د مؤمنانو کاميابي

د سمندرونو د تورو تىارو، د ستر لښکر د يرغل، د شک د لښکرو د پرلپسې تېريو، د وېروونکو بادونو د لږېدو، د اور غورځوونکو غرونو د وېروونکو چاودنو او د سمندرونو د لوىو طوفاني څپو پر مهال؛ مؤمن يوازې خپل ايمان ته پناه ور وړي او ايمان د هغوى زړونو ته ډاډ او اطمينان ور بښي. هغوى خپل پروردګار ته رجوع کوي، هغه هم پرې خپل ډاډ او رضاء ووروي، هغوى قراۤن ته رجوع کوي، هغه يې عقلونه له پوهې او حکمت نه ډکوي او هغوى د خپل پېغمبر پر شاوخوا راټولېږي، هغه يې ثبات او بصيرت ور زياتوي، په داسې يوه حالت کې مؤمنان په خورا عاجزۍ سره وايي: (رَبَّنَاۤ اِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِیًا یُّنَادِیْ لِلْاِیْمَانِ اَنْ اٰمِنُوْا بِرَبِّكُمْ فَاٰمَنَّا١ۖۗ رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَا وَ كَفِّرْ عَنَّا سَیِّاٰتِنَا وَ تَوَفَّنَا مَعَ الْاَبْرَارِۚ۝۱۹۳رَبَّنَا وَ اٰتِنَا مَا وَعَدْتَّنَا عَلٰى رُسُلِكَ وَ لَا تُخْزِنَا یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ اِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِیْعَادَ۝۱۹۴).

ژباړه: زموږ ربه! تا چې څوك په دوزخ كښې واچوه هغه دې په حقيقت كښې په ستره خوارۍ او رسوائۍ كښې وغورځوه، او بيا ددغه راز ظالمانو به هېڅوك مرستندوى نه وي، لويه څښتنه ! مونږ ديو نارې وهونكي (پيغمبر) اواز واورېده چې د ايمان لوري ته يې بلنه وركوله او ويل يې چې خپل رب ومنئ مونږ د هغه بلنه ومنله، نو اى زمونږ باداره! كومه ګناه چې له مونږ څخه شوېده له هغې نه راتېرشه، كومې بدۍ چې په مونږ كښې دي هغه ايسته كړه او په پاى كښې راته دغوره خلكو ملګرتيا را په برخه كړه.

له دې وروسته د الله تعالى د هدايت لاس د جنګ په ډګر کې د هغوى لارښوونه کوي او د کاميابۍ اسباب ورته بىانوي، مؤمنان هم روانېږي او دا الهي اواز کېږي چې: (یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اصْبِرُوْا وَ صَابِرُوْا وَ رَابِطُوْا١۫ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ۠۝۲۰۰).

ژباړه: اى مؤمنانو! له زغم نه کار واخلئ، د باطل پرستانو په مقابل کښې مېړانه وښيئ، د حق د خدمت له پاره ملا ټينګه وتړئ، او له الله نه وېرېدونکي اوسئ، هيله ده چې برى ومومئ.

مؤمنان خپلې لارې ته دوام ورکوي او دا دعاء زمزمه کوي چې: (رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوْبَنَا بَعْدَ اِذْ هَدَیْتَنَا وَ هَبْ لَنَا مِنْ لَّدُنْكَ رَحْمَةً١ۚ اِنَّكَ اَنْتَ الْوَهَّابُ۝۸).
ژباړه: هغوى دعا كوي چې:’ زموږ پروردګاره ! كله چې تامونږ پر سمه لاره خوځولي يو، نو بيا مو هېڅكله زړونه مه كږوه، مونږ ته د خپلې پېرزوينې له زيرمې نه رحمت راپه برخه كړه چې همدا ته حقيقي لوروونكى يي.

د جنګ ميدان ته ور ګډېږي او دا دعاء زمزمه کوي:
(وَ مَا كَانَ قَوْلَهُمْ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْا رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَا وَ اِسْرَافَنَا فِیْۤ اَمْرِنَا وَ ثَبِّتْ اَقْدَامَنَا وَ انْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ۝۱۴۷).

ژباړه: د هغو د عا صرف داوه چې ‘ اى زمونږ پروردګاره ! زمونږ خطاوې او ګناوې او زمونږ په كار كې زموږ تيرى راوبښه، زمونږ قدمونه محكم كړه او پر كافرانو زمونږ د برلاسۍ له پاره راسره مرسته وكړه’.

او د هغوى د کار نتيجه الله تعالى په خپل تلپاتې کتاب کې په دې الفاظو ثبت کړې: (فَهَزَمُوْهُمْ بِاِذْنِ اللّٰهِ١ۙ۫ وَ قَتَلَ دَاوٗدُ جَالُوْتَ وَ اٰتٰىهُ اللّٰهُ الْمُلْكَ وَ الْحِكْمَةَ وَ عَلَّمَهٗ مِمَّا یَشَآءُ١ؕ وَ لَوْ لَا دَفْعُ اللّٰهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ١ۙ لَّفَسَدَتِ الْاَرْضُ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ ذُوْ فَضْلٍ عَلَى الْعٰلَمِیْنَ۝۲۵۱).

ژباړه: په پاى كښې د الله په امر هغوې كافران وځغلول او داؤد جالوت وواژه او الله هغه ته سلطنت او حكمت ور په برخه كړ او هر هغه څه يې ور زده كړل چې د الله خوښه وه كه دغه شان الله د يوې ډلې مخنيوى په بلې ډلې نه كولاى نو د ځمكى نظام به ګډوډ شوى واى، خو پر نړېوالو د الله لوى فضل دى (چې هغه په دغه ډول د فساد دمخنيوي لارې چارې برابروي).

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

له ژوند مې ده زده کړل له کتاب څخه

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب