سرطان يا کينسر څه ډول ناروغي ده؟

سرطان (malignancy):

سرطان چې malignancy هم ورته ويل کيږي؛ د بدن د حجراتو غيرنارمل ودې ته ويل کيږي. په ټوليز ډول سرطان له ۲۰۰ څخه ډېر ډولونه لري چې مشهور ډولونه يې عبارت دي له د تيونو سرطان، د پوستکي سرطان، د ششونو سرطان، د کولمو سرطان، د پروستات غدې سرطان، د وينې سرطان او د لمف نوډونو سرطان څخه. هر يو ډول يې ځانله جلا جلا علایم او نښانې لرې. د سرطان تداوي د کيماوي موادو په وسيله، د وړانګو په وسيله او د عملياتونو په وسيله ترسره کيږي.
د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې سرطان په ټوله نړۍ کې د مړينې سبب کيږي. دغه سازمان وايې چې د نړۍ د ټولو هغو مړینو له جملې چې د ناروغيو له امله رامنځته کیږي؛ کابو ۲۲ سلنه مړينې يې د سرطان له امله دي. په دغه ارقامو کې د معدې، ځيګر، کولمو او تيونو سرطان تر ټولو ډير د مړینې سبب کيږي.

د سرطان درې مهم ډولونه چې په نارينه، ښځينه او ماشومانو کې پيدا کيږي

نارينه و کې: د پروستات غدې سرطان، د ششونو سرطان او د کولمو سرطان
ښځينه و کې: د تيونو سرطان، د ششونو سرطان، او د کولمو سرطان
په ماشومانو کې: د وينې سرطان، د ماغزو سرطان او د لمف نوډونو سرطان

علايم:

که څه هم د سرطان هر ډول يې ځانله جلا جلا اعراض او علایم لري خو په ټوليز ډول په سرطان اخته ناروغانو کې لاندې نښانې ليدل کيږي. لکه خستګي يا ستړيا، وزن کمېدل، دردونه، د پوستکي رنګ بدلون، د کولمو او مثانې په دندو کې ګډوډي، غير معمول خونريزي، د ټوخلو پر مهال د اواز بدلون، تبه او په وجود کې د غوټو توليدېدل.
يادونه بايد وشي چې پورته علايم يواځې سرطان پورې محدود نه دي یعنې که يو څوک پورته علایم په ځان کې ويني مانا يې دا نه ده چې سل په سلو به په سرطان اخته وي؛ بلکې د سرطان د تشخيص لپاره د متخصص ډاکټر په وسيله biopsy معاينات ترسره کيږي.

د امریکا د سرطان ټولنه د سرطان اووه مهم علایم داسې بيان کړي دي
• د مثانې او کولمو ګډوډ فعاليت
• دوامدار ستوني درد چې هيڅ نه ښه کېږي
• غير معمول خونريزي لکه د تيونو له څوکو ترشحات او ستوني درد چې درملنې سره سره بيا هم نه ښه کيږي.
• د تيونو، خصيو او يا نورو غوټو پړسېدل
• د خوراک نه هضمول په ځانګړې ډول سره کړي خوراک
• شديد ټوخی
• په وجود د دانه شکله غوټو پیدا کېدل

ځينې نور علایم

• بې موجبه وزن کمېدل او د اشتها کمېدل
• په هډوکو او بدن نورو برخو کې د نوي درد پيدا کېدل چې ورځ تر بلې سختيږي
• دوامداره ستړيا، زړه بدوالی او استفراق
• په وجود کې بې موجبه دوامداره سړه تبه
• د بدن د ځينو برخو دوامداره التهابي کېدل
• لکه څرنګه چې د سرطان ډولونه له ۲۰۰ څخه زيات دي نو په همدې لحاظ يې علایم هم بېلابېل او ډېر دي.
ډيری سرطانونه د پورته يادو شويو نښانو سره راښکاره کیږي خو ممکن ځينې سرطانونه ځينې ځانګړې نښانې ولري. د بېلګې په توګه د ششونو په سرطان اخته کس د سينې په قفس کې د درد احساس کوي، له خولې د ټوخي پر مهال وينه غورځوي، د ششونو په سرطان اخته کسان معمولاً نفس تنګي لري او تل د ستړيا احساس کوي.

درملنه:

که څه هم د سرطان تداوي د کيماوي موادو په وسيله، د وړانګو په وسيله او د عملياتونو په وسيله ترسره کيږي؛ خو ځينې کورنۍ لارې هم شته چې د سرطان په مخنيوي کې ګټورې واقع کيږي.

د بېلګې په توګه په ورځنيو خوراکونو کې د براکولي، انګورو، جنسینګ، سويابين، شين چای، اولو وېرا او ليکوپين لرونکي خوړو اضافه کول کولی شي چې د سرطان په مقابل کې د وجود مقاومت زیات کړي.
دا چې د سرطان درمل ډېر تېز دي نو د استعمال په صورت کې يې د بدن ټول ويښتان تويیږي.

ژباړه:  اجمل درمان د طب پوهنځي محصل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب