که د خېټې له وازګې ځوریږۍ….

که چیري تاسې د خېټې له وازګو څخه په تنګ یاستۍ او ددې د لمنځه وړلو لپاره مو بیلابیل ورزشونه او طریقې په کار اچولي وي خو ګټه یې نه وي کړي نو نن تاسې ته یوه آسانه غذایي لار درښایو چې ددغو خوراکونو په خوړلو به له یادې ستونزې نجات پیدا کړۍ. دغه څلور ډوله خواړه وخورۍ.barkoli

۱ــ براکولي (ښاخدار ګلپي)

له ويټامن سي او کلسیم څخه غني دغه سبزي د بدن  په کیمیاوي موادو جذب کې مرسته کوي. لکه څرنګه چې په براکولي کې د اوبو او فیبرو زیاته اندازه شتون لري؛ له همدې امله دغه سبزي په معدې هم بوج نه راوړي او وجود ته په پوره اندازه اوبه ورکوي. روغتیا پوهان وایې ؛ که براکولي په اونۍ کې څلور ځلي وخوړل شي نو وازګې په ویلي کیدو کې کافي مرسته کوي. اوس نو ستاسې خوښه ده چې جوش کړی او که سور کړی یې خورۍ.

dalcheeni۲ــ د دال چیني استعمال

په دال چیني کې د زیاتې اندازې انتي اوکسیډینټ شتون پر اساس؛ په خوړو کې یې کارول؛ د وینې د شکر اندازه کنټرولوي. همدارنګه د بې وخته لوږې او د ډير خوراک مخنیوی هم کوي. ددې تر څنګ په بدن کې د شته انسولین اندازې په برابر ساتلو کې هم مرسته کوي. په یاد ولرۍ کله چې غواړۍ چې خپل ډیر خوراک او بې وخته لوږه مو کنټرول کړۍ نو بدن مو پخوانۍ وازګه ویلي او د نوې وازګې د تولید مخنیوی کوي.

nak۳ــ د ناک (بټنګ) خوړل

د ناک خوړل هم د وازګې په ویلي کولو کې مرسته کوي. دلته دا خبره هم په زړه پورې ده چې له نورو صحي خوړو په نسبت په ناک کې د وازګې تولید اندازه زیاته ده خو د یو روغتیایي څیړنې پر اساس په ناک کې د شته کاربن فقط یو مالیکول په وسیله؛ د ناک خوړل په وینه کې شکر او کولیسټرول اندازه برابره ساتي. ددې تر څنګ د ویټامین B، امینو اسیدونو او پوتاشیم په شان ګټور عناصر هم په ناک کې شتون لري. د کار او یا مطالعې پر مهال د سره شویو شیانو پر ځای د ناک خوړل، د ناک په ګټورتوب کې څو برابره زیاتوالی راولي.

egg۴ــ د هګۍ سپین

د وطنۍ هګۍ سپین د پروټینو غوره سرچینه ده او د وازګې د ویلي کولو لپاره اړینه ده چې تاسې په خپل ورځني خوړو کې د پروټینو اندازه لوړه کړۍ ځکه چې له پروټین څخه د ډکو خوړو؛ خوړلو یوه ګټه دا ده چې تاسې ژر نه وږي کیږۍ او بله خبره دا ده چې په هګۍ کې د کالوري اندازه نسبتاً کمه ده. همداراز روغتیا پوهان وايي چې په هګۍ ويټامین D هم شتون لري.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب