د خوشحالۍ ترلاسه کولو لپاره دا ۸ کوچني عادتونه خپل کړئ

پخوانیو فیلسوفانو تل دا خبره کړې، چې اوږد سفر تل په یوه وړوکي ګام اخیستو سره پیلیږي. لَوټزو وايي: “د زرګونو مَیلو سفر یوازې په یوه ګام اخیستو سره پیلیږي.” که غواړې چې د خپل ژوند په سفر کې خوشاله واوسې، نو دغه لاندې څو کوچني ګامونه واخله او خپل ورځینی عادت یې وګرځوه:

۱. سهار وختي پاڅيږه

هغوی چې سهار وختي پاڅيږي، د لټۍ احساس نه کوي، خپل کار ته وختي وځي، له انرژۍ ډک احساس کوي او خپلې ورځینۍ چارې او کارونه وړاندې له غرمې خلاصوي. مطالعو ښودلې چې د تمرکز او پنځونې وړتیا د سهار د ۸:۰۰ او ۱۰:۰۰ بجو ترمنځ وي. په همدې اساس، د دې پرځای چې د شپې تر ناوخته ویخ پاتې شې او سهار هم د کار په ساحه کې د دې په پار قهوه وڅکې چې ګوندې سترګې دې پرانسیتې واوسي او خوب دې یونسي، نو هڅه وکړه چې د شپې له خوا په مناسب وخت ویده شې ترڅو سهار وختي پاڅیږې. د دغه کار په ترسره کولو سره به د ورځې په پای کې داسې احساس وکړې، چې تا په واقعي ډول یو څه لاسته راوړلي دي.

۲. پلټونکی اوسه

که چیرې ته خپلو کارونو ته علاقمند نه اوسې، نو دا به ډيره سخته وي چې ګوندې ته به په خپل ژوند او یاهم کاري ساحه کې خپلو موخو ته ځان نیږدې کړې. هڅه وکړه چې له خلکو پوښتنې وکړې، نظریو ته یې ښه دقیق غوږ شې او د لټۍ عادت له ځان څخه لرې کړې ترڅو په ژوند کې نوښت او بدلون رامنځته کړې.

۳. د خلکو درناوی کوه
درناوۍ د دوه طرفه سړک په څير ده. که چیرې ته د بل چا درناوۍ وکړې، نو په مقابل کې به هغه هم ستا درناوۍ وکړي. نه دا چې ته باید یوازې د ادب او خواخوږۍ له مخې د نورو درناوۍ وکړې، بلکې د پاکو جامو په اغوستلو او خپلې روغتیا په ساتنې د خپل ځان درناوی هم باید وکړې. یوې وروستۍ سروې دا په اثبات رسولې، هغوی چې ظاهراً په پاکو جامو سمبال وي، خلک یې ډير درناوی کوي.

۴. خلک بښه
له زړه څخه دې کرکه او کینه لرې کړه، ځکه چې کرکه او کینه یوازې تا ځوروي، نه بل څوک. د دې پر ځای چې خپل ځان د غچ اخیستو په هغو فکرونو وسوځوې، چې ښايي مقابل لوري ان علت یې هم په یاد نه وي پاتې، نو ښه دا ده چې له خپل ذهن څخه یې وباسې او خلک وبښې. په همدې اساس، د خلکو بښل زده کړه او په دې کار سره به ته د شپې لخوا ارام خوب ولرې.

۵. له خلکو سره ښیګڼه کوه

که چیرې نورو خلکو ته ښیګڼه رسول ښه کار وي، نو څه ته ګورې؟ ور ویې رسوه. نورو ته ښیګڼه رسول د صداقت او ایماندارۍ نښه ده. هغه خلک چې د ښه او بد ترمنځ توپیر نه شي کولی، په اصل کې هیڅ هم نه شي ترسره کولی. په همدې اساس، په خپل ځان کې دې د ښیګڼې رسولو احساس راژوندی کړه او خلکو ته ښه ورورسوه. خوشالي په دې کې نه ده، چې ګوندې ته باید د همیش لپاره د هرچا په زړه کې ځای ولرې؛ خوشالي په دې کې ده چې یوازې د یو څو کسانو په زړونو کې د خپل صداقت او ایماندارۍ له امله ځای ولرې.

۶. خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړه
لکه څنګه چې وايي روغتیا شتمني ده، نو ته هم خپلې روغتیا ته پاملرنه کوه. ښایي په ژوند کې د ډيرو شیانو بیاځلې ترسره کولو چانس ومومې، خو خپل روغتیا ته لومړیتوب وکړه. که وجود دې ارام نه و، نو ذهن به دې هم نه وي.

۷. په ځان باوري اوسه، نه په ځان غره

په ځان اعتماد او باور د ګستاخۍ په مانا نه ده. ګستاخ او په ځان غره خلک نورو خلکو ته غوږ نه نیسي او هڅه کوي چې خپل ژوند د خپلو سختو قوانینو له لارې مخ ته یوسي. په ځان باوري خلک په دې پوهیږي چې دوی بشپړ نه دي، خو بیاهم دومره کولی شي چې لږ تر لږه خپل ورځینۍ ستونزې او ننګونې په ښه توګه حل کړي. دوی دا فرضیه مني، چې ځینې وخت به یې ګټې او ځینې وخت به یې بایلې او یوازې خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي، خو ګستاخ او په ځان غره خلک بیا تل دا هڅه کوي چې باید بشپړ واوسي او کله چې ناکام شي، نو خپګان یې بیا په حماسه بدلیږي.

۸. په شونډو دې تل موسکا لره
هر سهار چې کله له خوب څخه پاڅيږې، نو هڅه وکړه چې د کور له غړو، همکارانو او یاهم بیګانه خلکو سره په خندا مخ شې. له نورو سره لږ خواخوږي شریکه کړه ترڅو لږ خوشالي ترلاسه کړې.

لیکنه: کسي امافیډون

ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب