له عصبي ناروغیو څخه مخنیوی لپاره هوګه استعمال کړئ

ټوله نړۍ کې هوګه په ورځنۍ خواړه کې استعمالیږي خو یوې نوې څیړنې ښودلې چې هوګه کولی شي انسان له مختلفو عصبي ناروغیو څخه وژغوري.

دغې نوې څیړنې کې ویل شوي چې هوګه عصبي حجرات له زړیدو څخه مخنیوی کولو سربیره د ډیرو نورو عصبي ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي.

د امریکايي پوهنتون پروفیسرانو په وینا ځینې خلک هوګه د پیاوړی خواړه په نوم هم یادوي ځکه چې په هوګه کې شته سلفر د انټي اکسیډنټ ضد او د سوۍ لپاره تر ټولو غوره علاج دی.

د هوګې بې شمیره روغتیايي ګټې کشف او ثابتې شوي خو اوس هم زیات شمیر روغتیايي کارپوهان او څیړونکي کار کوي تر څو د هوګې نورې ګټې هم روښانه کړي.

روغتيايي کارپوهانو په وینا هوګه کې شته کاربوهایډریټس عصبي سیسټم له زړیدو، د سګریټ څښلو له زیانونو او له خارجې صدمو څخه ژغوري.

your ads

هوګه سربیره پر دې چې انسان له مختلفو عصبي ناروغیو څخه ژغوري د اعصابو زیانمن شوي حجرات رغوي او دوباره يي فعالوي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د مایکروګالیا حجرات د اعصابو او حرام مغز لومړنۍ حفاظتي کړۍ دي چې د مختلفو ناروغیو په وړاندې مقاومت کوي او په ځانګړی ډول له زخم وروسته د بدن سوۍ کموي او هوګه دغه حجرات منظم او فعاله ساتي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب