د کاروبـــار انګېزه

د کاروبار انګېزه هغه لامل او دلیل دی چې تاسې د یوه فعالیت ترسره کولو ته اړ کوي او د کاروبار موخه چې ګټه کول دي، د هغې د لاسته راوړلو په لور مو سوق کوي.
ټول کاروبارونه د یوې انګېزې د پیداکېدو په صورت کې منځته راځي او هر کله چې یوه کاروباري انګېزه پيدا شي؛ نو بیا اړ کېږو چې د خپلې انګېزې بیانولو او عملي کولو لپاره ځان اماده کړو، خو مخکې له دې چې خپلې انګېزې ته عملي بڼه ورکړو لومړی باید لاندې پوښتنو ته ځواب ووایو:
1- کوم محصولات او خدمات دي چې باید تولید يې کړو؟
2- خپل محصولات او خدمات به په چا باندې وپلورو؟
3- خپل محصولات او خدمات به په کومه طریقه وپلورو؟
4- کوم محصولات او خدمات به مو مشتریان قانع کړي؟
دا هغه پوښتنې دي، چې مخکې له دې چې خپلې انګېزې ته د عمل جامه ور واغوندئ باید له ځانه یې وپوښتی او په ځوابولو سره يې باید ښه فکر او غور وکړل شي او کله چې نوموړې پوښتنې په مناسبو ځوابونو ځواب شي، بیا نو د خپل کاروبار لپاره د یو ډول ځواک او قدرت احساس کولی شی او هغه دا چې فکر کوی، چې هره چاره زه ترسره کولی شم.
سربېره پر دې د یو غوره او بریالي کاروبارو پیلول یو غوره مدیریت، هوښیارۍ، مهارت، کنټرول او زیاتې هڅې ته هم اړتیا لري. مخکې له دې چې د یو کاروبار د پيلولو لپاره تصمیم ونیسو، لومړی باید د یو احتمالي مالک یا سمبالوونکي په توګه د پياوړتیا او کمزورتیا ټکي مو و ارزوو او له ځانه وپوښتو چې ولې نوموړی کاروبار پيلول غواړم؟

ژباړه او زیاتونه: ګلاب بهار

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب