو.
هغه فرمايي چي زه د رسول الله په دربار كي حاضر شوم او د
ګران نبي په خدمت كي مي دا قصيده وړاندي كړه چي لومړۍ
مصرعه يې داسي ده:
اتيت رسول اذاجاْ بالهدى
ويتلو كتاباً كاالمخبر سرا
دا ډېره اوږده قصيده ده او قريباً دوه سوه اشعار لري، چي د حضرت محمد د ذات اقدس په نعت او صفت ليكل شوې وه.
رسول الله مبارك نابغه ته دعا وكړه چي الله تعالى دي ستا غاښونه سلامت لري، يو روايت دى چي د يو سل شل كاله په عمر كي هم د هغه غاښونه د نورو خلګو تر غاښونو ډېر سخت او مضبوط وو.
كه به يې يو غاښ وخوت نو به د هغه غاښ پر ځاى بل غاښ راغى.
د هغه ټول غاښونه د خواږه نبي د دعا په بركت سره د ږلۍ په رنګه سپين، روښان او د برق په څېر ځلاند وو.
حضرت عبدالله ابن زبير يوه ورځ ورته وفرمايل چي اې نابغه ستا اشعار ستا لپاره وسيله رحمت او ښه ملګري دي او د خداى په در كي ذخيره دي.
د دې جزا او ثواب به ضرور تا ته رسيږي.
يو حق خو د رسول پاك د ليدلو دى او بل حق د اسلام د
قبلولو دى.
هغه د دوه سوه كال په عمر كي له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي كړې.

 دوستانو، مشرانو

 دا د رسالت د دربار د يو څو شاعرانو تذكره ده.
حق خو دا دى چي الله تبارك و تعالى موږ ته كوم نعمتونه را په برخه كړي دي د هغو نعمتونو شكر لازماً پر ځاى كړو.
شعر له شعوره وتلى دى. شاعر يقيناً چي د ټولني تر نورو خلګو لږ زيات شعور لري، د باطن سترګي يې روڼې وي او د خپل وجدان په آواز پسې روان وي.
په همدې وجه خو د حضور پاك په زمانه كي هم شاعر، ليكوال ته ښه انسان ويل شوى دى.
بايد چي موږ بيا د پاك څښتن شكر داسي وكاږو چي خپل الهامي اشعار چي د الهام له كوره راځي، داسي په كار راولو چي د ګل و بلبل، رقيب او غماز له روايتي خبرو علاوه په خپلو اشعارو كي د ميني، ښكلا، انسانيت او امن خبري هم وكړو.
په ټولنه كي د دردېدلو خلګو د زړه خبره هم په خپلو اشعارو كي را پورته كړو، خپله شاعري د وطن، مظلومو انسانانو د حق د راوړلو، د اسلام او د پاك څښتن د وحدانيت لپاره وقف كړو او د خپلي شاعرۍ په وجه په خوب ويده خلګ را ويښ كړ، د خپلي پښتو ليلى خدمت وكړو او د نړۍ تر هر كونجه د مظلومو پښتنو حال ورسوو.
ولي چي پاك بادار موږ او تاسو ته شعور راكړى دى، او د شعر پرښته يې زموږ او ستاسو لپاره مقرره كړې ده.

نسيم ګل نسيم،

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب