توسل (واسطه جوړول ) جايز دی ؟

سوال: که یو څوک داسی ووايي چه ای الله(ج) ستاد رسول حضرت محمد(ص) په روی او زموږدنبی کریم (ص) په روی سره یا الله تا دده په روی سره دادنیا خلق کړیده اوتادده په روی سره زموږپلار بابا ادم(ع) ته عفوه کړی،یا الله ته خو دده په روی سره زما فلانی مشکل یا فلانی کار را حل کړی (احمد يسار ) .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

یا الله تا دده په روی سره دادنیا خلق کړیده ((لو لاك لما خلقت الأفلاك) دا حديث نه دی دا موضوع به وروسته روښانه شي .

داسې توسل کول چې پيغمبر يا ولی يا کوم پير حاضر ناظر ګڼي چې فلانئ ولي ، يا پيره را ورسيږه په دې نيت چې هغه ما ته رارسيږي يعنی زما سره مدد کوي حرام دی (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۱۵۳ ) .

ځکه مونږ او تاسې په هر لمانځه کې دا وايو چې إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ‹‹ خاص تاته عبادت كوو او خاص له تا څخه مدد غواړو ›› .

همدارنګه الله تعالی فرمايي : « وَلا تَدْعُ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لا يَنْفَعُكَ وَلا يَضُرُّكَ فَإِنْ فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِنَ الظَّالِمِينَ(يونس 106 ) . ‹‹بغير له الله تعالی د بل چا عبادت مه کوه ،هغه چې نشي رسولای نفعه تا ته (بلنه د هغه ) او نه ضرر رسولی شي تاته (بلنه دهغه ) نو که بالفرض د غير الله عبادت وکړې نو يًقيناً ته به وې دغه وخت له ظالمانو ››

او په دغه مبارک آيت کې : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ (المائده 35 ) د وسيلې نه مراد صالح اعمال او ښه کارونه دي او همدارنګه د نبی صلی الله عليه وسلم سره محبت چې محبت يې د سنتو اتباع ده . (معارف القرآن ) .

په خلاصه ډول مشروع او جايز توسل په لاندې ډول دی :

۱- د الله تعالی په ذات باندې توسل کول جايز دي مثلاً دا چې ووايي : يا الله .

۲- د الله تعالی د اسماء څخه په يوه نوم : يا رحمن، يا رحيم، يا حي، يا قيوم .

۳- د الله تعالی په صفاتو باندې : اللهم برحمتك أستغيث او نور .

۴- د صالح کس په دعا سره توسل کول چې هغه کس ژوندی وي جايز دی مثلاً وايو ای شيخ! ما ته دعا وکړه ، لکه صحابه کرامو چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه د باران غوښتلو د دعا طلب کړی دی .

۵- په خپلو نيکو اعمالو توسل کول جايز دي مثال يې هغه د غار دری ملګرې کوم چې د غار خوله په ډبره بنده شوه او دوی الله تعالی ته د خپلو ښواعمالو په پيش کولو سره دعا وکړه او الله تعالی د هغوی مشکل حل کړ .

او ممکنه ده سړی ووايي خدايه زما د محبت او دوستی چې ستا له پيغمبر سره يې لرم ، او د هغه توحيد په روی چې پر تا يې لرم ، ،او ستا د رسول په برکت ، او هغه اطاعت چې تا ته يې کوم دغه شی ماته راکړي .

مګر د مردګانو نه سوال کول شرک دی . (توسل جايز و غير جايز – عبدالعزيز بن عبدالله الجهني )

آنلاین اسلامي لارښود

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب