په سرو زرو کې څومره زکات ورکړم؟

پوښتنه :
زما پوښتنه دطلا دزکات په باره کی ده که معلومات راکړئ په عمومي ډول مهرباني به مو وي.

ځواب :
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وبعد :
کله چې طلا 85 ګرامه ته ورسیږي او یوکال پرې واوړي نوزکات پرې فرض دي .
دمثال په ډول که له یو چاسره له 85 ګرامه نه کمه طلا ده نو پر هغه زکات نشته ، کله چې 85 ګرامه ورسره پوره شوه او یا له 85 ګرامه زیاته شوه نو بیا هم پر همغه وخت کې زکات ورباندې نشته کله چې همدا اندازه طلا له ده سره یوکال پاتې شوه نو بیابه یې زکات ورکوی او که له کال پوره کیدو یوه میاشت یا لږ وخت مخکی هم دا طلا کمه شوه له 85 ګرامه بیاهم زکات پرې نه کیږي.
او دزکات اندازه دنقدو پیسو ، طلا او نقرې ربع عشر ده یعنی په هرو لسو روپیو کې به د روپۍ څلورمه برخه زکات ورکوی یعنی په څلویښت ګرامه طلا کې یو ګرام زکات دی او په سل ګرامه طلا کې 2.5 دوه نیم ګرامه طلا او همداسې پیسې هم .
والله اعلم

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب