په اسلام کې د کونډو حقوق

بل دا چې کونډه بې له رضایته د میراث په شکل کې په نکاح کول دي، دا هغه ظلم ده کوم چـې د جاهلیت په دور کې مشرکانو له ښځو سره کول الله تعالی ﷻ پدې هکله داسې فرمايي: (لایحل ان ترثو االنساء کرها) نه دي حلال تاسو لره دا چې په میراث باندې وړيښځې په زور او ځواک سره، ددې آیت په نفسیر کې تفاسیر لیکي چـې د جاهلیت په زمانه کې د حضرت نبي کریم ﷺ تر بعثت مخته چـې شرک او وحشت ؤ، چـې کله به د یوې ښځې میړه (خاوند) مړ شو د هغه د مړي وارثانو به دده دغه کونډه ښځه که به یې زړه غوښته ور سره به يې پخپله نکاح کــوله او که به يې پخپله نکاح نه ور سره کوله بل ته به يې په نکاح ورکـــوله او پدې کې به ددې رضایت او خوښــي ته اعتــــبار نه وو او کــله به یې چـې نه پخپله زړه غوښــــته چـې ور سره نــــکاح وکړي او نـــه به يې بل چا ته په نکاح ورکوله نو پخپل کور کې به يې بنده ساتله او د هغه کونډې په مال او سامان به يې خیټه اچوله چـې کله د عدل او انصاف قانون اسلام راغی نو الله تعالی ﷻ مسلمانان د جاهلانو او مشرکانو له هغو وحشیانه اعمالو څخه رامنع کړل.

کله چې یوه ښځه کونډه شي نو د هغې لیورونه یا ترونه او یا د تره ځامن وایي چې؛ دا کونډه زموږ میراث ده. او بیا پخپلو کې يې یو تن ته په زور او جبر سره ودوي او یا هغه د بل چا سره د نکاح کولو څخه منع کوي.

نو دغه کار پر ښځه باندې لوی ظلم ده بلکې د اسلام د مقدس دین حکم دا ده، چې هېڅ یوه ښځه هم په میراث نه وړل کیږي او کونډه ښځه د خپل ځان اختیار لري که واده کوي او که نه او همدارنګه که واده کوي نو د خاوند په انتخاب کې هم اختیار لري او هېڅوک هم هغه په نکاح باندې نشي مجبورولی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب