اسلام له ځوان نه څه غواړې؟

اسلام ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه کړې :

څرګنده ده چې اسلام د ټولو خلکو دین دی، پرته له دې چې د چا قوم، جنس او عمر په نظر کې ونیسي، خو د دې سره سره د اسلام سپیڅلي دین د ځوانانو دواړو جنسونو(ښځې او نر) ته خاصه پاملرنه کړې ده، ځکه د ځوانۍ دور هغه وخت دی چې انسان یې په رارسیدو پیاوړۍ کیږي، لوړ جسمي قوت ترلاسه کوي، شهوت او دنیا غوښتنه یې را برسیره کیږي، د دنیا سره یې زړه نیښلي او د فاني دنیا غولوونکې څیره یې په همدې وخت کې تیر باسي.

1. و شاب نشأ فی طاعة الله

د اسلام ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په زیاتو حدیثونو کې د دغه شیطاني دور په اړه څرګندونې کړې دي، ځوانانو ته یې د لوړو اجرونو او ثوابونو ژمنه کړې که چیرې دوی د خدای په سمه نیغه لار برابر د خدای د دين خدمت وکړي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د انسانانو د اوو غوره او بریاليو ټوليو په یادونه کې یو هم د ځوانانو ټولۍ یادوي، کوم چې د خدای د عرش تر سیوري لاندې به په هغه ورځ ناست وي چې پرته د عرش له سيورې څخه به بل هیڅ سیوری نه وي، د حدیث په اوږدو کې یې سم دواره د عادل پاچا څخه وروسته هغه ځوان یاد کړی چې د خدای په اطاعت روږدی وي، د خدای د دین د خدمت لپاره خپل شته توان وکاروي نو وايي (وشاب نشأ فی طاعة الله) يعنې هغه ځوان به د خدای دعرش ترسیوري لاندې وي چې د خدای په اطاعت کې لوی شوی وي.

په بل روایت کې دا ټکۍ په ښکلي او خوږه بڼه یادوي او وايي ( وشاب افنی شبابه فی طاعة الله) يعنې او هغه ځوان به د خدای د عرش ترسیوري لاندې وي چې خپله ځواني یې د خدای په اطاعت او بنده ګۍ کې خاورې کړې وي، دیني علماء وايي چې په حدیث کې د یاد شوې (شاب) ټکي څخه ځوان نارینه او ځوانه ښځه دواړه اخیستل کیږي چې دواړه په مساوي توګه د خدای د دین په وړاندې ځانګړې دندې او مسؤولیتونه لري.

2. و شبابک قبل هرمک

مشهور عالم، حاکم په خپل مستدرک نومي کتاب کې یو صحیح حدیث روایت کړی چې وايي : ( اغتنم خمسا قبل خمس ) يعنې ګټه پورته کړه له پنځو غوره څیزونو څخه مخکې له دې چې دغه پنځه غوره چانسونه له لاسه ورکړې، او د دغو پنځو څیزونو څخه یې یو هم د ځوانۍ دور یادکړی ( وشبابک قبل هرمک) يعنې له ځواني څخه دې سالمه ګټه واخله مخکې له دې چې دغه طلايي چانس له لاسه ورکړې او د زړبودۍ دورته ورسیږې چې بیا به دې هغه د ځوانۍ توان قدرت نه وي او تل به د نورو د اوږو باروې، نو هوښیار اوسه او د خپل توان او قدرت وخت بې ګټې مه تیروه. ځکه ځواني د عمر هغه دوردی ، چې د انسان جسمي ځواک د دې توان لري ترڅو د دين خدمت ته ور ودانګي، د خیر ښیګڼې کارونه تر سره کړي ، د علم زده کړه وکړي، خپل دیني ژوند ته توجه وکړي او د خدای د دین د لوړولو او ساتلو لپاره د جهاد سپیڅلې دنده اداء کړي.

3. و عن شبابه فی أمضاه

نبي کریم صلی الله علیه وسلم په بل صحیح حدیث کې چې ترمذي روایت کړی یو ځل بیا د ځوانۍ دوران ته ګوت څنډنه کوي، او په ګواښلو سره وایي چې د ځوانانو سره به حساب کتاب کیږي، ځکه د ځوانانو مسؤولیت ډیر دروند دی، ځوانان د خپلو ټولو کړنو څخه تر نورو ډیر پوښتل کیږي او د دې دور کړنې به د قیامت په ورځ په ځانګړې توګه تلل کیږي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايي: لن تزول قدما عبد یوم القیامة حتی یسأل عن أربع … ) يعنې د هیڅ بنده دواړه پښې به د قیامت په ورځ له ځایه ونه خوځي تر څو چې د څلورو شیانو پوښتنه ترې ونشي. او له دغو څلورو څیزونو څخه یې یو هم ځواني یاده کړې ( وعن شبابه فی أمضاه)، ( د انسان نه به د ځوانۍ پوښتنه وشي چې په څه کې یې تیره کړې ).

your ads

اسلام، د بوډا ګانو دين!

د اسلام دښمنان تل د دې کوښښ کوي تر څو وښيې چې اسلام یوازې د سپین ږیرو او سپین سرو دین دی ، کله چې یې سن لوړ شي، مرګ او قبر ته ورنیږدې شي نو اسلام ته مخ راواړوي، کفار غواړي په خپلې دې نظریې سره د اسلام ستر ځواک له منځه یوسي، چې هغه مسلمان ځوانان دي، غواړي ځوانان له دینه لرې کړي، ترڅو له دینې امورو سره یې تړاو له منځه ولاړشي، د اسلامي امت اړوند پیښو په تړاو د سره غور ونکړي، او د دوی د پلانونو په لاره کې خنډ نشي، نو ځکه یې د دې غښتلي ځواک د له منځه وړلو لپاره ډیرې شیطاني لارې جوړې کړې تر څو ځوانان پرې بې لارې کړي، ویښ زړونه یې پرې مړه کړې او د فساد په لاره یې سیخ کړي .

اسلام په دريو ګامونو كې له منځه يوسئ!

لکه څرنګه چې (سټار اکاډمي) په دې لاره کې ډیره هڅه کوي، غواړي ځوانان په عبثیاتو روږدي کړي تر څو شته زور یې مړاوې شې، او همدا زموږ د ځوانانو په تړاو د لودیځ لمړنۍ او آخرنۍ غوښتنه ده.

یاد شوی فکر له هغو دریو خطرناکو پلانونو څخه لمړنۍ دی چې اسلام دښمنه لودیځه نړۍ یې د عملي کیدو په هڅه کیده، دوهم یې (دین له ژوند څخه جلاوالی دی ) اودریم یې ( دنیا له آخرت څخه لرېوالی دی ) چې د یادو شوو نظریاتو خطره یو تربل زیاته ده .

پياوړتيا په اسلام كې

غواړم په ډیره لنډه توګه د یوه ډیر مهم سوال ځواب ووایم کوم چې ډیری ځوانان یې یادوي، او هغه سوال داد ی چې :

اسلام له ځوانانو څه غوښتنه لري؟

اسلام په ډیر ښکاره ډول له ځوانانو غواړي ترڅو غښتلي واوسي، نو پیاوړتیا او غښتلتیا د شخصیت جوړولو او ژوند تیرولو په هر پړاو کې ډیر اړین او غوښتل شوی څیز دی چې ځوانان باید په کلکه ځانونه پرې روږدي کړي، ځکه پاک نبي صلی الله علیه وسلم وایي ( المؤمن القوی خیر وأحب الی الله من المؤمن الضعیف) يعنې غښتلی مؤمن تر ضعیف او کم وسه مؤمن څخه ښه او د خدای ډیر خوښ دی. دا خو پریږده چې د غښتلتیا او پیاوړتیا ترلاسه کول د خدای له لوري یو لازمي څیز دی، پاک خدا د انفال په سورت کې وایي ( وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة )، يعنې د خپلو دښمنانو په وړاندې په ځواک او قوت سره تیاري ونیسئ. که یاد شوي آیت ته له ګرامري لحاظه یو نظر وکړو، نو وبه ګورو چې په آیت کې د(قوة) ټکى نکره (غیر معین) ذکر شوی او (ال) د تعریف (د معینیدو) نه دي پرې داخل شوي، او بیا ګورو چې مخکې له (قوة) څخه د (من) حرف راغلی نو که چیرې په عربي کې داسې ټکي ذکر شي د عمومیت معنا ورکوي، دلته هم قرآن په هر څه کې په عامه توګه د ځواک غوښتنه کوي، انسان باید د ژوند په هر پړاو کې او د پیښو په هر بهیر کې ځواکمن او غښتلۍ وي، له دې څخه په ډاګه څرګندیږي چې اسلام ډیر لوړ دین دی، انسان ته یې ډیر لوی عزت وربښلی، د ژوند لارې چارې یې ورته ښوولې ځکه اسلام غواړي چې امت یې ترټولو زیات غښتلۍ، عزتمند او سرلوړی امت وي.

په څه کې غښتلتیا؟؟

ځوانان باید د اسلامي امت د تیرو شویو صالحو علماوو په پله پل کیږدي، او له هغو زده کړي چې د ژوند په کومو اړخونو کې څومره پیاوړي وو، څومره ځوانان او پيغلې یې درلودې چې په خدایي ځواک سره غښتلې وو، له هغو څخه لاندې ټکي د نمونې په توګه یادوو :

1. د ايمان پياوړتيا

مسلمان ځوان باید قوي ایمان ولري، په خپل عبادت کې ډیر غښتلۍ وي او د خدای سره په مینه او محبت کې پیاوړی وي، لکه څرنګه چې معاذبن جبل، ربیعة بن کعب، علي بن ابي طالب، انس بن مالک، عائشة د رسول صلی الله علیه وسلم عفیفه میرمن او فاطمة د رسول صلی الله علیه وسلم لور نبي کریم صلی الله علیه وسلم نور په سلګونو ځوان ملګري صحابه چې په دې اړه پیاوړي او غښتلي وو .

2. په اسلام باندې وياړ

مسلمان ځوان باید په خپل دین باندې وویاړي او د خپل دین د ویاړونو په بیان کې پیاوړی وي، لکه څرنګه چې جعفر د حبشې د پاچا سره په خبرو کې په خپل دین ویاړي، لکه څرنګه چې ربعي بن عامر د وخت د لوی طاغوت (رستم فارسي) په مخکې ودریږي او په ډیر جرأت سره د خدای د دین عزت ورته ښيي، همدارنګه غښتلی ځوان امام (نووي) چې د بیبرس سره مناظره کوي، سلطان العلماء چې د مصر د پاچا (ایوب) په مخکې خپل سر نه ټیټوي، همداسې په نني عصر کې هم موږ ځینې ځوان پیاوړي علماء لرو چې د لویو قدرتو په مخکې په ډیر ځواک سره خپله خبره بیانوي.

3. د اخلاقو پیاوړتیا :

ځوانان باید د خپل عفت او عزت په ساتلو کې غښتلي وي، د امانت په ساتلو کې ریښتیني وي، د خپلو مؤمنو ملګرو په وړاندې ډیر متواضع وي، هغوی ته بښنه وکړي، په هغوی رحم وکړي، مرسته او ملاتړ یې وکړي او د کافرانو په وړاندې خپل سر ټیټ نکړي.

4. د علم پیاوړتیا:

ځوانان باید په علمي ساحه کې هم تر نورو ډیر غښتلي او ځواکمن وي، لكه علامة امام شهاب الدین قرافي لوی عالم او مخترع چې په لمړي ځل یې ویونکې ګړۍ جوړه کړه، أبو ریحان البیروني کوم چې یو له مستشرقینو څخه یې په اړه وايي: هغه د تاریخ په اوږدو کې د یو لوی عقل څښتن وو، چې په ادب، تاریخ، جغرافیا او ژب پوهنه کې یې لوی لاس درلود، په پنځو ژبو په روانه توګه غږیده، همدارنګه علامة ډاکټر علاء الدین ابن نفیس چې د وینې د جریان په اړه یې په لمړي ځل څیړنې او اکتشافات کړي، هغه نه تنها یو طبیب وو بلکه د دیني علومو استاذ هم وو چې د فقه درس به یې په قاهره کې د المسروریة په مدرسة كې ورکاوه، ډیر کتابونه په فقه او حدیثو کې لیکلي سره د دې چې په طبي برخه کې یې څیړنې او لیکنې نړيوال شهرت لري، امام نووي چې د دین لوی عالم وو، هغه د خپل عمر تر څلویښت کلنۍ ونه رسیده خو یو لوی او معتبر کتاب یې په اسلامي فقه کې ( المجموع شرح المهذب ) په نامه ولیکه‎.

په نني عصر کې موږ داسې عالمو پوهانو ځوانانو ته سخته اړتیا لرو چې د خپل دیني علم تر څنګ په نورو علمي ډګرو کې تخصص ولري او غښتلي متخصصین وي، ځکه زموږ عصر د علم او تیکنالوجۍ زمانه ده، ملتونه د علم په میدان کې سره پرتله کیږي، اسلام خو باید تر ټولو مخکې وي، نو مسلمان ځوان باید دا ننګونه ومني، د علم په برخه کې ځان ورسوي، تر څو د خپلو ملتونو په پرمختګ او هوساينه کې یې لویه ونډه اخیستې وي.

۵- په اسلامي دعوت او سیاسي فکر کې پیاوړتیا:

په ټولنیزو اسلامي کارونو کې غښتلتیا، ځوان باید د اسلامي دعوت په لمړیو صفونو کې د اسلام د دین د لوړولو لپاره کار وکړي، پټې سترګې مخ په وړاندې نه وي روان، وګوري چې زما ټولنه، زما ملت، زما خلک او زما هیواد د چاسره په کومو کړکیچنو پیښو کې راګیر دی، د حل لاره یې څه ده او زه د یوه مسلمان ځوان په حیث څه مسؤولیت لرم، لکه زموږ تکړه او غښتلۍ ځوان (حسن البناء ) چې د خپل عمر په ۲۲ کلنۍ کې یې خپل ځان د اسلام د خدمت لپاره پوره چمتو کړ ، د مصر په ښارونو کې کلی په کلی وګرځیده او خلک یې په خپل اسلامي شان او شوکت وپوهول، په روښانه ټکو یې ورته وویل: چې تاسو لره پرته له اسلامه هیڅ عزت او نصرت نشته او ستاسو ځواک په اسلام کې نغښتۍ.

همدارنګه موږ د اسلامي دعوت یو بل مثال هم لرو چې هغه (یوسف اسلام ) مخکنینۍ کات ستیفن دی کوم چې خپل ټول توان یې د اسلامي دعوت په برخه کې په کار اچولی، امریکایي الاصل یهودۍ چې اوسنۍ نوم یې مریم جمیل ده هم د اسلامي دعوت یوه نمونه بلل کیږي ، د اسلام په برخه کې یې پیاوړې څیړنه کړې، او د اسلامي نړۍ په سیاسي برخه کې یې پوره ځیرکتیا ښودلې ، د سکولریزم په وړاندي يې په کلکه مبارزه کړې او په غربي او مادي فرهنګونو یې علمي نیوکې کړې.

۶- د جسم پیاوړتیا:

مسلمان ځوان باید خپل جسم ته هم ځانګړې توجه وکړي، د سپورت په برخه کې خپل وجود ته پاملرنه وکړي، ځکه اسلام لکه څرنګه چې په روحي پیاوړتیا امر کوي او خلک د خدای عبادت، علم او اسلامي دعوت ته را بلي، همدارنګه په جسمي غښتلیا هم امر کوي، په بستره کې پروت ځوان عالم به اسلام ته څه ګټه ورسوي، هغه ځوان چې سپورت نه کوي، خپلې بدني روزنې ته پاملرنه نه کوي په حقیقت کې یې د اسلام یو حکم تر پښو لاندې کړی .

نو اې ځوانانو !

ستاسو نه د اسلام غوښتنه همدغه ده ، د خپل دین چوپړ ته ور ودانګئ، په خپل دین وویاړئ، د دين ګټې په پام كې ونيسئ، خپلې روحي او جسمي پیاوړتیا ته په کلکه پاملرنه وکړئ، كمزوري ټكي له منځه یوسئ، له وخت څخه سالمه ګټه پورته کړئ، وخت بې ځایه مه تیروئ، ځکه ستاسو پالونکۍ ستاسو له ځوانۍ پوښتنه کوي، او د هغه حساب په ریښتینې توګه ډیر سخت دی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب