د ښځو په بانډار پاڼه کې سملاسي (فی البدیهه) مشاعره ٢

پيل د آسيه محرابی د غزل په دو بېتونو
1.تا چې دروغو نه کيسې جوړې کړې
له ډیره غمه ما نغمې جوړې کړې
2. چې دې د مينې په شراب نشه کړم
پټ دې د زهرو پېمانې جوړې کړې
آسيه محرابی
3. ستا به عادت و يا به ناز خدای خبر
په ما دې هسې دا جرګې جوړې کړې
مينا نظري
4. ماخو نيولي وو د مينې په سوال
تا مې لاسو ته زولنې جوړې کړې
5. چې دې رقيب ته خوږ نظر وکړلو
پاس په زړګي مې دې لمبې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
6. شېخه! دا مه واپه تا څه کړي دي
ما ثوابي څوميخانې جوړې کړې
مينا نظري
7. زه دې په تمه وم چې کله راځې
تا د خبرو نه بهانې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
8. د رواجونه پيروان يو شوی
مينې ته بيا ېې غرغرې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
9. ته چې د مينې په سفر ولاړې
ما هم د صبر نه پڼې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
10. چې نوم ېې اخلم عبادت کومه
ما ېې له تورو نه تسبې جوړې کړې
نعيمه غني
11. د ليري لارو وطنونه پرېږده
راشه وطن کې مو مېلې جوړې کړې
مينا نظري
12.وطن ته دربه شم چې سوله راشي
طالب لالي مې بيا جګړې جوړې کړې
آسيه محرابی
13. هغه د مينې کيسې ختمې شولې
ما مې شعرونو نه ګيلې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
14. ته مې هنر په کوم نامه يادوې?
ما له دردونو ترانې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
 15. چې تا نه لرم بل خوا نه ګورم
ما روغو سترګو نه رڼې جوړې کې
مريم ساپۍ شينوارې
16. ما د زړګي حال په اخلاص بيان کړ
تا بدنامۍ ته آوازې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
17. ها شاهانه کالې اوس نه لرمه
ستا په فراق کې ما جنډې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
18. ما د غزل تکل لا نه وو کړی
دا ستا خبرو دا شېبې جوړې کړې
مينا نظري
19. نوم مې نوم سره خپل وليکلو
ستا ننګرهار کې مې لمبې جوړې کړې
رعنا خان اسدزۍ
20. چې د سلګو سره موسکۍ شوم پکې
ما ژوند ته دغه شان اسرې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
21 . له پټې مينې مو خبر شول خلک
په چم ګاونډ کې ېې کيسې جوړې کړې
تلوسه تنها
22. زه او ستا سترګې او د مينې نظر
واه ما په سوله کې جګړې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
23. قلم د زړه خبره نه منله
د زړه په زور مې دا مصرې جوړې کړې
نعيمه غني
24. زړه لکه خوله نه دی چې حال ووايي
د غم په وينو ېې ويالې جوړې کړې
آسيه محرابی
25. هغه د خپل حسن نه نه وو خبر
ماته يې د عمر زولنې جوړې کړې
رعنا خان اسدزۍ
26. ورځه حاجي خپل دې عبادت کوه
ما خو په زړونو کې کعبې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
27. يو پسرلی شو بل د سولې غږ دی
د ګلابونو مې جامې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
28. ښه ته حاجي شوې عبادت دې کوه
ما دې په مينه کې کعبې جوړې کړې
رعنا خان اسدزۍ
29. قلم چې خط ليکه نو دوه ټوټې
کاغذ په خپله شعر ټپې جوړې کړې
آسيه محرابي
30. چې په هر لفظ کې دغزل مې ته ېې
داسې مې درد ته قافيې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
31. د وخت ملاله يم پښتون ويښوم
په لر او بر کې مې نارې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
32.   راشه ملالې زه دې خور يم ګوره
ما د غليم پر زړه لمبې جوړې کړې
آسيه محرابی
33. لاړه د مينې اراده ېې نه وه
هسي ېې ماته بهانې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
34. خلګ ېې بولي شعر, غزل او ټپې
ما دې ستايلو ته پلمې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
35.د ګلابو په شان مې وپاللې
له خپل وجود نه مې اېرې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
36. تا به ويل ګلې, زه وعده کومه
ګوره چې تا څومره نخرې جوړې کړې
مينا نظري
37.د واده شنې بنارسۍ نه مې نن
د لالي قبر ته جنډې جوړې کړې
تلوسه تنها
38. ته چې کړکۍ لاندې ديدن ته راځې
ما مې د زلفو نه رشمې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
39.د ژوند کتاب مې له دردنو نه ډک
 تاته مې ټولې ښې شېبې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
40. چې زه به تلم او تا به نه پرېښودم
خلکو له دې نه ډرامې جوړې کړې
مسکا سنګر نيازۍ
41. زه ډېره وږې وم قسم په والله
ځان ته مې ښکلې پکوړې جوړې کړې
سوله افغان
42. مکمل زړه ما ستا په نوم قربان کړ
تا مې له مينې نندارې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
43. هغه احساس مې نن په زړه ختم کړ
تل چې مې تاته ترانې جوړې کړې
هما ظفر احمدزې
44. لکه سکروټه غوندې سره پاتې شه
ما ستا په مينه شوګېرې جوړي کړې
آسيه محرابي
45. تا چي هر څه ويل ما  نه منله
بیلتون زړګي کې مې تغمې جوړې کړې
مسکا سنګر نيازي
46. مونږ شوگېرو سره عادت يو گرانې
له خپلو اوښکو مې ډېوې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
47. دا ستا له تللو پس زه داسې ومه
له رڼا ورځې به مې شپې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
48. تا به ويل, ستا مې دا خندا خوښه ده
ته څومره ښه یې تا وږمې جوړې کړې
مينا نظري
49. راتګ دې بل رنګ خوشالي راوسته
خو بیرته تګ دې زلزلې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
50.د دیدن وخت، د الوتلو وخت وي
زلفې مې څه خورې ورې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
51. لکه چې زړه يې وو, پخلا شي جانان
نظر يې بل شان اشارې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
52. ستا د نامه له سوچه تورو نه ما
پرون بیګا مې ترې تسبې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
53. دا ستړی ستړی زړه راویښ څنګه کړم
په جبر جبر مې مصرې جوړې کړې
 هما ظفر احمدزۍ
54. زه مې له وروره ګیله منه یمه
زما په هنر یې مسخرې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
55. خالق پیدا کړې، بیا یې ناز هم ورکړ
ښځې یې ځکه پریښتې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
56. د جانان ښکلي او خوږې خبري
ما د غزل ترې څو مصرې جوړې کړې
مسکا نيازي
57. خبر د مینې مې ښکاره کړې وه
تا ترېنه هسې فلسفې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
58. زه په حساب د پلار نهمه لور وم
زما په ولور يې  بنګلې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
59. سمنک هسې يو د سرېښو ډنډ دى
ښځو ترې ولې عقيدې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
60. نن مې صورت د دلبرا ولیده
زړه مې عجبه ولولې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
61. ستا د راتګ اوازه ګده شوله
سترګې مې تورې شوندې سرې جوړې کړې

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب