کب د خوړو یوه ښه منبع | د قرآن علمي اعجاز

ستاسو لپاره د سیند ښکار او د هغه طعام حلال وګرځول شو څو چې تاسو او مسافران له هغو نه ګټه واخلئ (المائده 96).

کارپوهان توصیه کوي چې کب د زړه د فعالیت لپاره او د زړه د ناروغیو د مخنیوی لپاره ښه دی.چې د کب ارزښت په دې کې دی چی  هم دانسان دبدن لپاره داړینو غذایی موادو درلودونکی دی اوهم دناروغیو خطر کموی دبېلګې په توګه اومیګاه ۳ چې په کب کې شته دزړه دناروغیونه مخنیوی کوی اودمعافیت سیستم تقویه کوی.

اوهغه دی چې سیند یی ستاسو لپاره مسخر کړ څو چې دکبانو له تازه غوښې نه ګټه واخلی (النحل 14).

دغه راز دکهف دسورې له ۶۰ نه تر۶۳ آیتونه هم په اوږدوسفرونو کې زموږپام دکب دغوښې خوړولو ته راګرځوی.
کله چې  موسی (ع)   له خپل همسفر سره کب دخپلو خوړو لپاره له ځان سره اخستی ؤ، نو الله پاک دکب دخوړو ارزښت موږ ته څرګندوی . کله چې دکب غذایی خواص مطالعه کړو ډیر عجیب حقیقتونه راته څرګندېږی کب چې یو الهی عطیه ده یوه بشپړه غذا ده دپروټینو اویټامین ډی اودلږو میکرونوترینټونو (Micro-nutrients) څخه چې دژوندانه دبهیر لپاره اړین وی برخمن دی. دمنرالونو موجودیت لکه فاسفورس ،سلفراوانادیم دچټکې ودې اورغیدو لامل ګرځی. دماهی غوښه غاښونه او اوری ساتی اوويښتانو ته ځواک وربښی اودمیکروبونو پروړاندې مبارزه کوی. دوینې کلسټرول تنظیموی اود زړه ناروغیو څخه مخنیوی کوی . عضویت په دې توانوی څو چې نشایسته اووازده تجزیه کړی اودلوړې انرژی مواد ترې جوړوی . دکب غوښه دماغې دندې ښې کوی اوهډوکی ځواکمنوی.
یوه خبره له پخوا شته چې وایی:کب ددماغ لپاره ګتور دی اودا دکب په غوړو کې داومیګاه ۳د شتون له کبله دی .
د امریکې روغتیایی ټولنې څېړنې جوتوی چې د زړه حملې په هغو ښځو کې چې په اونۍ کې یو ځل دکب غوښه خوری یو پردرې لږوی. اومهم عامل یی همغه اومیګاه ۳ دی چې کلسټرول اوترای ګلیسراید تنظیموی اوهم په رګونو کې  دوینی له ټینګیدو څخه مخنیوی کوی . په وریدونو کې دوینې دبهیر چټکتیا ۶۰ کیلومتره پر ساعت ده اودغه چټکتیا هغه وخت نارمل وی چې غلظت ، لزوجیت اودوینې کچه هم نورمالوی.

اومېګا ۳ دهیمو ګلوبینو په جوړیدو کې چې ټول بدن ته  داکسیجن دلېږد دنده په غاړه لری هم مهم رول لری.
دغه راز اومېګا ۳ دمورپه رحم کې دماشوم ودې ته په تیره بیا دهغه اعصابو اودماغ ته ډیر ګټور دی.

your ads

ثابته شوې چې اومیګا ۳ د مفصلونو د پړسوب مخنیوی هم کوی.
دغه راز دعصبی او عقلی ناروغیو، خپګان ، اروایی دباو ،ډار ، بې خوبی لېونتوب اودالزهایمرناروغۍ لپاره هم ګټور کېدای شی.

جاپانیان اودهغو هیوادو خلک چې ډیره دکب غوښه خوری لږ دزړه اوپوستکی په ناروغیو اخته کېږی.
دکب دغوښې ګتې لانورې هم موندل کېږی اوله دې نه جوتېږې چې ولې پاک قرآن دهغه خوړل ښه ګڼلی ، اودا الله (ج) دی چې داسې خواړه یی پیداکړی دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب