افغانان ځوانان ستونزې او د حکومت ناغېړي

ځوانان په ټولنه کې د بدلونونو، انقلابونو، غورځنګونو او تاریخي پیښو اصلي لوبغاړي بلل کېږي او د نړۍ په هر هېواد کې ورته ځانګړې پاملرنه ځکه کېږي چې د ټولنې دا برخه د یو فعال ځواک په توګه پیژندل کېږي چې په همدې بنسټ یې په ښې روزنې ډېره پانګونه هم کېږي.

افغانستان هم چې د نړۍ په نقشه کې یو تاریخي او د تاریخ په پاڼو کې د ځواکمنو هېوادونو او غورځنګونو د زور آزماینې مرکز پاتې شوی دی، د وګړو ډېره برخه یې له ۳۵ کلونو د کم عمر خلک جوړوي، خو دلته د ټولنې د نورو برخو په څېر د تېرو څلورو لسیزو ناخوالو هر څه ځپلي چې ځوانان هم د هغې یو برخه دي.

د نړۍ په کچه دویم ځوان وګړي لرونکي هېواد افغانستان کې ځوانان تر هر چا ډېر د ناخوالو ښکار دي؛ په دوامداره جګړو کې دواړو خواوو ته ځوانان له منځه ځي، له فقر، بېکارۍ، بې سوادۍ، ټولنیزو، فرهنګي او سیاسي ستونزو کړیدل، په مناسب وخت کې د واده کولو توان نه درلودل، د مجبوریت پر بنسټ په سختو لارو نورو هېوادونو ته تلل او بلاخره د پټ او وژونکي دښمن (نشه ای توکیو) په پنجو کې غورځیدل په افغانستان کې د ځوانانو لپاره ګواښوونکي ټکي دي.

د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم که نظامونه بدل شوي، انقلابونه رامنځته شوي، او یا هم د آزادي لپاره سرونه ورکړل شوي لویه برخه یې ځوانانو په ځان منلي، خو په مقابل کې بیا ورته د هر مشر او سیاستمدارانو له خوا ژمنې ورکړل شوې او یوازې د ژمنو په کچه پاتې شوې چې هیڅکله یې عملي بڼه نه ده خپله کړي هغه څه چې ډېری ځوانان یې د ملي یووالي حکومت د مشرانو په هکله هم څرګندوي.

د ملي یووالي حکومت مشرانو په خپلو کمپاینونو کې د ډېرو نورو ژمنو تر څنګ د ځوانانو د ژوند ښه کېدو، ځوانانو ته د کاري زمینو برابرولو، نشه ای توکیو پر وړاندې د کلکې مبارزې او په حکومت کې ورته د ډېرې ونډې ورکولو ژمنې کړې وې، سره له دې چې په ملي یووالي حکومت کې تر یو بریده په بېلابېلو څوکیو ځوانان ګمارل شوي او ځینې یې په بهرنیو هېوادونو کې هم د دیپلوماتانو په توګه ماموریت تر سره کوي خو نیوکه دا ده چې اوس هم ځوانان په ادارو کې له فساد، له نشه ای توکیو، بېکارۍ او نا امنیو له سترو ګواښونو سره مخ کړي دي.

تېره شنبه (د اګسټ ۱۲) چې د ځوانانو د نړیوالې ورځې سره یې سمون درلود، افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې کې د ځوانانو له سرښندنو یادونه وکړه او په حکومت کې یې د ځوانانو پر رول هم ټېنګار وکړ. ښاغلي غني همدارنګه له ځوانانو وغوښتل چې خپل استازي په منظم ډول د وزیرانو شورا غونډو ته واستوي او په مستقیم ډول خپلې ستونزې له چارواکو سره شریکې کړي.

په کړکیچونو کې را ګېر ځوانان!
په افغاني ټولنه کې ځوانان د نورو برخو په څېر په جګړه کې د له منځه تګ نیولې بیا تر بېکارۍ، فقر، په نشه ای توکیو روږدتیا او بهرنیو هېوادونو ته په سختو لارو تګ پورې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. هر حکومت هم په افغانستان کې ځوانانو ته د کار زمینې برابرولو او ورته د پاملرنې خبره کړې چې د ملي یووالي حکومت هم له هغې ډلې دی، دا چې رښتیا هم په ملي یووالي حکومت کې د ځوانانو رول او نقش څنګه څه ډول دی آیا ځوانانو ته پاملرنه شوې ده؟

د مسلمانو ځوانانو بنسټ (نجم) مشر محمد مدثر اسلامي وايي: “د نوي حکومت له جوړیدو راهیسې، ولسمشر ګڼ شمېر ځوانان د وړتیا له مخې د حکومت په لوړو چوکیو ګمارلي چې ښه لاسته راوړنه ده؛ خو د هیواد د ۶۸.۵ (د ملګرو ملتونو د احصایې له مخې له ۳۰ کلنۍ څخه د ټیټ عمر لرونکو افغان) وګړو په نسبت دا بدلونونه ډیر کم دي.”

د ښاغلي اسلامي په وینا ځوانان اوس هم په ګڼو (ښوونې او روزنې، کارموندنې او حقوقي مشارکت) په برخو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او اوس هم ځوانان د افغاني ټولنې ډېره زیان منونکې برخه جوړوي.

د نجم مشر د حکومت مشران ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې هم بریالي نه ګڼي او باور لري چې د ځوانانو د ستونزو د حل لپاره ډېرو هڅو او کارونو ته اړتیا ده.

له بل لوري د ځوانانو په پارلمان کې د غور استازې رابعه احمدي وايي: هغه ژمنې چې ولسمشر د کمپاینونو په وخت کې کولې -چې ځوانانو ته د کار زمینې برابروي او د ځوانانو لپاره یو ځانګړی وزارت جوړوي- دا ټول شعارونه وو. او د آغلې احمدي په خبره ځوانانو ته په هغه ډول چې باید پاملرنه شوې واي توجه نه ده شوې چې له همدې امله ډېر ځوانان مجبور شول د کاروبار او یا هم ښه ژوند په خاطر نورو هېوادونو ته کډه شي.

آغلې رابعه احمدي په ملي یووالي حکومت کې د ځوانانو له ونډې هم نا خوښه ده او باور لري چې هغه څه ځوانانو ته نه دي ورکړل شوي چې ژمنه یې شوې وه، که ځوانانو ته پام هم شوی ډېر محدود او د ګوتو په شمېر ځوانانو ته په دولتي ادارو کې صلاحیت ورکړل شوی دی.

د ځوانانو په پارلمان کې د غور ولایت استازې همدارنګه باور لري چې ځوانانو کې ښه کدرونه شته او په لوړه کچه وړتیاوې هم لري، خو ورته د کار زمینه نه برابریدل ځوانان مجبوروي چې نشي ای توکیو ته مخه کړي او په ټولنه کې ستونزې رامنځته کړي.
رابعه احمدي ټېنګار کوي چې باید په افغانستان کې د تقاعد موضوع هم په جدي توګه تعقیب کړل شي تر څو مشران تقاعد شي او په خالي پوستونو باندې ځوانان کار وکړي. چې د آغلې احمدي په وینا په دې برخه کې هم ولسمشر ژمنې کړې وې خو تر اوسه عملي شوې نه دي.

ځوانان او درانه مسؤولیتونه:
دا چې ځوانان په افغاني ټولنه کې ستره کتله ده او له ډېرو ستونزو سره هم لاس او ګریوان دي له دې ستونزو د وتلو لپاره او د خپلو حقوقو لاسته راوړلو لپاره خپله ځوانانو تر کومه خپل مسؤولیت اداء کړی او تر منځ یې همغږي شتون لري؟
د مسلمانو ځوانانو د بنسټ مشر محمد مدثر اسلامي د ځوانانو تر منځ د همغږۍ د نشتون څخه هم سر ټکوي او وايي: “وروستیو ۱۵ کلونو کې د ځوانانو ډیرې ټولنې ثبت شوي دي، خو له ۵۰ سلنه ډیرې یې فعالیت نه کوي او ځوانان تر ډیره د اړونده ننګونو په تشخیص او د حل لپاره یې د پاملرنې او مرستو جلبولو کې پاتې راغلي دي.”

د ښاغلي محمد مدثر په اند د ځوانانو د ټولنو تر منځ د لازمې همغږۍ کموالی او یا هم مخالفتونه د دې لامل شوي چې د ځوانانو په برخه کې د یوې لويې اجنډا پر ځای کوچنیو او شیندلو موضوعاتو ته کار وشي چې دا بیا د ځوانانو د ستونزو په حل کې ډېر اغېزمن نه ثابتېږي.

د ځوانانو په پارلمان کې د غور استازې رابعه احمدي هم په دې اند ده چې ځوانان تر ډېره د خپل راتلونکي لپاره هڅې کوي او غواړي ځانونه ورسوي تر څو د سبا ورځې لپاره ټولنه رهبري کړي او د دې ښکاره بېلګه د بهرنیو هېوادونو له خوا د اعلان شویو تحصیلي بورسونو پسې ګرځیدل او هڅې کول دي.

آغلې احمدي باور لري چې ځوانان په ټوله کې ښه چمتووالی لري او د ځوانانو پارلمان جوړیدل او د ځوانانو لپاره آزمایښتي دوره پرانیستل ښه ګامونه دي چې ځوانان یې سره نږدې کړي او د بېلا بېلو کمیټو له لارې د ځوانانو د ستونزو د حل لپآره هڅې کېږي.
رابعه احمدي زیاتوي له ولسمشر او اجراییه رییس سره په لیدونو کې ټېنګار دا کېدلو چې د ځوانانو ستونزې مشخصې کړل شي او د حل لپاره یې هم حل لارې وړاندېز کړل شي. چې د آغلې احمدي په وینا ځوانانو دا کار کړي دی او د ستونزو د حل په موخه ګڼې طرحې وړاندېز شوي چې د اړوندو ادارو او وزارتونو تر څنګ به د دې طرحو کاپي ګانې ولسمشر او اجراییه رییس ته هم وړاندې کړل شي.

له ستونزو د وتلو لار کومه ده؟
د حل لارې په توګه دا چې په ټولنه کې ځوانان ځانګړی ارزښت لري او له بلې خوا له ګڼو ستونزو او کړکیچونو سره هم مخ دی د یو ځوان په توګه خپله ځوانان او حکومت باید څه وکړي؟

د مسلمانو ځوانانو د بنسټ مشر محمد مدثر اسلامي وايي: “ځوانانو ته پکار ده چې د ښه راتلونکي لپاره د کار کولو په ترڅ کې خپلې وړتیاوې درک کړي، د ځوانانو اړوند مسئلو څخه خبر وي، د مسئلو په اړه د ځوانانو افکار سره یو کړي، یوه لویه ډله جوړه کړي او د مثبت ټولنیز بدلون لپاره په دوامداره توګه تدریجي کار وکړي.”

ښاغلی اسلامي په حکومت هم غږ کوي چې باید د ځوانانو لپاره د با کیفیته روزنې او زدهکړو زمینه برابره کړي او په بېلابېلو سکتورونو کې ورته په مختلفو کچو د مشارکت او ګډون لار هواره کړي.

د ځوانانو په پارلمان کې د غور استازې رابعه احمدي د ځوانانو د ستونزو د حل په موخه د ځوانانو د طرحو پر عملي کېدو ټېنګار کوي او باور لري چې که حکومت د ځوانانو طرحې عملي کړي د ځوانانو په حالت کې به مثبت بدلون راشي.

له بل لوري آغلې رابعه احمدي همدارنګه ګواښ کوي په داسې حال کې چې ځوانان ستونزې ګالي او ځانونه د هېواد خدمت ته چمتو کوي، خو که د مشرانو له لوري ورته پام ونشي، امکان لري ځوانان نا هیلي شي او د خپلو دیپلومونو او تحصیلي سندونو سره نورو هېوادونو ته کډه شي، او یا هم د یونان په اوبو کې غرق شي او یا یې هم برخلیک د پل سوخته او نورو پلونو لاندې پورې ورسېږي.

د یادولو ده چې په تېرو دوه کلونو کې د نا امنیو او بېکاريو د زیاتیدو له کبله لسګونه زره ځوانان له افغانستان څخه ځینو اروپايي هېوادونو ته په خطرناکو لارو ځانونه ورسول خو ځینې یې بیا په اوبو او ځنګلونو کې د ماهیان او ځناورو خوراک هم شول دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق د شمېرو پر بنسټ افغانستان په نړۍ کې دوهم ځوان هېواد دی.

سرچینه: اصلاح انلاین 
نعمت الله عزیزي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب