په محبت او مينتوب باندې واده کول څنګه دي؟

که ددې مينې او محبت وجه دينداري او نيک اسلامې اخلاق وي نو دا خو ښه کار دی مګر که دا محبت او عشق بازي د حرام اختلاط او د بيګانه ښځو او سړيو سره د ملګرۍ او ارتباطاتو د وجې نه وي نو بيا خو د بيګانه خلکو سره ملګري او اختلاط کول حرام دي .
غوره دا ده چې د داسې ښځې سره نکاح وشي چې د دينداري ،اخلاق او تربيه ولري
رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايلي دي:[إِذَا خَطَبَ إِلَيْكُمْ مَنْ تَرْضَوْنَ دِينَهُ وَخُلُقَهُ فَزَوِّجُوهُ إِلَّا تَفْعَلُوا تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ عَرِيضٌ].
هر کله چې تاسې ته داسې کس چې دين او اخلاق يې د تاسې د خوښۍ سبب شي د خواستګارۍ د پاره رجوع وکړي نو د هغه سره خېښي وکړﺉ که نه نو په ځمکه کې به فتنه او فساد خواره شي.
د نامحرمو سره ناسته ولاړه ، مجلس ، تيلفوني خبرې ، بلاخره محبت او عشقبازې کول د نا رواه او نا مشروع کړنو نتجه ده ځکه چې د نامحرمو سره اختلاط کول حرام دي .
او په غالب ګمان د داسې کسانو کورنۍ تربيه او اسلامې اخلاق ضعيف ګڼل کيږي مګر که دينداري او اخلاق ولري شرعي ممانعت نه لري .(فتاوي اهل سنت والجماعت).
څوک چې غواړې د يو چا سره نکاح وکړي بايد کوښښ وکړي تر څو داسې ښځه انتخاب کړي چې لاندې صفات پکې موجود وي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (تنکح المرأة لأربع : لمالها، و لحسبها و لجمالها، و لدينها، فاظفر بذات الدين تربت يداک).
ښځه د څلورو شيانو په نظر کې نيولو سره انتخاب کړﺉ : مال او دارايي ، اصل او نسب ، ښايست او دينداري ، پس دينداره ښځه انتخاب کړه ، لاس دې په خاورو سپره شه (متفق عليه – راوي ابوهريرة رضی الله عنه).
د دنيا د ټولو نعمتونو لکه مال ،دولت اولاد وغيره څخه غوره متاع او ښه نعمت صالحه ښځه ده
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم : ( الدُّنْيَا مَتَاعٌ ، وَخَيْرُ مَتَاعِ الدُّنْيَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ ( رواه مسلم 1467) يعنې دنيا متاع ده او د هغه غوره متاع صالحه ښځه ده .
نصيحت : د صالحي ښځې او صالح خاوند انتخاب د ټول ژوند د نيکمرغی سبب ګرځي .
نن عصر محبت او عشق بازی اکثره د ناروا اختلاط نتیجه وي نه د ديندارۍ او د ښو اخلاقو ، نو د داسې عشق بازۍ په چارو کې عقل سليم خطا کيږي ځکه چې په دې کې د شيطان مداخله وي كما قال الله تعالى : (وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ) الأنعام/43.
د نکاح په باب د خپل مور او پلار مشوره او رايه ډيره ضروري ده ځکه چې هغوی هر طرف ته توجه کوي نو تاسې خپل انتخاب ته د مور او پلار په انتخاب باندې ترجيح ورکړي الله تعالی به ستاسې په ژوند کې برکت واچوي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب