سردار محمد داود خان

د سردار محمد داود خان لنډه پیژندنه
سردار داود خان.JPG
پېژنليک
بشپړ نوم سردار محمد داود خان
د زېږېدو نېټه ١٨ د جولای، ١٩٠٩
د زېږېدنې ځای کابل
د مړينې نېټه ٢٨ د اپرېل، ١٩٧٩
د مړينې ځای کابل
دين اسلام
سياسي مالومات
ترتيب د جمهوري نظام لومړنی هېوادمشر
وروستنی هېوادمشر نور محمد ترکی
مخکینی پاچا محمد ظاهر شاه (د تره زوي )(پاچاهي)
نورې دندې د افغانستان لومړی وزير

سردار محمد داود خان:

سردار محمد داود خان  د سردار محمد عزيز خان زوى ، پر ۱۲۷۸ هجري لمريز كال چې له ۱۹۰۹ زېږدي كال سره سمون خوري په كابل ښار كې وزېږېد. هغه د خپل يو کم اويا کلو ژوندانه خورا ډېره برخه په حکومت کې په کار کولو تېره کړې ده: له عادي افسر نه نيولې تر دفاع وزارت ، له ولايت نه نيولې ترنايب الحکومه گۍ او له صدارت نه نيولې تر هېوادمشرۍ پورې. محمد داود په دې ټوله موده کې چې څلوېښت کاله کېږي، نژدې هره شېبه د يوه فعال سياسي لوبغاړي په توگه په عامه انظارو کې و.

يوازې د ١٩٦٠ مو کلونو له لومړيو نه د ١٩٧٠ مو کلونو تر لومړيو پورې، تر هغو يې چې د جمهوريت د تاسيس لپاره په کودتا لاس پورې کاوه، له هرڅه نه ځان گوښه ساتلى و.

د داود خان په اړه او د حکومت دوره

ده خپل منځيني تحصيلات په استقلال ليسې کې سر ته رسولي دي . په فرانسې کې ېې د کور جوړونې (مهندسۍ) په څانگه کې درس ویلی و او د کابل په حربي پوهنتون کې ېې نظامي زده کړه وکړه. دی په ۱۹۳۴ کال کې د مشرقي ولايت نايب الحکومه شو. په ۱۹۳۵ کال کې د کندهار ولايت نايب الحکومه په حيث مقرر شو. د ۱۹۳۹ کال څخه تر ۱۹۴۷ کال پورې د مرکزي قواؤو بولندوی و.

پر ۱۹۴۸ کال د يوه کال لپاره د کورنيو چارو وزير شو. د څه مودې لپاره پاريس کې افغان سفيرو. د ۱۹۴۹ کال څخه تر ۱۹۵۳ کال پورې د شاه محمود خان په کابينې کې ددفاع وزير وو. محمد داود د ۱۹۵۳ کال د سپټمبر پر شپږمې نيټې د کابينې په جوړولو موظف کړای شو. دی يو وطنپال او د عياشۍ او رشوت خوړلو څخه يو مبرا افغان و. صادق مسلمان او ډېر با تقوا و. دی د رهبري شوي اقتصاد پلوی ښکارېده او په عين حال کې ېې زميداري (کروندگرۍ) او خصوصي پانگونه هم تقويه کوله . دی د هغو کسانو سره چې امتيازات ېې دځان له پاره غوښتل ښه نه و . ان ده د خپلې کورنۍ له امتيازاتو سره هم مخالفت کاوه. ده د خپل له نوم څخه رسمآ د والا حضرت لقب لرې کړ.

محمد داود خان غوښتل چې له افغانستان څخه يو مترقي ، له سياسي ، وټه ييز او ټولنيز پلوه پر خپلو پښو ولاړ هېواد جوړ شي . ده غوښتل چې په هېواد کې دې افراط تفريط ورک شي او د ژوندانه په وسيلو کې د منظمو اقتصادي او سياسي پلانونو په جوړولو سره تعديلات منځ ته راشي.

your ads

محمد داود خان د ۱۳۵۲ لمريز کال د چنگاښ د پر ۲۶ د سې شنبې پر سهار د راډيويي وينا په اورولو سره په هېواد كې جمهوري نظام اعلان کړ او هغه ته يې د قانونيت وركولو او استقرار لپاره د ۱۳۵۲ د زمري پر ۴ د رژيم د پاليسۍ پر بنسټ د سياسي، قضايي، اداري او وټه ييزو مسئلو په اړه تقنيني فرمانونه صادر كړل . دغه فرمانونه چې انفاذ يې د ۱۳۵۵ فصلونو او ۱۳۶ توکونو (مادو) كې اساسي قانون د هېواد له حقوقپوهانو څخه د جوړې كميټې په واسطه تسويد او د ۱۳۵۵ کال د سلواغې د مياشتې د لويې د اساسي قانون تر تصويب او توشېح پورې اعتبار درلود.

لومړۍ گڼه فرمان يې په ۹ توکو (مادو) ، دوه يمه گڼه په ۴ توکو او درېيمه گڼه يې په ۱۸ توکو كې تنظيم شوى وو. وروسته يې په نورو قانوني نوښتونو هم لاس پورې كړ قوانين يې په تقنيني فرمان نافذ او ورپسې يې د ۱۳۴۳ كال د اساسي قانون له مخې په ۱۳ جرگې له خوا تصويب شو چې د هغه د ۱۲۴ مادې پر موجب يې د ملي جرگې جوړېدل د ۱۳۵۸ كال د ليندۍ په مياشت كې اټكل كړي و. د دې دورې تقنيني فعاليت د ژوند په مختلفو مواردو كې له ۲۶ قوانينو، ۱۲ تقنيني فرمانونو، ۳۰ اساسنامو، ۱۲ مقررو څخه عبارت و چې په ټوله كې كولاى شو د مترقي ماليې له قانون، د جزاء قانون په ۵۲۳ مادو كې او مدني كود په ۲۴۱۶ مادو كې، د ارضي اصلاحاتو قانون، د بانكونو قانون، د ځمكو (اراضۍ)، د سروې، تصفيى او ثبت قانون، د بيمې قانون، د كورنۍ او بهرنۍ پانگې اچونې قانون، د كوپراتيفونو قانون، د سوداگرۍ او صنايعو د اطاقونو قانون، د استهلاكي موادو د ماليې قانون، د سياحت قانون، د ترانسپورت او د جادې د ترانزېت قانون او د بېسيم د دستگاه له قانون څخه يادونه وكړو. نا ويلي دې پاته نه شي د جزاء او مدني قوانين چې د محمد داود خان په وخت كې د هېواد د قانونپوهانو له خوا د يو شمېر اسلامي هېوادونو له هغې شمېر څخه د مصر، الجزاير او عراق د هېواد د متخصصينو په همكارۍ تدوين شول، د هېواد د حقوقي اړيكيو په تنظيم كې اغيزمن سند گڼل كېږي.

د محمد داود خان د مړي موندل

مړي څنگه وموندل شول ؟ عبدالولي باز (د بالاحصار د کوماندو افسر او د محمد داود د سر ياور ورور) د داود خان او کورنۍ د غړو مړي د څرخي پله د پوليگون په سيمه کې وموندل شول . په تېرو دېرشو کلو كې ډېرو دا هيله درلوده ، چې ځان په هغه راز خبر کړي چې د افغانستان د لومړي هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ له وژنې او پټې خښېدنې سره يې تړاو درلود ، خو د دغه راز سپړل دومره ستر کار و چې له يوه کوټلي حکومتي پلان او زړه سوي پرته يې بشپړول ناشوني برېښېدل .

د ۱۳۸۷ لمريز كال په پسرلي کې دغه هيله د هېوادمشر حامد کرزي تر فرمان وروسته تانده شوه او وغوړېده . حکومتي کميسيون د هغه په لارښوونه د پلټنو کار پيل کړ. زه هم تصادفا” همدغه مهال په کابل کې وم . د داود خان د ورور له لمسي محمد نادر نعيم سره مې چې له وړاندې نه مو سره پېژندل ، د مړو د موندلو په چاره کې پر يوه کاري پلان سلا وکړه. ډېر ځله به موږ دواړه د سردار محمد داود له لمسي محمود غازي سره په گډه څرخي پله ته تلو او خپلې پوښتنې او گروېږنې به مو کولې . د کميسيون غړو د پخوانۍ څلورمې زغره والې لوا شاته بيديا کې په کار پيل کړى و. هلته د سهار له اتو نه د مازيگر تر دريو بجو پورې پنځوس- شپيته تنه کارگر د کميسيون تر نظر لاندې په بېلا بېلو ساحو کې په کيندنو بوخت وو. لويې کېږدۍ درول شوې وې ، د څښاک او خوراک غم خوړل شوى و. هر کارگر ته د ورځې درې سوه افغانۍ ورکول کېدې ، خو په کومه ورځ چې د سردار محمد داود او د هغه د کورنۍ د غړو مړي وموندل شول ، پر دغې تنخواه سل افغانۍ نورې هم د انعام په توگه ورزياتې شوې . هرو مرو به لوستونکي ته پوښتنه پيدا شوي وي ، چې مړي څنگه وموندل شول؟ کميسيون خپل کار په رسنيو کې له دې اعلان نه پيل کړى و ، چې هر چاته د لومړي هېوادمشر د خښېدو ځاى معلوم وي ، له ډاره پرته دې ورشي او خبر دې ورکړي . د کميسيون غړو پخپله هم د پخواني کمونست رژيم له يو شمېر جگپوړو غړو سره تماسونه ونيول ، خو گټه يې نه درلوده . هر يوه به يې ويل چې نه پوهېږي او خبر نه دي . ځينو خلکو له دننه او بهر نه ټېلېفونه وکړل او يو شمېر احتمالي ځايونه يې وښودل . هره نښه کميسيون ته يوه نوې دنده وه او چې کوم ځاى به وښودل شو ، هلته به کار پېلېده . نژدې دوه اوونۍ وروسته سردار نادر نعيم خبر راکړ چې له پکتيا نه د پخوانۍ څلورمې لوا يو افسر ټېلېفون کړى او ادعا کوي چې د خښېدو اصلي ځاى ورمعلوم دى. پادشاه مير يوه اوونۍ وروسته پخپله کابل ته راغى او چې د کيندنو ځاى يې وليد ، نو ويې ويل چې تېروتي يو . تقريبا” درې کيلومتره وړاندې يې د د ساپي غرتر لوېديځې لمنې بوتلو چې د څلورمې لوا شمال کېږي. د څلورمې لوا مخکنى افسر پادشاه مير لومړنى کس و چې د صافي غره په لمنو کې يې د هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ د غړو احتمالي قبر راوښود . کله چې ورورسېدو پادشاه مير وويل: همدا ځاى دى. خو تر لږې شېبې وروسته هيجان په نهيلۍ واوښت . داسې برېښېده چې هغه هم ځاى نه پېژني . هرې خواته يې وکتل او بيا يې په عاجزۍ وويل: “وروڼو! دېرش کاله تېر شوي او د ځمکې مخ اوښتى نو ځکه ټيک نه پوهېږم چې قبرونه به چېرته وي”. همدغه مهال يو لاروى تېرېده او د کميسيون له کوم غړي نه يې وپوښتل چې دلته په څه بوخت ياست؟ کله چې وپوهېده نو په منډه ولاړ او د نژدې کلي دوه کسان يې راخبر کړل . حميدالله او مولا گل دواړه د کلي ملکان راوختل ، چې له دواړو سره خورا حساس معلومات و . مولا گل ويل که يې حکومتي اعلان اورېدلى واى نو لا دمخه به مرستې ته راغلى واى. د ده سبز اوسېدونکي مولا گل ته د هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ دغړو د خښېدو ټيک ځاى معلوم و . مولا گل تقريبا” شپېته متره شاته راغى ، پر يوه ځاى ودرېده او ويې ويل: يو قبر دادى . نژدې سل متره ها خوا ولاړ او په گوته يې اشاره وکړه: دويم يې دادى . مانا دا چې مړي په دوو ډله ييزو قبرونو کې په جلا ډول خښ شوي دي . پر دواړو ځايونو کېدنې پيل شوې . تر څه کار وروسته د مړو نښې ورو ورو رابرسېره کېدې: په يوه قبر کې ديارلس او په بل کې شپاړلس مړي وموندل شول: ښځې ، کوچنيان او نارينه . له دوو ډله ييزو قبرونو ټول ٢٩ مړي وموندل شول چې ښځې ، کوچنيان او نارينه په کې وو . په تېره بيا د کوچنيانو هډونه چې يو يې لا هم په خپلې مور پورې کلک نښتى و ، زړه بوږنوونکي برېښېدل . وروسته روښانه شوه چې دا د هېوادمشر لمسى حارث و چې د ويشتل کېدو پر مهال د مور په غېږ کې و . د غاړې جامې ، بوټونه او د مړو اړوند نور وسايل هم وموندل شول . له مړو سره څنگ ته د هغوى بوټونه ، جامې او نور څيزونه هم پراته وو . مړي وروسته يو يو د ملي امنيت روغتون ته ولېږدول شول او هر يو يې تر لازمو پلټنو وروسته تشخيص شو.

د پادشاه مير او مولا گل د مالوماتو سرچينې کومې وې؟

پادشاه مير په کودتا کې د ښکېلې يوې مهمې لوا افسر او د کودتا د يوه مهم پوځي غړي محمد اسلم وطنجار ټولگيوال و. که څه هم د خلک ديموکراتيک گوند غړى نه و ، خو غړو يې د پېژندگلوۍ له مخې پرې باور کاوه . ده ته د کودتا پر بله ورځ نوي قوماندان لارښوونه کړې وه ، چې د خپلې قطعې په سيمه کې څو قبرونه چمتو کړي . کله چې مړي د خښېدو لپاره وروړل شول ، نو پادشاه مير وپېژندل چې دا د هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ غړي دي . هغه ويل ، کله چې کودتايي افسران په هغه تياره شپه کې ولاړل نو مړي يې يو د بل ترڅنگ کېښودل او له پاسه يې پرې د ورغلي موټر ترپال وغوړاوه . پادشاه مير وايي چې تر کودتا دوه اوونۍ وروسته يې خپله دنده پرېښوده او پاکستان ته ولاړ چې د رژيم خلاف مبارزه وکړي . دى وايي چې په دغو دوو اوونيو کې يې د پخواني صدراعظم موسى شفيق د چانماري کېدو صحنه هم په خپلو سترگو ليدلې چې د واکمن گوند د مشرتابه يوه غړي يې لارښوونه کوله .

د مولاگل نکل بيا د کلي د يوه ساده بزگر او د يوه زلموټي کيسه وه . مولاگل ويل چې پر دغه سيمه يې د تلو راتلو لار تېره شوې وه . يوه ورځ چې له معمول سره سم په خپله لار روان و ، په دغه سيمه کې يې د عسکرو او موټرو بېسارې گڼه گوڼه ليدلې وه . د يوه عسکر له خولې يې اورېدلي و چې دلته داود خان او د هغه د کورنۍ غړي خښ شوي او دى يې ساتنې ته درول شوى دى . څو ورځې وروسته چې پهره ولاړه نو ده د مور په لارښوونه د قبرونو ځاى په نښه کړ او په مذهبي دود يې حلوا ورته راوړه او په لارويو يې وويشله . … دادى دېرش کاله وروسته له مولاگل سره د خپل زلميتوب د مهال حافظې مرسته وکړه او د افغانستان د لومړي هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ د ځينو غړو د خښېدو ټيک ځاى يې کميسيون ته وښوده . …مولاگل او کليوالو يې اوس پر هغه ځاى زيارت جوړ کړى دى .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب