ادب او تربیه په کور کې زده کیږي

سمه ده چې په یوه ټولنه کې د تعلیم، پوهې، روغتیا، اقتصاد او ټولنيز موقف له پلوه ډول- ډول انسانان اوسيږي؛ دا هم سمه ده چې له ټولو څخه په یوه ډول او اندازه په هره برخه کې د کړنو تمه سمه خبره نه ده، خو په ټولنیز ژوند کې د ټولنيز ادب مراعاتول د هر موقف کس غوره او اړينه دنده او مسئولیت جوړوي.

د ادب، نېکو اخلاقو او نېکې تربیې مراعاتول په دې پورې اړه نه لري، چې څوک په کوم ټولنیز موقف کې دی، ځکه ټولنیز ادب، نېک اخلاق او ټولنیزه تربیه په کور کې زده کیږي.

وايي:

« کورنۍ تربیه  زموږ پر شخصیت ډېر اغېر لري، که د چا کورنۍ تربیه ښه وي، نو دا مثبت اړخ د ده په شخصیت کې معلومېږي، که د چا کورنۍ تربیه ښه نه وي، هغه اړخ یې هم په شخصیت کې راجوتېږي»

د ټولنیزې او کورنۍ تربیې زده کول او مراعاتول په ښوونځي او لوړو زده کړو پوری اړه نه لري. کېدای شي د ډېرو لوړو زده کړو خاوند ډیر بې ادبه او بې تربيه وي، خو په مقابل کې له زده کړو محروم کس کېدای شي د ادب او نېکو اخلاقو بېلګه وي.

څومره چې نېک اخلاق او د ټولنيز ادب مراعاتول د يوه کس په شخصیت جوړولو کې رول لري، بيا دومره لوړې زده کړي د شخصیت په جوړولو کې رول نه لري. موږ داسې بېلګې په ژوند کې ډېرې ليدلې دي.

ځينې کسان د موږک په څېر خوی لري. موږک هغه شیان چې د ده په درد هم نه خوري سوری کوي.

د موږک په څېر لانجمن او مضر کسان په هغه څه هم کار لري، چې په ده پورې به هيڅ اړه او تړاو نه لري او یا به ځان ته اجازه ورکوي چې د ټولنیز ادب او تربیې خلاف داسې څه له خپلې مردارې ګېډې را وباسي او د قلم په څوکه يې ولیکي، چې قلم او انسانیت ټول ور باندې لعنت وايي.

وايي:

«چې نه کار هلته څه کار.»

په هره موضوع کې چې څوک غواړي او ځان ته حق ورکوي چې نظر ورکړي، له داسې کسانو څوک دا حق نه اخلي، نظر دې ورکړي، خو ټولنیز آداب او تربيه دې په نظر کې ونیسي.

د چا پر شخصيت دې تعرض نه کوي، سپکې سپورې دې نه وايي. سمه ده چې داسې کسان به کورنۍ تربیه نه لري، خو دا حق هم نه لري چې د لوړ شخصیت کسان تر خپلې سطحې پورې را ټيټ کړي.

نورو ته احترام وکړئ چې نور ستاسو احترام وکړي، نورو ته سلام ور کړئ چې نور تاسو ته سلام درکړي.

وايي:

«ته زما بد مور او پلار په بده مه یادوه زه به ستا ښه مور او پلار په بده نه یادوم.»

فېسبوک د دې له پاره نه دی، چې ته په کې بې ادبي وکړې، په فېسبوک کې ښه خوی، پوهه او ټولنیز آداب زده کېږي، په فېسبوک کې خلک له نړۍ سره اشنا کیږي. په فېسبوک کې خلک د ځان له پاره دوستان پیدا کوي او د ټولې نړۍ له دود او دستور سره ځان بلدوي.

هیله ده د خپل شخصیت د جوړولو له پاره له فېسبوک کار واخلئ نه د خپل شخصیت د ځپلو له پاره.

دا حقیقت دی چې ستا په بې ادبۍ د چا شخصیت نه زیانمنېږي، ته به هسې ورته خوشحاله وې. ته نه چا ته شخصیت ور کولی شي او نه د چا شخصیت ته زیان رسولی شي.

وايي: «شيطان ستړی خدای ناراضه.»

خوشحال بابا وايي:

د نامرد د مرد په دا تفاوت وشو
په نامرد شرم اسان دی، په مرد ګران دی

بل ځای وايي:

د ناصح په نصیحت به اصلاح نه شي
هر سړی چې تباهي لري په زړه کې

خوشحال بابا په خپله د ټولنې له منځه راوتلی و. ځکه وايي:

چې د نفس په حکم درومي هغه خوار وي
سړیتوب ور څخه مه غواړه شیطان شي

رحمان بابا وايي:

د مات لوښی اواز کله ثابت خېژي
د هر چا عمل څرګند په خپل ګفتار دی

او بيا وايي:

چې په خپلې رسوایي يې پروا نه شته
نور به څه کړې په جهان د چا پروا

او یا دا چې:

چې په لوح کې يې کښلی لېوني وي
په تعليم د معلم به هوښیار نه شي

جنرال دولت وزیري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب