ځوانه! پوهيږې له تا څه تمه كيږي؟

ولې ځوانان؟

راځئ په دې وغږېږو چې په ټولنه کې د ځوانانو رول او په تېره په چاپيريال ساتنه کې د ځوانانو د ونډې اهميت په څه کې دى؟ موږ مخکې له دې چې د دغې غوټې پرانيستلو ته راشو، په ټولنه کې د ځوانانو په وړتيا خبرې کوو، ولې ځوانان د هرې خبرې په سر کې يادېږي؟ له ځوانانو څخه د کار تمه ولې ډېره کېږي، ځوانانو ولې په هره موضوع کې مطرح دي او ولې د هيلو او اميدونو سترګې دوى ته اوړي؟

دا سپينه او روښانه خبره ده، چې ځوانان د يوې ټولنې فزيکي، معنوي او فکري ځواک دى، دوى د کار کولو ښه ځواک، زغم او حوصله لري، دوى د فکر کولو ډېره وړتيا لري، دوى د ويښتابه لوړ احساس لري، دوى د حق لپاره کار کولى او چغه پورته کولى شي، دوى د انصاف او عدالت لپاره عملاً قدم اخيستلى شي، دوى د ټولني د کمزورۍ، بداخلاقۍ او هر فساد په وړاندې د مبارزې لوړه روحيه لري او دوى د يوې سوچه ټولنې د جوړېدو او روښانه مستقبل لپاره ديوې مؤثرې معنوي پانګې په توګه له ځواک او مترې برخمن دي.

ځکه خو په ځوانانو ډېر حساب کېږي. يو بل دليل يې دا دى چې زموږ په هېواد کې د ځوانانو فيصدي لوړه ده، دلته د مړينې منځنى عمر د څلويښتو او پنځه څلويښتو کلونو تر منځ ښودل شوى، همدا لامل دى، چې ځوانان په هر وخت کې د وګړو د فيصدۍ لوړه برخه جوړوي او ډېر حساب په همدوى کېږي. بل لامل يې دا هم دى چې زموږ پرولس او خاوره هر وخت د پرديو له ظلم او تېرى شوى، هر وخت له يو ډول بريد سره مخ شوي يو، دغه حالت ولس دې ته هيله من کړى، چې داميد سترګې ځوانانو ته واړوي، ځکه چې ځوانان د خپلواکۍ لپاره قرباني ورکولى، زيار ګاللى او د هرې خپلواکۍ لپاره د لښکر توغ د دوى په لاس کې وي، ځکه خو له ځوانانو د خېر تمه کېدى شي او ځوانان د يوې سترې معنوي سرمايې او پانګې په توګه له ځانګړي ارزښته برخمن دي.

خو كوم ځوانان

د ټولنې فزيکي او معنوي جوړښت، له ټولنې د اخلاقي فساد له منځه وړل، په ټولنه کې د رشوت او درغلۍ فرهنګ له منځه وړل، په ټولنه کې د عدل او انصاف رامنځه کول، تر ټولو او تر هر چا د مخه د ځوانانو مسؤليت دى، خو په دې شرط چې ځوانان پخپله په دغه جال کې نه وي نښتي، ځوانانو خپل مسؤليت پېژندلى وي، ځوانان د خپلو اسلافو پر قدم تګلورى اختيار کړي وي او ځوانان د خپل اصيل اسلامي فرهنګ او اخلاقي نظام له غوښتنو خبر وي؛ هله بويه چې زموږ ځوانان ويښ دي، د چا په غلطو لارښوونو نه غولېږي او خپل رسالت په ښه ډول ترسره کولى شي.

ځوانان بايد په دې پوه شي، چې ولس، ګروهه، اسلامي فرهنګ او اخلاقي نظام ورنه څه غواړي، د تعليم په برخه کې يې مسؤليت څه دى، د قلم او ژبې په برخه کې بايد کوم رول تر سره کړي، د ولس د معنوي هوساينې او د ټولنې د مادي رغښت لپاره ځوانان څه کولى شي، څه بايد وکړي او په کومه برخه کې ځوانان دې مسؤليت ته نه دي ځير شوي؟

څنګه يو سپيڅلى چاپيريال رامنځ ته كړو؟

دلته خبره د ټولنې او چاپيريال ساتنې نه راپېلو،خو د چاپيريال ساتنې نه موخه يوازې دا نه ده، چې چاپيريال څنګه پاک شي او د خځلو او چټليو مخه څنګه ونيول شي، بلکې موږ په چاپيريال کې چې کله د ساتنې او د ځوانانو د مسؤليت خبره کوو، نو لاندې ټکو ته ځيرنه اړينه بريښي.

• د چاپيريال ساتنې فزيکي ارزښت ته پاملرنه

• د چاپيريال ساتنې معنوي اهميت ته پاملرنه.

• د چاپيريال روغتيايي اصل ته ځيرنه

• د چاپيريال اخلاقي ارزښتونو ته پاملرنه.

• د چاپيريال اقصادي حالت ته پاملرنه.

• د چاپيريال سياسي حالت ته ځيرنه او پاملرنه.

دا او دې ته ورته ډېر عناوين شته چې بايد د يوې اسلامي او اخلاقي ټولنې ځوانان ورته توجه وکړي او د ټولنې معنوي پاکوالي ته تر هر څه زياته پاملرنه وکړي.

ځوانان بايد دې اصل ته ځير وي، چې خپل ښار، خپل چاپيريال او خپل محل څنګه له فزيکي ککړتيا وساتي، څنګه يې له اخلاقي طاعونه وژغوري او څنګه د ټولنې مادي او معنوي ارزښتونو ته پام وکړي. با احساسه ځوانان بايد دې ته ځير وي، چې څنګه کولاى شي په خلکو کې د احساس د ويښتابه جرس غږولى شي، څنګه ځوانان خپلو مسؤليتونو ته ځير کولى شي او څنګه له دغې با ارزښته معنوي پانګې د مؤمن ولس او هيواد په ګټه کار اخيستلى شي.

خو دا هله كيداى شي:

دا هله کېدى شي، چې په ځوانانو کې فکر ته کار وشي، فکر ژوندى شي او د فکر ډيوې بلې شي. زموږ هر مؤمن ځوان با احساسه دى، هر ځوان د خلکو د خېر، هوساينې او سوکالۍ ليوال دى، خو دې ته اړتيا ده، چې دغه هستي منظمه او د يو فکري مکتب په محور راټوله شي.

په دې هم بايد پوه شو، چې زموږ د ګروهې او فکر دښمنان د ځوانانو د انحراف لپاره خپل ټول وسايل او امکانات په کار اچوي، هغوى لا له وخته دا درک کړې، چې په فکر باندې څنګه کار وشي، څنګه د با احساسه زلميانو او ځوانانو فکري وړتيا کمزوې او احساس يې ژوبل شي، څنګه يې په غوږ کې د غېر اخلاقي بوختياوو افسون پو شي او څنګه په دغه لښکر کې ماتې ګډه او له خپل مسيره بې لارې کړي.

د ټولنې طبيب

دا د ځوانانو مسؤليت دى، تر څو وګوري چې

• په چاپيريال کې خلک په کومو ناروغيو اخته دي، په مادي ناروغۍ که په معنوي ناروغۍ، وګوري چې د دغو ناروغيو درمل په څه کې دى او څنګه له دې شِفا موندلى شي.

• په دې هم فکر کول د ځوانانو مسؤليت دى، چې ولس يې له کومو اقتصادي ستونزو سره مخ دى، وجه او لامل يې څه دى او د بسيا والي او قناعت لپاره يې کومه نسخه پکار ده،

• ايا ځوانان خو مو په سياسي سرګرميو کې نه دي بوخت، ايا چا خو د خپلو اغراضو لپاره د دوى له پاکو احساساتو ناوړه ګټه نه ده پورته کړې،

• ايا د تعليم په اړه د ځوانانو او زلميانو توجه او پاملرنه شته،

• ايا موږ له خپلو ځوانانو د ښې راتلونکې تمه کولى شو،

• ايا دوى لاهم روزنې، هڅونې او رهبرۍ ته اړتيا لري،

• ايا د دوى لپاره سالمه رهبري شته،

• ايا ځوانانو خپل رسالت او اصالت پېژندلى.

دا او دې ته ورته نورې ډېرې پوښتنې شته چې د خپلو ځوانانو د فکري سمون او معنوي رغون په اړه ورباندې فکر پکار دى او د دغه معنوي ځواک وړتيا او مترې ته خاصه او ځانګړې پاملرنه پکار ده، دا هله کېدى شي، چې مشران او د فکر خاوندان هم دې اصل ته پام وکړي او با احساسه ځوانان د ځوانانو د يو موټي کېدو او په هغوى کې د احساس د راويښولو لپاره کار وکړي، زيار وګالي او نه ستړې کېدونکي مبارزه وکړي.

هله بويه چې موږ به نه يوازې خپل چاپيريال، خپلې ټولنې او خپل هېواد ته پاملرنه کړي وي، بلکې زموږ ځوانانو به نړۍ ته د سولې، امن، سوکالۍ، ملګرتيا، مينې او محبت غږ رسولى وي.

د هغې ورځې په هيله.

 

سيد امرالله اميد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب