بټ کوین (Bit coin)څه ته وایي او په اسلام کې څه حکم لري؟

نن سبا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک د بټ کوائن په اړه خبرې اترې کوي. بټ کوائن څه ته وایي؟ څنګه رامنځته شو؟ چېرته او څنګه استعمالېږي؟ اسلام يې په اړه څه حکم وړاندې کړی؟ نو دې پوښتنو ته ځواب په تکل غواړم دا پوښتنې يو پر بل پسې ځواب کړوو.

بټ کوائن ته کرېپټو کرنسي (Crypto currency )هم ویل کېږي. کرېپټو کرنسي هغه کرنسیانې دي، چې د انټرنېټ په نړۍ کې انلاين د پېر او پلور وړ وي او دا ډول انلاين پېر او پلور د انټرنېت په وسيله پر مخ وړل کېږي. کرېپټو کرنسي د کمپیوټر د کوډونو دوه بېلا بېلې کرښې دي، چې د پیسو د ارزښت د ساتلو لپاره استعمالېږی. او دغه کرښې د ښه وړتیا لرونکي کمپیوټر په ذریعه جوړېږی.

کرېپټو کرنسي لفظ له کرېپټو ګرافي (Cryptography) څخه اخېستل شوی او دا د پېر او پلورله تړون څخه د لاس نيوي او حفاظت لپاره د استعمال وړ وي؛ ډېر کله د نويو ډیجټل سکو د جوړېدلو لپاره استعمالېږي. په نړۍ کې د کرېپټو کرنسيانو ډېر ډولونه وجود لري، چې خلک يې نن سبا استعمال څخه ګټه پورته کوي. دې ډول سکو ته (Alt Coins) هم ويل کېږي. د کرېپټو کرنسيانو نور ډولونه دا دي؛ لېټ کوائن (Lit coins) ، پیر کوائن (Peer Coin) ، ایتیریم (Ethereum) او داسې نور.. بټ کوائن نن سبا په نړۍ کې ډېر شهرت پيدا کړی دی او د کرنسيو دا ډول له الټ کوائن د کرنسيو له بل ډول سره په لږ توپير رامنځته شوېده. د کرنسيو دې ډول ته ډیجيټل سره زر هم ويل کېږي. د موضوع د ښې پوهېدا لپاره د بټ کوائن شاليد او د وخت په اوږدو کې يې اقتصادي حالت ته راوړاندې کېږو.

بټ کوائن یوه نوې مجازي (د انټرنېټ په نړۍ) کې د کرنسيو يو ډول دی، چې په ۲۰۰۹ء کال کې رامنځته شوه او د دې کرنسي مخترع نامالوم دی؛ خو خلکو يې نوم ستوشي نکاموټو (Satoshi nakamoto) ياد کړی. ګواکې د کرنسيو دا ډول په لومړي ځل ستوشي نکاموټو رامنځته کړی دی؛ لدې سره سره د بټ کوائن د مارکېټ او د پېر او پلورد ځای په اړه هېڅوک هم پوره مالومات نه لري. دا يوازې او يوازې د انټرنېټ پر مټ د پېر او پلور وړ وي. بټ کوائن د پېرلو او پلورلو پر مهال بل چا ته اړتيا نه وي، بلکه پخپله هر څوک کولی شي، چې د انټرنېټ پر مټ یې مخامخ د پېر تر څنګ د پلور واګې پخپل لاس کې واخلي. د بټ کوائن کرنسيو او د کاروبارونو دا ډول که څه هم فزیکي وجود نه لري؛ خو بیا یې هم خلک د پېر او پلور معاملاتو ته زړه ښه کوي. د بټ کوائن یوه ځانګړې ګټه دا هم ده، چې د انټرنېټ د نشتون په صورت کې يې هم پخپل کمپوټر کې ساتلی شې او د ساتنې دې ډول کړنې ته Cold storage ويل کېږي. یانې دا ډول کړنې د انټرنېټ د نشتون په صورت کې هم د پېر او پلور وړ وي. دا عمل خورا ډاډمن وي. یانې بل څوک ورته په نا قانونه توګه نشي راوړاندې کېدلی. د هک کولو (hacking) چاره يې خورا ستونزمنه ده. پدې ډول ويلای شو چې بټ کوائن هېڅوک هم نا قانونه توګه په لاس نه شي راوړلی. که څوک غواړي د بټ کوائن د انټرنېټ په نړۍ کې وساتي؛ نو ډېر په اسانۍ د خلکو لاس ته ورتلای شي. د ورکېدو او بايللو يې ډېر چانس وي. که چېرې یو ځل د بټ کوائن د برخو ونډه غلا کړل شي. نو بیا ځلې لاس ته راوړل يې خورا دروند او ډېر ستونزمن وي، چې لاس ته راشي. له دغه انلاین سټوریج ( ساتل شويو بټ کوائن) څخه تر دې دمه تقریبا ۳ بلین بټ کوائن ورک شوي دي. خو بيا هم د بټ کوائن د پېر او پلور دا لړۍ لا هم روانه ده، شهرت يې ورځ تر بلې لا پسې ګړندای کېږي.

دا هم ولولئ  د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسواوتخصصاتو د کمیسیون اعلاميه

په بټ کوائن کې د ډېرو ستونزو د شتون له کبله ډېر کله ښه تکړه او بااستعداده پانګوال هم د دې بټ کوائن د پېر او پلور د چل ول ښکار کېږي. ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۳ پورې ځېنې مافيايي ډلو پخپلو کې د بټ کوائن د پېر او پلور بازار ګرم وساته او پدې توګه يې خلکو ته دا احساس او ذهنیت ورکاوه، چې ګواکې د کاروبار پدې ډول باندې د دولت او مرکزي بانک هېڅ واک او اختيار نشته. او د حکومت له خوا پرې ماليه هم نه وضع کېږي؛ نو پدې اساس خلکو له بانکونو خپلې پیسې رايستل پیل کړل او دغه مافيايي ډلو په واک کې يې خپلې پیسې ورکړې. لکه څنګه چې مخکې مو يادونه وکړه، چې بټ کوائن د انټرنېټ په نړۍ کې د راکړې ورکړې يو ځانګړی د خرڅلاو ځای دی؛ نو ددې لپاره چې موضوع مو ښه درک کړې وي او د استعمال پر لارو چارو يې پوه شوي وو اړينه ده، دا لږ څه نور هم پکې زيات کړو.

د کرنسيو دا ډول استعمال موږ د کمپیوټر او د موبايل له لارې پر مخ وړو او یو بل ته یې انتقالوو. ډېری وګړي خپل تجارتونه د بټ کوائن په وسيله پر مخ وړي. د انټرنېټ پر مټ پر ليکه (انلاین) توکي د پېر تر څنګ پلورلی شي. یوه بله خبره دا ده چې بټ کوائن جعلي نشی رامنځته کېدای او د جعلي بټ کوائن جوړول ډېر مشکل کار دی. ځکه دا په ښه وړتیا لرونکي کمپیوټر، چې په نړۍ کې يوازې او يوازې د يو څو ګوتو په شمېر کې وګړو سره شتون لري رامنځته کېږي. ځکه دا له دوو کوډونو څخه جوړ وي، که يې څوک د جوړولو کوښښ وکړي له ورایه يې په اسانۍ مالومات کېدلی شي، چې ګواکې دا له بل کوډ څخه جوړ شوی دی.

دا هم ولولئ  پکتیکاوال او په وینو رنګین رمضان

د بټ کوائن قېمتونه يو ډول نه وي. کله پورته لاړ ځي او کله ښکته، چې په انګليسي کې ورته Fluctuation وایي. په لومړيو کې د بټ کوائن قېمت ۱۰۰ ډالره وه او په ۲۰۱۷ کې دا قېمت ۱۷۰۰۰ ډالرو ته لوړ شو. دلته ډېرو خلکو ګټه وکړه؛ هغه خلکو چې یو بټ کوائن یې په ۱۰۰ ډالر اخیستی وو، په ۱۷۰۰۰ ډالرو يې خرڅ کړل. نو څو اونۍ وروسته دا قېمت بیا ښکته ۱۳۰۰۰ ډالرو ته را وغورځېد. اوس مهال د بټ کوائن قېمت ۹۳۱۲ ډالره دی.

د اقتصادي او مالي چارو کارپوهان په دې اند دي، چې د کاروبار دا ډول له دوکې پرته بل هېڅ څه هم نه دي او دوی ورته د فرېب او دوکې په سترګه ګوري.Jordan Belfort چې مشهورپه Wolf of wall street دی وايي، چې دا کاروبار ټول فرېب او دوکه ده، او تاسو ګوری، چې د بټ کوائن قېمتونه ښکته راځي. دی زياتوي چې په دې کاروبار کې ۸۵ سلنه خلک په ښه نیت کار کوي، ولې ۱۵ سلنه چل او دوکې ته ناست وي. نو پدې اساس لار ښوونه کوي، چې د کرنسیو پدې انلاين بازار کې هېڅ ډول پانګونه ونه کړي.

پدې اړه به د اسلام د مبارک دين حکم او دريځ هم درته روښانه کړو، چې اسلام موږ ته پدې اړه څه حکم راکوي. ایا د بټ کوائن پېرل او پلورل جائز دي که نا جائز؟ په دې اړه به د دارالعلوم دیوبند فتوا هم له تاسو سره شريکه کړو، چې ژباړه يې په لاندې ډول ده.

بټ کوائن یا بل داسې انلاین کرنسي یوه مجازي کرنسي ده، چې په حقیقت کې د کرنسي اوصاف او شرائط په کې نه لېدل کېږي. نن سبا چې په انټرنېټ کې دا کاروبار پيل شوی دی دا يو ډول فرېب او دوکه ده؛ په حقیقت کې د پیرلو او پلورلو لپاره هېڅ توکي شتون نه لري. پدې ډول کاروبار کې د راکړې ورکړې، چې کوم اصول دي هغه نه مراعت کېږي. دا د سود او قمار بازۍ یو ډول دی؛ نو د بټ کوائن او داسې نورو انلاین کرنسيانو پېر او پلور شرعا حرام او نا روا دی؛ نو پدې اساس ويلای شو، چې پدې ډول کاروبار کې د نه ګډون تر څنګ پانګونه هم ونه شي.

حواله؛ دارالعلوم دیوبند، انلاين دارالافتاء

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب