که له ګنجی کیدو ویریږئ؛ دغه خواړه مه هیروئ

د خوړو انتخاب د انسان په ویښته ځانګړی اثر لري. د بدن نورو غړو په څیر د ویښته حجرات هم د فعالیت لپاره غذايي موادو ته اړتیا لري. باید کوښښ وشي هغه خواړه انتخاب شي چې د انسان روغتیا او د بدن نورو مختلفو برخو ته ګټور وي. د خواړه له غوره انتخاب سره انسان کولی شي د ډیرو مهلکو ناروغیو مخه ونیسي.

دلته مو له هغو خواړو سره اشنا کوو چې کولی شي ستاسې ویښته پیاوړی او له توېيد وژغوري:

۱- سالمن (Salmon) نومې کبان: کبان ټول هغه غذايي ګټور مواد لري کوم چې کولی شي انسان له ګنجی کیدو وژغوري. په کبانو کې شته ویټامین ډي (Vitamin D) د بدن مختلفې ریښې پیاوړی کولو سره له مختلفو ناروغیو وژغوري. دغه ډول کبان د اومیګا-۳ (Omega-3) غوره منبع ګڼل کیږي کوم چې د ویښته شنه کولو لپاره تر ټولو اړین او ګټور ګڼل کیږي.

۲- زیړ رنګ لرونکی شمله مرچ (Yellow Bell Pepper): ویټامین سي (Vitamin C) یوازې د بدن پوټکي لپاره ګټور نه دی بلکه د ویښته لپاره هم ډیره زیاته ګټه لري. زیړ رنګ لرونکی شمله مرچ د ویټامین سي له غوره منابعو څخه دی. ویټامین سي د اکسیډنټ ضد خاصیت لرلرو له امله ستاسې له ویښته څخه د چاپیریا له مضر اثراتو او کیمیاوي موادو په مقابل کې ساتنه کوي. دغه ویټامین د ویښته مختلفې برخې له پیاوړی کولو سره د ویښته د توېیدو او ماتیدو څخه مخنیوی کوي.

۳- هګۍ: زینک (Zinc) د حجراتو روغتیا په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. د دې منرال کموالی په انسان کې د ویښته توېیدو لامل ګرځي. د غوره او پیاوړی ویښته لرلو لپاره هګۍ خپل د سهار چای اړینه برخه وګرځوئ. د هګۍ زیړ په ځانګړی ډول د زینک نومې منرال تر ټولو غوره منبع ګڼل کیږي.

۴- غوزان (چارمغز): دغه خواړه د ویټامین اي (Vitamin E) یو له غوره منابعو څخه دی کوم چې د ویښته د حجراتو له منځه تلو څخه مخنیوی کوي. دغه خواړه زیاته اندازه اومیګا-۳ (Omega- 3) هم لري کوم چې د ویښتانو لپاره یو له اړینو توکو څخه ګڼل کیږي او کولی شي د ویښته توېیدو مخه ونیسي.

۵- خوږ کچالو: خوږ کچالو خاصه اندازه بیټاکېروټین (Beta-Carotene) نومې مواد لري. بیټاکیروټین د اکسیډنټ ضد مواد دي چې بدن دغه مواد په ویټامین اې (Vitamin A) بدلوي. ویټامین اې (Vitamin A) د سترګو لید لپاره تر ټولو اړین ویټامین دی. د غوره او پیاوړی ویښته لرلو لپاره هم د دې ویټامین شتون اړین ګڼل کیږي. ویټامین اې (Vitamin A) د سر په برخه کې خاص ډول غوړ تولیدوي کوم چې ویښته له پخو څخه کوم چې د ویښته خرابیدو یو له سترو عواملو څخه دی ژغوري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب