زما خاوند ډېر بد چلنده دی، کوم خاوند بهترین دی؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: خیرکم خیرکم لاهله، انا خیرکم لاهلي.

ژباړه: ستاسو څخه بهترین هغه دئ چي د خپل کور والاوو سره ښه وي او زه د خپل کور والاوو لپاره تر ټولو ښه یم.

له مبارک حدیث شریف څخه دا ثابته سوه چي بهترین خاوند هغه څوک دئ چی د خپل کور والاو سره ښه سلوک او رویه کوي، د ښو اخلاقو په هکله په بل حدیث شریف کي راځي:

اکمل المؤمنین ایمانا احسنهم خلقا.

ژباړه: په مؤمنانو کي تر ټولو ښه کامل مؤمن هغه دئ چي ښه اخلاق ولري.

و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه ښځه راغله چي زما خاوند پر کوچنیو کوچنیو خبرو باندي زما سره جګړه کوی او کله مي وهي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:

یظل احدکم یضرب امراته ضرب العبد ثم یظل یعانقها و لا یستحی؟

ستا څهره توره ده، ته خپل مېرمن د منیځې په شان ډبوې او بیا ورڅخه لیري کیږې، ولی تاته حیاء نه راځي؟

نبي کریم صلی الله علیه وسلم دغه خبره داسي وکړه چي ددې ښځې خاوند ته یې وویل چي دغه ستا مېرمن د یوې منیځې په شان مه ډبوه، بلکې د هغې عزت کاوه، دا ځکه چي دغه ښځه ستا د ژوند ملګرې او په قرآنکریم کي ورته (جامه) ویل شوې ده.

ځواب: عبدالغفار جُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب