د نیلسن منډېلا يوه کيسه

د جنوبي اسيا بلکې د نړۍ مشهور شخصيت نیلسن منډېلا چې د اپارتايد مقابل کې يې څو لسيزې نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې، «د آزادۍ پر لور اوږد مزل» په نامه يې يو ډېر جالب کتاب ليکلی. له ماشومتوب نه تر رهبرۍ، ټولې کيسې يې په کې ليکلي.

هغه په يوه ډېره وروسته پاتې او کليواله سيمه کې پيدا شوی او لوی شوی. دوی له غربي فرهنګ او رواج سره ډېر آشنا نه وو. منډېلا هغه وخت او ژوند ډېر په ښه شکل ليکلی.

يو ځای کې د لومړی ځل لپاره په کاشوغې ډوډۍ خوړو په اړه ليکي چې له يوې نجلۍ سره يې مينه پيدا شوې وه. د نجلۍ کورنۍ تر دوی موډرن و. د هغې مشرې خور نه غوښتل چې له ماغوندې وروسته پاتې هلک سره دې خور ملګرې وي. خپله خور به يې لمسوله چې له ما لرې شي. خو هغې نجلۍ دی خوښ کړی و او د مشرې خور خبره يې نه منله.

 

وايي يوه ورځ يې مشرې خور، کشرې ته وويل چې زه به دا هلک (منډېلا) درته امتحان کړم او د وروسته پاتې توب حدود به يې دروښايم. دوی منډيلا په خپل کور کې مېلمه کړی و.

منډېلا کيسه کوي چې، دوی د مېز له پسه ډوډۍ خوړه. کله چې يې ډوډۍ راوړه، زه متوجه شوم چې کاشوغې ورسره ايښي دي. وايي ډېر وارخطا شوم او تر تاثیر لاندې لاړم او تر هغې مې ډوډۍ ته لاس وړاندې نه کړ، چې دوی کاشوغې په لاس کې ونيولې. دی وايي ما دوی ته کتلې او هماغسې مې ډوډۍ خوړه.

د منډېلا خو لومړی وار و چې کاشوغه يې په لاس کې نيولې وه، نو طبيعي ده چې ډوډۍ به يې په سم شکل نه شوای خوړلای. منډېلا ليکي چې ډوډۍ مې سمه نه شوای خوړلای، ګډه وډه شوه، رانه به توېېده. دی ليکي چې له وارخطايۍ به سور او شین شوم، خو تر آخره مې ځان کم رانه ووړ او کاشوغې مې لرې نه کړه. منډېلا وايي، منځ منځ کې ځير شوم، ګورم چې مشره خور موسکۍ موسکۍ کېږي، کشرې ته اشارې کوي او پوهوي چې يې زما د وروسته پاتې توب او له دغه فرهنګ سره د نا آشاتوب ننداره وکړي.

دا په دې راياده شوه، چې پرمختګ او سړيتوب په کاشوغه يا پتلون کې نه دی. اخلاق تر هر څه مهم دي. منډېلا به په کاشوغې ډوډۍ نه شوای خوړلای او د غربي پرمختګ تجربه به يې نه لرله، خو په داخل کې دومره ستر و ټول خلک يې په توره قانع دي او هماغه امريکا چې ټول عمر يې د ده مخالفت کړی و، په جنازه کې يې ټول ژوندي ولسمشران ورولېږل.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب