ايا د مهر په نه يادولو نكاح صحيح كيږي؟

پوښتنه:

هغه نکاح چه ايجاب او قبول پکي وشي ليکن مهر پکي تعين نشي دا نکاح صصحيح ده او کنه؟
هيله ده راته يي واضح کري

ځواب:

ښاغلي وروره! السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

 ستا د پوښتنې  تر ځواب مخكې به  درته ووايم چې :

نكاح يو شرعي امر دى او رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت دى  ، د ټولنې  د اصلاح او له فساد څخه د ژغورلو  اساسي  لامل دى څومره چې شرعي نكاح زياتيږي په همغه اندازه  د فساد مخه نيول كيږي او شرائط يې  چې څومره آّسانه وي په هماغه اندازه به په ټولنه كې سوكالي راځي  نو مشرانو ، علماؤ او  متنفذينو ته په كار دي  چې  د ولور د ناوړه رواج  مخه ډب كړي او  په واده  كې  د وس  مطابق مصارف وكړي چې پدې سره  به  نه  د  زوم د كورنۍ ملا ماتيږي او  نه به د شرعي  امر  په مخ كې  خنډ واقع كيږي  كه  رښتينې سروي وشي  نو جوته به شي  چې  ډيرى ځوانان  د ولور د ملا ماتونكي رواج او ورسره  د ملا ماتونكي تويانې له  امله  بي  واده پاتي دي او ډيرې نجونې  د همدغو رواجونو قرباني دي نو دغه مسئولين دې  په  دې خپلې ټولنې لږ رحم وكړي او د دې ستونځې د حل لپاره دې  جدي پاملرنه وكړي.

د مهر ياد يا نه ياد:

په هدايه كې دي : ( ويصح النكاح و ان لم يسم فيه مهرا) يعنې  نكاح درسته او صحيح ده كه څه هم  مهر پكې نه وي ياد شوى ؛ځكه په نكاح كې  اصلا  ايجاب او قبول مهم  او ورسره  شاهدان  مهم دي چې  ركن او شرط په ځاىشول  نو حكم يې په خپل راځي چې هغه مهر  دى  پدې كې  هيڅ اختلا ف نشته  چې نكاح  بي  له مهر  نومولو او  يادولو څخه  صحيح او درسته ده  . ځكه كه د مهر يادونه ونشي مهر مثل  واجبيږي .

مهر مثل:

د نجلۍ نږدي ښځينه خپلوانوته چې څومره  مهر وركړ شوي هغه به ديته هم ټاكل كيږي ، چې ديته مهر مثل ويل كيږي.

د مخكنۍ مقدمې  په نظر كې  نيولو سره  د عامې ټولنې  او د عادي خلكو  به زيات خيال ساتل كيږي  او په  احاديثو كې  هم  ديته ترغيب  وركول شوى  چې په مهر كې  سهولت رواستل غوره  كار بللى دى (عن عائشة رضي الله عنها : أن النبي صلى الله عليه و سلم قال : أعظم النساء بركة أيسرهن صداقا ، هذا حديث صحيح على شرط مسلم و لم يخرجاه، تعليق الذهبي قي التلخيص : على شرط مسلم ) المستدرك كتاب النكاح
يعنى د عائشى رضې الله عنها په روايت  چې  نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي :  ډيري بركتي  ښځي هغه دي چې  د  مهر  بوج يې  كم او لږ وي. دا حديث  صحيح  د مسلم په شرط دى خو هغه نه دى تخريج كړى  او د مستدرك پدې تصحيح  د ذهبي تعليق دى: چې دمسلم په شرط برابر دى.

نو په ګران افغانستان او اسلامي امت كې  د ښي پوهې په هيله چې زر تر زره  اسلامي كورنۍ  په ډيرو كمو لګښتونو جوړي شي.

والله اعلم


 مولوي محمد امان رسولي

مولوی محمد امان رسولی*

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب