د قرآن د تلاوت او ذکر وخت کې خشوع او ژړا نه راځي، څه وکړم؟

محترمو زه دخپل وس مطابق د الله تعالی (ج) ذکر او عبادت کوم اوزیات کوښښ کوم چی وژاړم مګرژړانه راځی اوځمادسترګوڅخه اوښکی نه ځی نوپدی اړه موستاسی څخه په ډیراحترام داغوښتنه ده چی کوم عمل وکړم چی ځماسترګی له اووښکوډکی اوزړه می دالله (ج) له ویری نرم ترڅوژړاراشی.

الحاج دین محمد(محمدی)

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

واقعاً د الله تعالی د ياد او ذکر په وخت کې ژړل زيات فضيلت لری او دا د الله (جل جلا له) د خاصو بندګانو صفت دی (د الله تعالی د ويرې د ژړا فضائل) ،لکن د خشوع د پاره ژړل حتمي او لازمي نه دي ، خشوع د زړه خالي کول له غير الله څخه دي .

د قرآنکريم د تلاوت او ذکر په وخت د خشوع اسباب :

your ads

۱- د ټولو ګناهونو څخه توبه او استغفار ، ځکه ګناهونه زړه توروي چې د زړه د کلکوالي سبب ګرځي .

۲- د قرآنکريم په تلاوت کې فکر او تدبر کول ، لقوله سبحانه وتعالی : [أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ] (النساء 82)  ( ايا په قرآن کې تدبر او فکر نه کوی) .

۳- قرآنکريم په تجويد او ښه صوت سره لوستل تر څو په زړه اثر وکړي ، لقوله سبحانه وتعالی : ورتل القرآن ترتيلا

د ترتيل څخه مقصد دا دی :

  • د حروفو صحيح ادا کول يعنې د خپل مخرج څخه چه د ضا پر ځای دال يا ظا تلفظ نشي .
  • د وقف پر ځای په ښه شان سره دريدل چه وصل او قطع يعنی يو ځای کول او جلا کول د کلام بې ځايه نشي .
  • حرکتونه سره کډوډ نشي زور،زير او پيښ په ښه شان ښکاره ادا شي .
  • آواز لږ اوچتول چې د قرآن الفاظ له ژبې اوزي او عوږونه واوري .
  • قرآن په ښه آواز دردونکې غږ تلاوت کول چې په زړه اثر وکړي دردناک آواز په زړه ږر اثر کوي .
  • شد او مد ښه ښکاره کول چې ددی په ښکاره کولو سره د قرآن لوی شان ښکاره کيږي او له اثر سره مدد کوي .
  • د رحمت او عذاب د آيتونو حق ادا کول .

قرآن لوستونکی بايد تر خپله وسه قرآنکريم په ښه صوت سره تلاوت کړي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې :[ليس منّا من لم يتغنّ بالقرآن] (هغه له مونږ څخه نه دی چه قرآن په ښه آواز نه لولی) .

۴- د قرآنکريم د تلاوت ترک او همدارنګه ، مسنونه اذکارو او دعاګانو ترک خصوصاً د سبا او بيګا د ذکر ترک کول د زړه د سختوالی سبب ګرځي ، يعنې د الله تعالی ډير ډير يادول د زړه د نرموالي سبب ګرځي  .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب