د اېډز د مخنيوي اسانه لار

… دا چې د اسلام په سپيڅلي دين کې فحاشي په کلکه سره منع شوې، نوهمدا لامل دى چې په مسلمانانوکې د اېډز د ناروغۍ کچه د نورې نړۍ د وګړو په پرتله خورا کمه ده او لا هيڅ ته رسيږي.
ډاکټر سلطان محمود مسعودي
نوې څېړنې ښيي چې سنتېدل (ختنه)، د نارينه وو په منځ کې د اېډزناروغۍ د خپرېدو څخه د مخنيوي په لاره کې اغېزمن دي.
دغه څېړنه چې د اېډزاو د ځيګرد ويروسي التهاب په څانګه کې د يوې فرانسوۍ ادارې (French Agency for Aids and Hapatitis) له لورې د سوېلي افريقا په هېواد کې د څه د پاسه ٣٠٠٠ کسانو باندې ترسره شوې څرګندوي چې په دې ډله کې ٧٠% کسان چې سنت شوي وو د اېډزد ناروغۍ په ويروس باندې نه ووککړ شوي. د څېړنو له مخې، د افريقا د وچې سربيره، په هغوهېوادونو کې چې د نارينه وو د سنتېدو کچه پکې کمه وي لکه تايلينډ، هندوستان، او کمبوديا د اېډزد ناروغۍ د خپريدو کچه، د هغوهيوادونو په پرتله چې د نارينه وو د سنتېدو کچه پکې ډېره وي لکه بنګلاديش، اندونيزيا او داسې نورو، په پرتله د لس څخه نيولې تر ٥٠ ځلوپورې د نوموړې ناروغۍ د ويروس د خپرېدو چانس زيات وي.
د امريکا د متحده ايالاتو د سرطان ملي انتيستيتيوت (The National Cancer Institute NCI) څېړنې ښيي چې هغه نارينه چې د ماشومتوب په دوران کې نه وي سنت شوي، د قضيب د سرطان د مبتلا کېدو د زيات خطرسره مخ دي.
د ٢٠٠٥م کال په جولاى کې دې څېړنو وښوده چې په سنت شويو سړو کې له ښځو سره د جنسي اړيکو له لارې د HIV په ويروس د اخته کېدو ګواښ په سلو کې نږدې ٧٠ کم دى. دا څېړنه د سوېلي افريقا په ٣٠٠ هغو ځوانانو چې عمرونه يې له ١٨ تر ٢٤ کلونو پورې وو ترسره شوه چې دا ټول کسان د څېړنې د پيل پر مهال له دې ويروس څخه پاک HIV Negative وو. له دې ډلې څخه يې پوره نيم سنت کړل شول او نيم نور همداسې ناسنته پرېښودل شول، چې له ٢١ مياشتو وروسته د ناسنتو ځوانانو څخه ٥١ په سلو کې په HIV اخته شوي وو، په داسې حال کې چې له سنت شويو کسانو څخه يواځې ١٨ په سلو کې دې ويروس نيولي وو. وړاندې هم په لسګونو څېړنو چې په سوېلي افريقا کې ترسره شوې وې ښوولې وه چې په سنت شويو سړو کې له دوو نه نيولې تر نهو ځلو پورې له ښځو څخه د اېډز د اخيستنې خطر د ناسنته نارينه وو په پرتله کم دى. خو د سنتېدلو له دې ټولو ګټو سره سره، په لوېديځ کې روغتيايي چارواکي زړه نازړه دي چې سنتېدل د اېډز د ويروس د مخنيوي د يوې اغېزمنې وسيلې په توګه خلکو ته سپارښتنه وکړي کنه، ځکه د دوى په باور دا کار ژورې مذهبي او کلتوري ريښې لري. يواځې تېر کال نږدې پنځه ميليونه وګړي په HIV باندې اخته شوي دي، چې تر بل هر کال دا شمېره په نړۍ کې زياته ده.
سنتېدل همدرانګه له جنسي لارو د لېږدېدونکو ناروغيو په مخنيوي کې تر ناسنتو وګړو تر ٢٠ په سلو کې زياته مرسته کوي.اسلام په دې اړه څه وايي؟
د يادولو وړ ده چې د اسلام سپيڅلي دين څه د پاسه ١٤ پېړۍ د مخه د نارينه وو د سنت کېدو امر کړى چې ارزښت يې د اوسنۍ پرمختللې نړۍ پوهان هک پک کړي دي اوپه دې تړاو يې خپلو څېړنو ته نور هم زورورکړى دى.
لکه څرنګه چې د اسلام په سپيڅلي دين کې فحاشي په کلکه سره منع شوې، نوهمدا لامل دى چې په مسلمانانوکې د اېډز د ناروغۍ کچه د نورې نړۍ د وګړو په پرتله خورا کمه ده او لا هيڅ ته رسيږي. دا په داسې حال كې ده چې د دې ناروغۍ له امله هرکال په سلګونو زره خلک له منځه ځي.
له بده مرغه تر دې دمه د نوموړې ناروغۍ د بشپړې درملنې لپاره د خورا پرمختلليو ساينس پوهانو هلو ځلو هېڅ پايله لاس ته نه ده راوړې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب