د مور سپیڅلې غیږه د اولادونو لومړنی ښوونځی دی

مور په حقیقت کې د مهر،عاطفې او رښتیني مینې سرچینه بلل کیږي.په دی اساس مور د انساني ژوند او انساني ټولنې روزنتون،زانګو او د مور سپیڅلې غیږه د اولاد لومړنۍ تکیه ګاه،پناه ګاه، ښوونځی او په ټولیزه توګه دغه سپیڅلې او معصوم زاد ته د نوي نسل روزونکی،پالونکی او ساتونکی بللې شو،که چیرې اوس مهال د نوي پیړۍ د نوښوتونو او د نوي تخنیک او تکنالوژی پرمختګونو ته نظر و اچوو، څرګنده په شي چې دا ټول د انسانانو د پوهې او ذکاوت زیږنده دی، چې هغوی ټول دیوې مور په سپیڅلی غیږه کې روزل شوي،پالل شوي،لوی او ټولنې ته دغوره خدمتونو د ترسره کول له پاره وړاندې شوي دي،نو ځکه ښځه چې په حقیقت کې مور ده له هره پلوه د بې ساري ارزښت او درنښت وړ موجود بلل کیږي.
د اسلام مبارک او مبین دین هم تل د مور سپیڅلی او ستر مقام د ستاینې او ارزښت وړ بللی دی،د بیلګې په توګه له عبدالله مسعود(رض) څخه روایت دی:ما له حضرت محمد(ص) څخه و پوښتل چې د خدای(ج) په وړاندې کوم اعمال ډیره غوره دي پیغمبر(ص) و فرمایل په ټاکلي وخت د لمانځه ادا کول دوهم ځل چې مې و پوښتل چې بیا کوم اعمال ډیر غوره دي،وې وفرمایل چې نیکي له مور او پلار سره همداشان په یوبل ځای کې ویل شوي دي چې بهترین او افضل ترین حقوق د پاک خدای(ج) له کلیمې مبارکې څخه وروسته لمونځ دی او بهترین حقوق پر خلکو د مور او پلار حق دی، چې تل باید د ښو خدمتونو په کولو سره هغه ادا کړل شي،بل ځای دا ابوهریره (رض) څخه روایت دی چې فرمایي:

یو صحابي د سول اکرم (ص) حضور ته ورغی او ویي پوښتل چې څوک ډیر مستحق دی،ویې فرمایل:مور ده،دویم او دریم ځل چې یې وپوښتل چې ورپسې څوک ډر مستحق دي،حضرت جناب محمد(ص) بیا هم و فرمایل چې مور ده څلورم ځل چې یې وپوښتل چې ورپسې ډیر څوک مستحق دي جناب حضرت محمد(ص) و فرمایل چې پلار دی،همدا خبره ده چې علمای کرام وایي:مور له پلار څخه درې برابره زیات حق لري،بل ځاي بیا هم د ابوهریره (رض) څخه روایت دی چې ویلي یي دي بیغمبر(ص) و فرمایل په خاورو دي سپیره شي،په خاروو دې سپیره شي، په خاروو دې سپیره شي،د هغه چا پزه چې یا ضعیفه مور یا ضعیفه پلار ولري یا هم دواړه ضعیف ولري او دا شخص جنت ته داخل نشي.
الته په خاوره سپیره کیدل د فقر او ذلت اعاده او جنت خو بیا د مور او پلار په رضا کې نغښتي دي،دا په دې معنی چې مور او پلار د خپلو اولادونو د ژوند له لومړنی شیبې څخه په بشپړه توګه دهغوی روزنه،پالنه او څارنه په رښتیني توګه خپل فرض ګڼي او د انساني ټولنې ژوند ته د داخلیدو په موخه یي لومړنیو قدمونو ایښودلو ته هڅوي او لاس نیوی یې کوي او وروسته له هغې یې د بې سارې مینې او ټولنیزو ښو او غوره اخلاقو پرګاڼه سمبالوی او د ټولنې د لاپرختیا په مقصد یې د علم او پوهې د زده کړې لپاره ښوونځي او مدرسې ته لیږي او د دوی د سالمې روزنې لپاره بې شمیره ستونزې او کړاوونه زغمي تر څو له هره پلوه نیک کردار او صالح اولادونه د ټولنې خدمت ته وړاندې کړي،نو کله چې دوي په خپلو پښو و دریږي او دعلم او پوهې لوړوپوړیو ته رسېږي نو دوی ته هم اړینه ،لازمي او ضروري ده،چې د خپل مور او پلار ته د ښو خدمتونو له پاره په بشپړه سپیڅلتیا او صداقت مټې راونغاړي،تر څو هغوی په خپلو صالح او نیک کرداره اولادونو د ویاړ او د خیر دعاګانې خپلو اولادونو ته ډالۍ کړی،دنیوي او اخروي ښیګنې یې د اولادنو په برخه شی ځکه چې د اسلام ستر پیغمبر جناب حضرت محمد(ص) په وینا جنت د مور او پلار په رضایت کې نغښتی دی،نو باید چې د مور او پلار په هر اړخیزه توګه درنښت او خدمت وشي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب