د کفن پېژندنه، اندازه او طریقه

کفن :

دسړو لپاره درې جامې کفن دی ،يوڅادر،دوهم لنګ (پرتوګ ) او دريم قميص چه د څادر اوږدوالی د بنې آدم دقد نه يولاس قدر ذيات وي او پلنوالی يې دومره چه ټول بدن پکې ونغښتی شي .
همداشان دلنګ پلنوالی به دڅادر په اندازه وي او اوږدوالی به يې د څادر نه يوه لويشت کم وي اودقميص پلنوالی هم د لنګ اوڅادر په اندازه دی خو اوږدوالی يې دچټ نه د دواړو شرمګاهو پورې وي .
دقميص ټوټه به دسر طرف نه دومره وشلوي چه سر پکې لاړشي چه په همدی وجه قميص ورته وايي .
دنر دکفن لپاره تقريباً 12 کزه رخت ته ضرورت دي .
دښځو په کفن کې د دريو جامونه علاوه دوی جامې نوری هم پکار دي چه يوسربند او بل سينه بند وي.
دسينه بند پلنوالی دڅادر يا لنګ په اندازه وي مګر اوږدوالی يې له تخرګ څخه ترزنګون پوری وي.
اوسربند ديوه کز نه څه کم پلن او دکز نه څه ذيات اوږد پکار دی .
دغسل له پردي سره دښځی دکفن لپاره تقريباً 21 کزه رخت ته ضرورت دی .
دسړی په دوو جامو اوښځه په دريو جامو کې خښول هم جائزدي خوتردې کم بغير له مجبوری نه جواز نلري.

د کفن ورکولو طريقه :

اول به په پاکه تخته يا پاک پوزی باندی دکفن چادر هوارکړي دهغه له پاسه به لنګ وغوړوي اود هغی دپاسه دقميص نيمه حصه وغوړوي اونيمه به ونغاړي دسر طرف ته يې د کيږدي .
ورسته به مړی له تختی راپورته کړي دکفن دپاسه به يې کيږدی ،ورسته به دقميص نغښتی حصه کې سر ور ننباسی اوتر شرمګاه پوری به يې خوره کړی .
دغه شان به څادر هم ونغاړی اودڅادر دواړه سرونه به په ټوټه وتړی چه نه ښوري .
دښځوپه کفن کې دقميص اغوستلونه پس دهغې دسر ويښتان دوه ځايه کړی اوپه سينه دې ورته خواره کړي ،بيا دې سربند ددی دپاسه واچوي.
دهغه نه پس د سينه بند ونغاړی .
په کفن اودمړی دسجدی په ځايونو ،دلاسونو په ورغوی کونډی او پښو کافور يا عطر يا بل کوم ډول خوشبو ووهي.
دکفن اوقبر مصارف دمړي له پاتی مال څخه اداکيږي که له مړي څخه څه شی نوي پاتې بيا پر هغه چا لازم دي چا يې چه دنفقی مسئوليت په غاړه لرلو .
اوکه يې کوم چا ته دکفن اوغسل وصيت کړي وي  بيا به يې هغه کس اداکوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب