د فیسبوک نصیحتونه

۱ – مینه په اوږدو کمینټونو کې نه؛ زړه کې وي!
۲ – ملګرتیا په کمینټونو نه پیاوړي کیږي د یوبل په پوښتنه کولو قوي او پیا وړي کیږي.
۳ – که غواړي چې دفیسبوک اړیکه مو پیاوړي کړئ د یوبل حقیقي کورونو ته تګ راتګ وکړئ!
۴ – په هغه لیکنه تبصیره وکړه چې په مفهوم یې پوهه شې.
۵ – هغه څه چې دې د لید څخه لرې وي مه نشر وه.
۶ – که د چا لیکنه دې خوښه نه شوه کمینټ ورته مه کوه.
۷ – هرې لیکنې ته بلکل مه لیکه کله نا کله د خپل نظر څرګندونه هم کوه مګر د یو شخص سپکاوی نه.
۸ – د فیسبوک په نړۍ کې خپل شخصي ژوند مه تشریح کوه.
۹ – مهمه نه ده چې هر ترسره کړی کار دې د خپل وال څخه نشر کړي په ځیني کارونو غلی پاتې شه.
۱۰ – ځان د فیسبوک خواخوږی او اتل مه جوړوه حقیقي ژوند ته دې هم نظر وکړه!
۱۱ ـ با ارزښت لیکنې په غور ولوله یو څه ترېنه زده کړه او لیکوال ته یې په احترام قایل و اوسه!
۱۲ – د هېڅ کوم شخص د سپکاوي هڅه مه کوه او مه د فیسبوکي ګواښونو څخه ویریږه ځکه ته خپل ځان خپله ښه پېژني د نورو پېژندلو ته هېڅ اړتیا نشته.

لیکنه: زبیر عابد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب