له ډاکټر پرته د غاښ د درد مخنيوی

د غاښونو درد هغه درد دی، چې په عمومي ډول هر کس ورسره مخ کېږي او د دې درد یو پر یو پیل پرته له مخکینیو علائمو څخه له ډول ډول خطرونو څخه ډک وي؛ یعنې د غاښونو یو پر یو له کچې زیات درد دومره بد دی، که پر وخت یې درملنه ونه شي، نو کېدای شي بیا یې پرته له کښلو بله چاره نه وي.

د ایسنا رپوټ له مخې څرګنده شوې، چې د غاښونو درد یوازې د خواږو څیزونو له خوړلو او ژوولو پیدا کېږي.

د امریکا د روغتیايي ټولنې کارپوهانو په خپلو کورنیو کې پرته له ډاکټر څخه د غاښونو د درملنې څو ساده لارې په ډاګه کړې دي، چې هره یوه به یې په ترتیب سره ستاسو چوپړ ته وړاندې کړو.

د لونګو غوړي:

د غاښونو د درد لپاره د لونګو غوړي تر ټولو زیاته ارزښتمنه او اړینه درملنه ده، نوموړي غوړي د مکروب بشپړ ضد غوړي دي او په غاښونو یې موښل او وهل ددې لامل ګرځي، چې د غاښونو درد مو له منځه یوسي.

اوم(خام) پیاز:

اومه پیاز هم په کور کې پرته له ډاکټر څخه د غاښونو د درد د له منځه وړلو لپاره ښه او سمه درملنه ده، ځکه دا هم د مکروب یا چرک ضد دي او له منځه یې وړلای شي. په غاښونو کې د خام پیاز نیول د دې لامل ګرځي، چې د غاښونو درد مو په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

د مالګې اوبه:

په یوه ګیلاس کې له ګرمو اوبو سره مالګه واچوئ او ښه سمه یې حل کړئ او له هغې وروسته پرې خپله خوله او غاښونه پرې مینځئ، نو له څو دقیقو وروسته به مو د غاښونو درد له منځه لاړ شي؛ ځکه په اوبو کې مالګه هم د چرک یا مکروب بشپړ ضد ده او له منځه یې وړلای شي.

د لېمو اوبه:

د لېمو اوبه له بېڅې سره، چې په دري کې ورته انگدن یا آنغوزه وايي یو ځای کړئ او تر هغه وخت پورې یې پرېږدئ تر څو یې، چې د خمیرې حالت نه وي غوره کړی او بیا وروسته یې په غاښونو کې ونیسئ؛ دا به مو د غاښونو درد په بشپړه توګه له منځه یوسي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب