د درملو اغېزه

هر درمل چې د یوې ناروغۍ لپاره  خوړل کېږي باید مخ کي له مخه نه  دهغه درمل اغيزي لرونکي فکتوروته  ښه ځیر شو :  لومړی : ناوړه  اغېزه ښوول ( متقابل اعراض) ـــ  دویم : بدلوني اغېزه ( متغییر اعراض)  ـــ دره یم :    اړخي اغېزه  ( جانبي اعراض ) . د هر درمل سره د پوهاوۍ لپاره یوه پاڼه  ورسره وي، چې بر سېره پر دغه درو مهمو ټکو نوري څرګنده وني هم پکښې لیکلي دي . لکه :  د در مل خوړلو کړنلاره  ( ترمخ تر ډوډۍ یا وروسته تر ډوډۍ ، د ورځي  څو واره و خوړل سي یا څومره وخوړل سي .) د درمل موخه ( دکومو ناروغېیو  لپاره په کار ځي .)  د درملو سره احتیاط  (  د درمل خوړلو نه وروسته که کومه  ناروغي را پېښیږي  سمدلاسه  به  ډاکټر  خبره وو .

ښځه په حامله ګۍ کي باید دغه دوا و خوري  که نه !  کوچینیانو ته دغه  درمل  ورکړه سي  ا وکه څرنګه ؟   او یا لیکلي وي چې :  هلکانو ته چې عمر ئي تر ۱۵ کلنۍ ټیټ وي نه دي ورکول کېږي !)  دغه شیان د پوهاوۍ په پاڼه کي  د ناروغ  لپاره لیکل سوي دي . که ډاکتر  ناروغي ته دوا ورکړه  او ده ته ئي اړین هدایت  و رنه کړ، ناروغی باید هرومرو هغه څه چې په پاڼه کي لیکل سوي وه په هغه ترتیب به درمل خوري  او که ډاکتر هدایت وکی  د ډاکتر هدایت د پاڼي تر هدایت معتبر  دی . په هغۍ پاڼي کي هم داسي لیکلي دي : که ډاکتر  هدایت نه وو کړی  درمل به دپاڼي په هدایت خوری  .

اوس د پورته درو ټکو ته راځو :
لومړی : ناوړه اغېزه ښوول ( متقابل اعراض) :  د بېلګي په توګه  د دیکلوفیناک (Diclofinac) درمل چې ډاکتران ئي د هډوکو د درد لپاره  ورکوي .  که چا د کولمو  زړه  (مزمنه )  ناروغي لرله،  دغه  ناروغي راپورته کېږي  اوکړنده (Akut) سي . دیکلوفیناک (Diclofenac) وروسته تر عملیاته هم اجازه نسته، چې ناروغ ته ورکړه سي، داځکه چې د وینو بهیر ډېره وي . که ښځه اومېد وارې وه  دیکلوفیناک دي نه خوري، یاني په دغه حالتو کي نیوي ناروغۍ راپورته کوي . نو دغه دارو دي نه خوري .   بدلوني اغېزه  ( متغییر اعراض )  د نورو دواوو سره : که دیکلو فیناک د اسپېرین   سره ور کړه سي  نو         اړخي اغېزه ئي لوړه وي .

« د اسپېرین  اصل کېمیائي نوم ئي آسیتول سالېڅول زویرې (Acetylsalicylsäure) دی،  چې لنډیز ئي په الماني ژبه « ASS » دی .  « ASS» او اسپېرین یو درمل دي، مګر  فابريکې ئي  سره جلا دي .»  جانبي اعراض لکه  :  د معدې او کولمو د دننه دېوال خوږول .  که د زړه د درمل (Glykosiden) سره وخوړه سي د «سېرومي» اندازه ئي لوړېږي . نور درمل هم دغه رنګه اړخي اغيزي لري، خو دلته یوازي  د دیکلوفیناک بېلګه ورکړه سوه،   چې سړی په و پوهيږي  متغییر اعراض یاني څه !  بدلوني اغیزه :  د یوه دارو اغیزه د بل دارو سره بدلون  مومي، بیا ناوړه اغیزه کوي .       اړخي اغېزه (جانبي اعراض) د  دیکلوفیناک :  لکه   ستړیا، سر څرخي راپیداکول ، د معدې اوکولمو تکلیف او د وینو د جوړلو خرابتیا رامنځ ته کوي .  که دغه درمل وخوړه سوه که چیري  د دغو تکلیفونو څخه یو یا دوه را پیدا سوه نو پو هیږو چې دا تکلیف له دغه درمل څخه دی، سمدلاسه به ډاکتر ته ورځو او خپل هال سم ورته وا یو .ځینو ته دغه تکلیفونه  پیداکېږي او ځينو ته  بیا نه پیدا کېږي . سړی باید د هغه درملو چې خورو ئي په خواصو و پوهېږي  او خبر وي .
بدلوني اغېزه  ( متغییر اعراض) د انتیبیوتیکوسره  :  انتیبیوتیک (Antibiotikum) چې د تتراڅڅلین (Tetracyclin) د ګروپه څخه  دي، که چيري  پر دغه درمل  شیدې  و چیښل سوې  د شېدو د کلسیم (Calcium)سره  او د شېدو د محصولاتو سره  کړکېچ (complex) را منځ ته کېږي  یاني درمل بېخي بې اغېزه کېږي او د معدې او کولمو څخه دغسي بې اغېزه وځي .
دغسي ډېربېلګي  د نورو  داروګانو  دا  هم سته .

درمل به خاص د اوبوسره خوری نه دبل شي سره!!

ژباړه : محمدسرور وکیلي

 د ویکيپیدیا (Wikipedia) څخه ژباړه !

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب