ونۍ کرل خدمت او عبادت

د نیالګیو کرل په حقیقت کې په خپل طبیعت او خپل ځان د آخرت لپاره پانګه اچونه ده او د دنیوي ژوند د اصلي او اساسي ضرورتونو د تولید لپاره کار کول دي چې د ټولو ژوندیو موجوداتو د ژوند د دوام لپاره لازمي او اړین مواد بلل کېږي چی هغه عبارت دي له حياتي موادولکه: د اکسیجن تولید چي بدون له هغه څخه د ژوندویو موجوداتو ژوند نا ممکن دی دویم دا چې هوا تصفیه او معطره کوي او له هغې څخه زهري او مضره ګازات نه تنها دا چې لېرې کوي، بلکې هغه په داسي ګټورو او اساسي موادو بدلوي چي د ټولو ژوندیو موجوداتو د بدن تشکیل کوونکي او د انرژي تولید لپاره اړین دي نوموړي عجیب طبیعي او بې بدیله فلتري خاصیت او دا عجیبه ښکلا چې طبیعت ته یی ورکړې ده د مسلمان عقیده نوره هم د الله جل جلاله په وحدانیت محکموي او د الله جل جلاله یاد را تازه کوي او انسان ته روحي سکون او آرامتیا وربښي له ذکر شویو ګټو سره سره نیالګي د مختلفو میوو په تولید سره چي د صحت ضامن ګرځي د هغوي د پاڼو او لرګیو څخه هم د ژوند د ضروریاتو په مختلفو برخو کې ګته اخستل کېږي.

د هوا د حرارت درجې په تعادل کې چې اوسنۍ نړۍ ته یوه لویه اندیښنه ګرځیدلې او د انسانانو ژوند ګواښي هم مهم رول لوبوي د دې تر څنګ د خاورې د ساتنې لپاره هم عجیبه ګټې د ځانه سره لري .

په اسلام کې هم نیالګي کښینول بې ارزښته نه دي د نیالګیو کښینولو په اړه انسانان تشویق شوي او هم یې د کښینولو توصیه شوې ده چې د نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه په مختلفو روایاتو سره نقل شوي چي فرمایلی یې دي هر مسلمان چې نهال کینوي که د هغه حاصلات انسان، حیوان او یا مرغان خوري د هغه شخص لپاره اجر او ثواب ده نو د نهال کښینول صدقه جاریه هم ده ځکه چې د هغه نهال د تخم او حاصلاتو څخه به حتما بل شخص نهال لاسته راوړي او دا پروسه به دوام پیدا کوي چي تر آخره به لومړي شخص ته اجر او ثواب ورکول کېږي

نو دا چې د هېواد سره مینه زمونږ دیني او وجداني مسؤولیت هم ده که د خپل هېواد سره په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخه کې مستقیم همکاري نشوو کولای دا خو کولای شو چي خپله سيمه او منطقه کي د نیالګیو په کښینولو سره د خپل هېواد سره دا مینه په ډاګه کړو که هر شخص يو نهال د خپل ځان د دنیا او آخرت د کامیابۍ، سوکالي او سرلوړۍ په خاطر، يو نهال د خپل جنګ ځپلي هېواد د آبادۍ، ښېرازۍ او ښکلا په خاطر او یو نهال د خپلې کورنی خصوصا مور او پلار په خاطر کښینوو دا به په حقیقت کې له خپل ځان او هېواد سره هر قسم همکاري هم وي او خپل دین، هېواد او وجدان په مقابل کې به مو څه نا څه خپل مسؤولیت اداء کړی وي او کیدای شي چې زمونږ نوموړی وړوکی عمل د الله جل جلاله په وړاندې قبول او د الله جل جلاله د خوښۍ سبب شي.

لیکنه: سردارولي ثاقب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب