د عربي ژبې حروف ، حرکات او هجائي طريقه

لومړی درس:

عربي ژبې حروف (توري):

د عربي ژبې ۲۸ حروف دي چې په لاندې ډول دي :

ا (الف)، ب (با)، ت (تا)، ث (ثا)، ج (جیم)، ح (حا)، خ (خا)، د (دال)، ذ (ذال)، ر (را)، ز (زا)، س (سین)، ش(شین)، ص (صاد)، ض (ضاد)، ط (طا)، ظ (ظا)، ع (عین)، غ (غین)، ف (فا)، ق (قاف)، ک (کاف)، ل (لام)، م(میم)، ن (نون)، ه (ها)، و (واو)، ی (یا).

دوهم درس:

مرکب ( يو ځای شوي او پيوسته ) حروف :

ا ، ب ، ت ، ث … جلا حروف دي مګر په کلماتو کې اکثراً پيوسته او يو ځای ليکل کيږي ځکه کلمې او جملې د حروفو له يو ځای کولو څخه جوړيږي لکه :

حمد (ح ، م ، د ) حروفو څخه جوړ شوی دی .

الله ( ا ، ل ، ل ، ه ) حروفو څخه جوړ شوی دی .

بس ( ب ، س ) حروفو څخه جوړ شوی دی .

قال ( ق ، ا ، ل ) حروفو څخه جوړ شوی دی .

ت

ث

ن

ى

تا

يا

ثا

بس

تس

ثس

ثج

تح

بج

يـم

بم

نـم

دريم درس:

حرکات:

په عربي ژبه کې دری حرکتونه دي لکه :

۱- فتحه (زبر ) ،چې د حرف د پاسه ليکل کيږي = ـــَـــ

۲- کسره (زير) ،چې د حرف لاندې ليکل کيږي = ـــِـــ

۳- ضمه ( پيښ) ،چې د حرف د پاسه ليکل کيږي = ـــُـــ

مثال :

أَ   أِ  أُ

چې عربي کې د هجاء په طريقه داسې ويل کيږي :

همزة فتحة أَ –  همزة كسرة إِ : أَ إِ   همزة ضمة أُ  = ( أَ إِ أُ )

او پښتو کې داسې ويل کيږي :

الف زبر اَ الف زير اِ الف پښ اُ = اَ اِ اُ

لاندې جدول ولولئ :

أَ خَ ذَ

صَ بَ رَ

أَ همزة فتحة ءَ، خا فتحة خَ : أَخَ، ذال فتحة ذَ = : أَخَذَ

صاد فتحة صَ، با فتحة با صَبَ را فتحة رَ = : صَبَرَ

أَ همزة زبر ءَ، خا زبر خَ : أَخَ، ذال زبر =  أَخَذَ

صاد زبر صَ، با زبر با صَبَ را زبر رَ =  صَبَرَ

 

سکون :

سکون د حرکت (زبر ، زير او پښ ) نه لرلو منعی لري چې علامه يې کوچنی دايره ده چې د حرف د پاسه ليکل شوي وي (ـْ).

أَ بْ: همزة فتحة با سكون  أَبْ

همزه زبر با سکون = أَبْ

إِبْ: همزة كسرة با سكون إِبْ .

همزه زير با سکون = إِبْ

أُبْ : همزة ضمة با سكون أُبْ .

همزه پيښ با سکون = أُبْ

تنوين :

تنوين دوه زبرونه ، دوه زيرونو او دوه پيښونو (ــًــ ،ــٍـــ ،ــٌــ) ته وايي .

مًا

مٍ

مٌ

بًا

بٍ

بٌ

وًا

وٍ

وٌ

فًا

فٍ

فٌ

ميم فتحتين  : مَنْ       ميم كسرتين  : مِنْ      ميم ضمتين : مُنْ      ثم ننطق : مًا، مٍ  : مٌ

ميم دوه زبر : مَنْ ، ميم دوه زير : مِنْ ، ميم دوه پيښ : مُنْ = ماً مٍ مٌ ٌ

الشَّدَّةُ (شد )

شد د دو حروفو يو په بل کې د داخلېدو معنی لري چې علامه يې د

کوچنی سين (ــّـ) ده .

یعنې شد د حروفو د تکرار نښه ده چې په شدت سره تلفظ کيږي داسې لکه دوه حروف لکه : مدَ = مدَدَ = مدّ

مثالونه :

( اَ بَّ  ) : همزة فتحة  بْا سكون = ( اَبَّ ) .

( اَ بَّ  ) : همزة زبر بْا سكون = ( اَبَّ ) .

 ( اِ بِّ  ) : همزة كسرة  بْا سكون = ( اِبِّ ) .

 ( اُ بُّ ) : همزة ضمة  بْا سكون = ( اُبُّ ) .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب