د غائبانه جنازې د لمانځه حکم څه دی؟

☀د جنازې د لمانځه د صحیح کېدلو لپاره د مړي جنازه، د جنازې د لمانځه اداء کوونکو په مخ کې موجودېدل ضروري دي،

که چېرته د مړي جنازه د اداء کوونکو مخ ته موجوده نه وه، نو غائبانه د جنازې لمونځ ادا‌ء کول صحیح نه دي.

☀ نبي ـ علیه السلام ـ د نجاشي او حضرت معاویه لیثي مزني ـ رضی الله عنه ـ غائبانه جنازه اداء کړې ده.

په دې باندې د نورو د غائبانه جنازې لمونځ قیاس کول صحیح نه دي. ځکه چې دا د نبي کریم ﷺ خصوصیت وو، او دواړه مخصوصي واقعې دي او دا عام حکم نه وه، که نه نو په مدینه او د مدینې څخه بهر د لویو لویو صحابه کرامو د وفات یا شهادت واقعات پېښ شوي دي او د وحې په ذریعه نبي کریم ﷺ ته خبر هم ورکړل شوی دی، مګر نبي کریم ﷺ د هیڅ چا غائبانه جنازه هم نه ده کړې، مثلاً په قراء صحابه کرامو کې د نبي کریم ﷺ نهایت محبوب صحابي حضرت خبیب ـ رضی الله عنه ـ د شهادت څخه وروسته د حضرت جبرائیل علیه السلام په واسطه نبي کریم ﷺ ته اطلاع وشوه، مګر نبي کریم ﷺ نه خپله غائبانه جنازه وکړه او نه یې صحابه کرامو ته په غائبانه جنازه حکم وکړ (۱).

☀د نبي کریم ﷺ له وفات څخه وروسته د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه وفات، د حضرت عمر رضی الله عنه، د حضرت عثمان او حضرت علی رضی الله عنهم د شهادت واقعات راغلي دي او ظاهره خبره ده چې په صحابه کرامو کې له دوی څخه بهتر نور څوک نه وو ،لیکن هیچېرې هم د دوی غائبانه جنازه نه ده اداء شوې، حال دا چې ټول صحابه کرام خو یې په جنازه کې موجود نه وو، ډېر صحابه کرام حاضر نه وو، ځکه صحابه کرام ددین د خپراوي او جهاد لپاره لرې لرې علاقو ته تللي وو، لیکن هغوی بیا هم د دوی د وفات یا شهادت د خبرېدو څخه وروسته غائبانه جنازه نه ده اداء کړې(۲).

your ads

☀ په نجاشي او حضرت معاویه مزني رضی الله عنه باندې د نبي کریم ﷺ غائبانه جنازه کول د نبي کریم ﷺ خصوصیت وو، ځکه چې د دوی دواړو جنازې نبي کریم ﷺ ته د معجزې په طور مخې ته حاضرې کړی شوې وې او نبي کريم ﷺ د هغو دواړو معائینه کړې وه.

نو په داسې صورت کې د مقتدیانو حالت دا شو چې دوی ته مړی په نظر نه ورتلو او نبي کریم ﷺ د هغوی معائینه کوله، نو په داسې صورت کې اقتداء هم صحیح ده او د جنازې لمونځ هم صحیح دی (۳).

☀امام ابن عبدالبر رحمه الله په “کتاب التمهید “کې لیکلي دي چې اکثر اهل علم دا په نبي کريم ﷺ سره پورې خاص ګڼي، د نجاشي مړی د نبي کريم ﷺ مخې ته حاضر کړی شوی وو، او په مینځ کې يې چې کوم حجابات وو، هغه ټول لرې کړای شوي وو، نو نبي کریم ﷺ هغه ولید او جنازه یې پې وکړه(۴).

☀که چرته دجنازې لمونځ غائبانه جائز وی نو نبي کريم ﷺ به په هغو صحابه کرامو غائبانه جنازه کړې وی چې د مدینې منورې څخه بهر وفات شوي یاشهیدان شوي وه.

او نورو مسلمانانو به هم په مشرق، او مغرب ،شمال، او جنوب کې، په خلفاء راشدینو غائبانه دجنازې لمونځ اداء کړی وی، حال دا چې دا له هیچا څخه نه دي منقول (۵).

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مآخذ او مراجع:

(۱)ـ البدایه والنهایه، ج۳ ص ۲۹۸

(۲)ـ حواله: سابقه.

(۳)ـ المعجم الاوسط للطبراني:ج۴ ص۵۲۰ رقم الحدیث: ۳۸۸۶ ط:مکتبة المعارف ریاض. / المنتظم فی تاریخ الملوک والامم، تحت سنة تسع من الهجرة: ج۳ ص ۳۷۸، ط:مکتبة العلمیة بیروت، سنة الطبع ۱۴۱۲ هـ

(۴)ـ التمهید لابن عبدالبر ج۶ ص۳۲۸ / الجوهر النقی، باب الصلاة علی الغائب:ج۴ ص۵۰

(۵)ـ فتح الملهم، اقوال العلماء فی مشروعیة الصلاة علی المیت الغائب …ج۴ ص ۴۸۱ / الجوهر النقي، باب الصلاة علی الغائب: ج۴ ص ۵۱

لیکنه او ژباړه: محمد کریم حنفي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب