چې څه کرې هغه به رېبې!- اولاد روزنه
اکثره داسې میندې وینم چې د خپلو پېغلو لورګانو او زلمیانو زامنو له اخلاقي چارچلند څخه شکایت کوي.
نن مې هم همداسې یوه مور ولیده چې د خپل ځوان زوي له لاسه یې سر ټکاوه او په سرو سترګو یې ژړل، د خپلو اولادونو غم اخستې وه ځکه خاوند یې مسافر ؤ او دا یې مشر اولاد.
ویل یې له مکتب او تعلیم نه یې نوره تېښته ده، له لمانځه او تلاوت سره یې نه لګیږي، تمام وخت سندرې اوري، او چې زه ورته څه ووایم راسره بې ځایه دلیل وایي، خبره مې نه اوري…
زه دا منم چې زوی به یې ګرم وي خو پدې هکله ډېره ملامتي خپله همدې میندو پلرونو ته ورګرځي، زمونږ په ټولنه کې ډېری میندې او پلرونه په ماشومتوب کې د اولادونو (زوی/لور) روزنې ته هغومره چې په کار ده پام نکوي، یواځې هغه وخت یې پام شي چې کومه ستونزه یې اولاد ته په پنځه، شپږ یا اووه کلنۍ کې پېښه شي.
او آن ځینې خو هغه وخت متوجه شي چې اولاد یې د اوولسو اتلسو کلونو شي، چې پدې صورت کې یې د خپل اولاد د روزنې یوه ستره برخه ضایع کړې وي. او په هغې وخت کې بیا نیالګی غټ شوی وي، لوړه ونه ترې جوړه وي. هغه هم قوي او سرکښه ونه.
د یو نیالګي کرنه مختلف موسمونه لري، کله چې مناسب موسم درڅخه تېر شو، نو طبیعي ده چې بیا به دې د یو قوي، غښتلي او له میوو ډکې ونې د لاسته راوړلو فرصت هم له لاسه ورکړی وي.
ماشومان هم پرته لدې چې په ماشومتوب کې د کورنۍ له لوري اړینه سالمه روزنه وویني ستر شي، نو خپلو میندو پلرونو ته د زړه زور جوړ شي او ترې سر ټکوي.
له ماشومتوبه د اولاد روزنې په هکله زمونږ د اکثرو میندو او پلرونو انګېرنه دا وي چې: لا خو مو اولادونه واړه دي چې لوی شول خپله به پوه شي.
هغوي له دېنه ناخبره وي چې اصل کې خو د دوی د روزنې بنسټ په وړوکتوب کې ایښودل کیږي. د یو شمېر پوهانو د وینا په اساس د ماشوم د شخصیت تقریبا ۸۰ سلنه برخه تر اووه کلنۍ پورې خپله وروستۍ بڼه غوره کوي.
ځکه خو د کورنۍ په تېره بیا د مور او پلار دنده ده چې په ماشومتوب کې د خپلو اولادونو روزنې ته پوره پام وکړي، زحمت وباسي او د هغوي د شخصیت بنسټ کلک کیږدي، ترڅو په غټوالي کې له دې ډول ستونزو سره مخ نشي.
که میندې او پلرونه په ځوانۍ او غټوالي کې د اولادونو سم چلېدل غواړي، نو باید په ماشومتوب کې یې سمه روزنه وکړي.
که داسې نه وي نو بيا هغه د شاعر خبره ده چې:
سنگ اول گر نهد معمار کج
تا ثریا میرود دیوار کج