د شخصيت په جوړولو كښې د مور برخه او ارزښت

د ښه  شخصيت د جوړولو د پاره ښه تعليم او ښې تربيې ته ضرورت دى.  ښه تعليم او ښه تربيه د شخصيت   د بنسټ  په ايښودلو  كې  مهمه برخه  لري. كه دا بنسټ په اساسي ډول  په كوچنيوالي كښې كيښودل شي نو دا به ډير موثر وي او پايښت به يې  هم دوام دار وي.

د ماشومومانو د تعليم او تربيې او د شخصيت په جوړولو كښې د مور برخه  اساسي او بنيادي ګڼل كيږي. د ماشومانو د شخصيت  جوړولو  سرچينه د مور غيږ ده .  د ماشوم  دتعليم او تربيت لومړنى  سبق   د مور په غيږه كې پيل كيږي . د مور غيږ  د ماشوم د پاره د درس او تعليم لومړنئ  وړكتون دى. ما شوم چې هرڅه په دى وړكتون كښې يادوي هغه  لكه  دکاڼي  ګرښه ده .دا داسې مضبوط علم دى چې د ژوند تر پايه د ماشوم په ذهن كښې  تر او تازه پاتې كيږي.

يو ستر مفكر ويلي دي :
” د ژوند د ابتداء نقوش   كه هغه د خوشحالۍ وي او يا د غم وي ، هغه تل  ډير ژور وي ، همدغه ابتدائي  نقوش  په مسلسل ډول د ده ذهن كښې وده كوي او پاتې كيږي.”

ددې معنى داده چې  كوم  نقوش  چې په وړكتوب كې د ماشوم په ذهن كښې رسم شي نو هغه نقوش   د وخت په تيريدو سره زړيږي  او قيمت  يى زياتيږي.

نو ځكه دا خبره د پام وړه ده چې كه يوه مور له  لومړي سر نه خپل ماشوم ته د توحيد د كلمې  معنى دده په زړه او  دماغ كښې واچوي نو په يقين سره به دغه كلمه دده په زړه  او  دماغ كښې ځاى ونيسي او په راتلونكي كښې به كله چې دى لوى  شي نو لكه د يوې با ثمرې ونې  شكل  به غوره كړي ،  خو كه چيرې برعكس يوه مور خپل ماشوم ته د ماشومتوب په وخت كښې غير اسلامي خبرې په زړه او   دماغ  كښې واچوي نو هغه خبرې د ماشوم په زړه او  دماغ كښې نقش كيږي او  پاتې كيږي . دا ماشوم بيا  له سمې لارې نه انحراف كوي او له دې سره  له داسې يو  ماشوم څخه په  راتلونكې كښې د خير اميد كيداى نه شي.
سعدي عليه الرحمه ويلي دي :

خشت اول چون نهد معمار كج
تا  ثريا    مى رود     ديواركج
نو دا د مور وظيفه ده چې  د خپل ماشوم د ژوند د جوړولو د بنسټ  خښته سمه كيږدي . كه كومه  مور دا خښته كږه كيږدي نو د ماشوم د ژوند ماڼۍ به يې كږ ه   او  له ډول ډول خطرونو سره به  مخامخ وي .
همدا وجه ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  د ماشومانو د ساتنې او تربيې مسؤليت په ميندو اچولى دى او داسې يې فرمايلي دي .

” ښځه د خپل خاوند د كور او اولاد ساتونكې ده.” ( بخاري )
ښځې  هغه وخت خپل مسؤليتونه  او ذمه دارئ په ښه شان سره سرته رسولى شي چې پخپله په اسلامي تعليماتو پاپندې وي .
يوه صالحه او نيكه ښځه د حق د لارې  سرښندونكي تيارولى شي . ناپليون بوناپارټ ويلي دي . ” تاسې  مونږ ته  ښې   ميندې  راكړئ ، مونږ به تاسې ته ښه اولادونه دركړو.”

يو عربي شاعر ويلي دي :

الام مدرسة اذا اعددتها
اعدت شعبا طيب الاعراق
” مور يوه مدرسه ده كه ته دا مدرسه جوړه كړې ګويا  ته  يو ښه نسل جوړو يا تربيه كوې .”
د نن ورځې ميندو ته ښايي  چې له هر څه نه د مخه  خپل ځانونه اصلاح كړي. كومه ښځه چې نيكه وي ، كومه ښځه  چې   په زړه او دماغ   كښې  يې  د خداى پاك  د فرمانبردارۍ ، د شكر او احسان ، د زهد او تقوى ، د قناعت ، د خپل خاوند د اطاعت او د اولاد د بهترين تربيت جذبه  وي ، هغه په حقيقت كښې يوه  كاميابه او موفقه  ښځه ګڼل كيږي  او په يقين سره داسې يوه ښځه د خاوند د پاره يو عظيم دولت  او سرمايه  وي.

حضرت محمد (ص) فرمايلي دي :
” الدنيا كلها متاع و خير متاع الدنيا المرأة الصالحه .”
دنيا ټوله يوه متاع ده او په دنيا كښې ښه متاع صالحه ښځه ده.
نن ورځ ډيرې داسې ميندې شته چې د اولاد په سالمه تربيه كښې كوشش نه كوي ، خپل اولاد  د پلار احترام ته نه هڅوي بلكې برعكس كوشش كوي چې د پلار په ضد يې وهڅوي . كه پلار  خپل اولاد ته نصيحت كوي او يا يې د كوم ناوړه كار په خاطر رټي يا يې وهي  نو مور  په ناحقه  د خپل اولاد دفاع كوي . كله چې يوه ښځه د خپل خاوند په مقابل كښې ودريږي او دخپل اولاد  په   ناوړه  كړو پرده واچوي نو  بيا هغه اولاد  له پلار څخه نه يريږي او له دې سره د اولاد تربيه خرابيږي. كله چې د اولاد تربيه خرابه شي نو بيا هغه اولاد د كورنۍ د پاره او د ټولنې د پاره درد سر جوړوي.
هوښياره مور هغه ده چې  د اولاد په بدو كارونو پرده وانه چوي . مور بايد د اولاد په تربيه كښې د پلار  رول مهم وګڼي  كه د اولاد په تربيه كښې مور او پلار په خپلو كښې تفاهم ونلري نو له دې سره د اولاد تربيه خرابيږي .
نن سبا زياتره ميندې  په كور كښې له خپلو خاوندانو سره په هسې خبرو لانجې او جكړې كوي. دغه لانجې او جكړې د اولاد په تربيه  باندې منفي اثرات لري.

د اسلامي  امت د  نوي نسل  راتلونكې د ميندو په لاس كښې ده . ميندو ته ښايي  چې خپل اولادونه  له لاسه ونيسي او  د اسلام په لار يې ثابت قدمه روان كړي.  ميندو ته ښايي چې خپلو اولادونو ته  د اسلامي شخصيتونو د كارنامو يادونې وكړي ، خپلو اولادونو ته د بى مفهومه فلمونو ، هندي  او نور بى معنى  سندرو  د سي ډيانو پر ځاى د قران پاك او اسلامي درسونو ، علمي ، فرهنګي  ، او تعليمي  موضوعاتو مربوط  سي ډيانې او كسټونه  په اختيار كښې كيږدي  او كوشش وكړي چې د اولادونو په زړونو كې يې د اسلام د مبين دين سره د شوق احساس او جذبه پيدا شي.

همداشان ميندو ته ښايي چې  خپل اولادونه   تشويق او وهڅوي چې له اوه كلنې نه  د لمونځ د ادا كولو د پاره   جوماتونو   ته لاړ شي .كه چيرې دوي  له اوه كلنئ نه په جومات كښې  دلمونځ  په ادا كولو عادت شي نو بيا دا عادت د تل د پاره پاتې كيږي.
يوه  هوښياره مسلمانه  ښځه   د اولاد او د خاوند كور آبادوي او كم عقله او ناپوهه ښځه د خاوند او اولاد كور ورانوي.

خداى دې هر مسلمان ته ښه ښځه او ښه مور ورپه نصيب كړي.
ښځه كه له يوې خوا د اولاد د شخصيت په جوړولو كې ستره برخه  لري نو بلى خوا  يې د خاوند د شخصيت په جوړولو كښې هم لري .

كه يوه ښځه د خپل خاوند د خپلوانو احترام وكړي ، كه يوه ښځه د خاوند د دوستانو او ميلمنو قدر وكړي نو له دې سره  د خپلوانو او دوستانو په منځ كې  دده عزت زياتيږي  او په شخصيت يې مثبت تأثير كوي.

داسې ډير سړي شته چې د خپلې بدې ښځې له ويرې نه شي كولاى چې خپل خپلوان او دوستان كورته راوغواړي يا يې ميلمانه كړي ، داسې سړي هيڅكله د عزت او شخصيت خاوندان كيداى نه شي.

الحاج فضل الله رشتين

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب