واده د صحتمند ژوند راز دی

زموږ په ټولنه کې د واده په اړه یو ناسم ذهنیت وجود لري. ځیني فکر کوي، چې له واده کولو وروسته د نارینه مسولیتونه ډېریږي چې ممکن هغه لپاره یو سردردی جوړ شي او ژوند يې سخت شي.

خو په امریکا کې یوې تازه ترسره شوې څیړنې ثابته کړې، چې واده شوي کسان تر جره (مجرد) کسانو زیات عمر کوي او د ښه صحت خاوند وي.

د امریکا د میشن ګان پوهنتون څیړونکو ثابته کړې، چې هغه کسان چې واده يې کړی، د زړه، کنسر او ژور خپګان په ناروغیو د اخته کیدو احتمال يې کم دی.

څیړنه وايي، چې واده د نارینه له وخت څخه مخکې مړینې خطر ۸۰ سلنه کموي او د میرمنو د وخت څخه مخکې مړینې خطر بیا ورسره ۵۹ سلنه کمیږي.

د یادونې وړ ده، چې دا تحقیق په هغه خلکو ترسره شوی، چې د خپل ژوند څخه راضي او د خپل شریک سره خوشاله دي.

your ads

هغه میرمنې او میړونه چې ژوند يې یو د بل سره تریخ وي او همیشه يې ترمنځ شخړې وي، په بیلابیلو ناروغیو يې د اخته کیدو امکان شته.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب