ګازرې مو له ژمنیو ناروغیو ژغوري

کلونه کېږي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګازرې کرل کېږي تر څو په پخلنځیو کې ترې خلک په زړه پورې او خوندور خواړه تیار کړي. پر خوند او رنګ سربېره ګازرې د انسان په ښکلا کې پوره ونډه لري او له پوستکي څخه ساتنه کوي.

خامې، پخې او یا هم د جوسو په ډول د ګازرو خوړل د بدن لپاره ګټورې تمامېږي، که غواړئ له نورو ګټو یې هم خبر شئ نو راسره پاتې شئ:

که مو د ینې او کولمو سلامتیا ته ارزښت ورکوئ، ګازرې وخورئ.

دغه نارنجي سابه کولی شي د معدې او کولمو هر راز ستونزې  له منځه یوسي؛ معنا دا چې که اسهال یاست او یا هم قبضیت د دواړو حالتونو لپاره ګازرې ګټورې دي، په ځانګړي ډول کله مو چې ماشومان پر اسهال اخته وي، ګازرې ورکړئ.

ګازرې ادرار پاروونکې دي او که وخوړل شي د ادرار کچه مو زیاتوي.

د ګازرو اوبه او یا جوس د هغو کسانو لپاره چې د روماتیزم، ینې او یا هم ارتریت پر ناروغیو اخته وي ګټه رسوي. دغه خوندوره سبزي د ويټامین (اې) ښه سرچینه بلل کېږي چې په بدن کې د پروټینونو د جذب لامل کېږي. هغه کسان چې د ودې په حال کې دي او یا هم د بدن له کمزورۍ سره مخ شوي وي ګازرې ورسره پوره مرسته کوي.

که غواړئ د شپې له خوا مو د سترګو دید زیات شي او په اصطلاح له مستو څخه ويښته وباسئ، نو په ګازرو باور وکړئ، ځګه ګازرې مو د شپې له خوا د سترګو دید زیاتوي.

د پوستکي پر مخ د سپینو لکو د له منځه وړو لپاره د تازه ګازرو اوبه وڅښئ او په اسانۍ سره له دغه شره ځان خلاص کړئ.

که په ورځني ډول یوه قاچوغه د ګازرو شربت وڅښئ، د بدن له دفاعي سيستم سره به مو مرسته کړې وي او د ژمي د فصل له ډول ډول ناروغیو به مو ځان ژغورلی وي.

دا ګټور شربت دغه ډول جوړ کړئ!

دوه یا درې دانې ګازرې ښې ومینځئ او بیا یې حلقه حلقه پرې کړئ، په ښیښه یي مرتبان کې یې واچوئ او له پاسه پرې یوه اندازه بوره او اوبه ور زیاتې کړئ او د قطي سر بند کړئ. دغه شربت د څو ورځو لپاره په یخچال کې کېږدئ او له هغه وروسته ترې ګټه واخلئ.

په ګازرو کې شته بتاکاروتن چې د ښکلا د ويټامینو په نوم یادېږي، د پوستکي لپاره ګټوره ماده بلل کېږي، دغه ماده کولی شي پوستکی د لمر په مقابل کې پیاوړی او د حساسیت مخه یې ونیسي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب