حسن البناء: د اسلامي امت لپاره الهي رحمت

هغه وخت چې په اسلامي امت تورې تيارې خپرې وې، ظلم هرې خواته خپلې رېښې خښې کړې وې، هغه وخت چې ناوړه او فاسد اخلاق په نړۍ حاکم، عقايد خرافاتي شوي، جاهلي عادتونو د اسلام ځای نيولی او د خېټې او شهوت حکمراني په ټوله نړۍ چلېدله، د مصر د محموديې څخه يوه روښنايي راښکاره شوه او دغه روښنايي، ورو، ورو نورو سيمو ته هم وغځېده او د نړۍ ګڼې سيمې يې روښانه کړې… دغه روښنايي يو شخصيت و، يو ځوان و، يو مجدد و او ددې تيارو د لرې کولو لپاره يو الهي رحمت و، چې په خپل ټول زور سره يې د ظلم او وحشت، فکري انحرافاتو، ظالمو چارواکو او خرافاتو، د امت د غلامتوب څخه د خلاصون او د ازادۍ د ترلاسه کولو او د اصيل اسلام د حاکميت لپاره سر راپورته کړ.

دا شخصيت څوک و؟

دا ستر شخصيت حسن بن أحمد بن عبد الرحمن البناء نومېده، چې د مصر د اسکندريې سره نزدې د محموديې په کلي کې په ۱۹۰۶ ميلادي کال کې و زېږېد، خپلې لومړنۍ زده کړې يې په ځايي مدرسه کې ترسره کړې او له هغې وروسته د مصر مرکز قاهرې دارالعلوم ته لاړ او د قاهرې له دارالعلوم څخه فارغ شو.

څنګه يې کار پيل کړ؟

حسن البناء د خپل عمر په ځوانۍ کې د اسلام ته د کار کولو لپاره ملا وتړله او دامر بالمعروف او نهې عن المنکر څخه يې پيل وکړ، حسن البناء د شاګردانو تر منځ ډېر نېک شهرت درلود، له همدې لامله يې په لومړي ځل د نورو شاګردانو سره یوځای د “جمعية الأخلاق الدينية” په نوم ټولنه جوړه کړه، چې خلک به يې ددې ټولنې له لارې سمې لارې ته رابلل، له دې وروسته يې بيا د “جمعية منع المحرمات” په نوم ټولنه جوړه کړه، چې ددې ټولنې له لارې به يې خلکو ته پيغامونه لېږل، او خلک به يې له دې لارې له بدو کارونو څخه منع کول.

اخوان المسلمين څنګه رامنځ ته شو؟

کله چې حسن البناء له مدرسې څخه فارغ شو، نو له ډېرو ستونزو وروسته ورته په اسماعيليه کې د استاد په توګه وظيفه پيدا شوه او له قاهرې څخه د اسماعيليې په لور وخوځېد، حسن البناء په مدرسه کې د استادۍ تر څنګ په جوماتونو او چای خانو کې هم خپلې بيانيې ورکول پيل کړل او د نوموړي تقريرونو په خلکو کې يو نوی روح پو کړ، په همدې ترڅ کې يو شمېر د مدرسې استادان هم د نوموړي د خبرو او فکر تراغېزې لاندې راغلل او د نوموړي د لارې ملګري شول، حسن البناء د خپلو خاطرو په کتاب کې وايي (يوه ورځ په خپله کوټه کې ناست وم، چې زما نزدې ملګري او د مدرسې استادان راغلل او ويې ويل: مونږ د امت په اوسني حالت هره ورځ تر بلې ډېر دردېږو، او لکه څنګه چې تاسو په خپله ګورﺉ اوس په دې خاوره کې مسلمانانو ته هېڅ حیثيت نه دی باتې شوی، مونږ له خپلو هغو وينو پرته چې په بدن کې مو جوش وهي، له هغو کمو پيسو چې په جېبونو کې يې لرو او له هغو اولادونو پرته چې الله راکړي بل څه نه لرو، چې د دين په لاره کې يې قرباني کړو، تاسو پر هغه څه ښه پوهېږﺉ چې مونږ پرې نه پوهېږو تاسو مخکې شئ او مونږ به ستاسو په مشرۍ کار پيل کړو) حسن البناء وايي زه ددې خلکو د احساس تر اغېزې لاندې راغلم او ورته ومې ويلې، چې مونږ بايد د خپل دعوت او اسلام ته د کار کولو لپاره په خپل منځ کې بيعت وکړو، ټولوبيعت وکړ او قسم مو وخوړ چې د ورونو په څېر به اسلام ته په کار کولو پيل کوو، له مونږ څخه يو تن وويلې چې مونږ به خپلې ډلې ته څه شی نوم ورکړو، ما ورته وويل چې مونږ دا او هغه نومونه نه ورکوو، ځکه زمونږ هدف نومونه، نه بلکې عمل دی نو ځکه (اخوان المسلمين) تر ټولو مناسب نوم دی. او له دې وروسته زمونږ د ډلې نوم اخوان المسلمين شو.

د حسن البناء د فعاليت ساحه

حسن البناء سياسي او ټولنيز فعاليتونه لرل، چې کولی شو، په درې برخو يې ووېشو:

your ads

لومړۍ مرحله: له ۱۹۲۸ څخه تر ۱۹۳۹ پورې چې د نوموړي ټوله توجه په نظري کارونو، تقريرونو، د مجلو او اخبارونو خپرول او د اخوان المسلمين په پراختيا تېر شول.

دوه يمه مرحله: له ۱۹۳۹ څخه تر ۱۹۴۵ پورې چې نوموړي په سياسي فعاليتونو لاس پورې کړ.

درېيمه مرحله: له ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۴۹ پورې چې د مصر په هره برخه کې د اخوان المسلمين اغېزه موجوده وه او د مصر په ټولو حالاتو او بدلونو کې د اخوان ستره ونډه وه، او دا درېيمه مرحله د نوموړي په شهادت پای ته ورسېده.

سياسي نظام د حسن البناء په فکر

د حسن البناء په آند اسلامي سياسي نظام له درې برخو څخه جوړ شوی دی:

– قرآن کريم د اساسي قانون په ډول

– د شورا پر سستم کارونه پر مخ بېول

– اسلامي او قرآني اصولو ته د چارواکو وفاداري.

د شهيد حسن البناء ترور او شهادت

حسن البناء په امت کې د يو نوي روح له پوکولو او اسلام ته د وفادار يو نوي نسل له روزلو وروسته بالآخره د ۱۹۴۹ کال د فبرورۍ په ۱۲ په داسې حال کې چې يو شمېر دعوتګرو ځوانانو سره له ليدنې وروسته يې له هغو رخصت واخست او روان شو نو د سړک څخه د تېرېدو پر مهال پرې ناځوانو او د اسلام دښمنانو بريد وکړ او د اسلام دغه ستر داعي يې په شهادت ورساوه.

حسن البناء د نورو په آند:

ابوالحسن ندوي صاحب د حسن البناء په اړه وايي

(( الله تعالی د حسن البناء په بدن کې ډېر ستر صفتونه اچولي و، له هغې جملې څخه د نوموړي پراخ فکر، نرم زړه، له ذکاوته ډک او پاک روح، فصيحه او بليغه ژبه، شخصي قناعت او زهد، او د دعوت په لاره کې د لوړ همت او نه ستړې کېدونکي هلې ځلې يادې وکړو)).
قرضاوي صاحب د نوموړي په اړه وايي:
((د حسن البناء مسئوليت د امت له هغه درانه خوب څخه راويښول و، چې ټول  امت يې په سر اخستی و، له هغه قلف حالت څخه د امت خلاصول و، چې امت يې په خپل قيد و بند کې ساتلی و، او يا په بل عبارت د حسن البناء مسئوليت د امت فکر او وجدان په کار اچول  و تر څو له منځه تللی اسلام بېرته راژوندی کړی…
يو تن خبريال له حسن البناء څخه په داسې حال کې چې نور ګڼ خلک هم ورسره و پوښتنه وکړه،چې ته څوک يې؟ نوموړي ورته په ځواب کې وويلې چې زه هغه نړيوال سيلاني يم، چې د حقيقت په لټه کې يم، هغه څراغ يم، چې دانسانانو په منځ کې انسانيت لټوم))

حسن البناء څه وايي؟

  • له خلکو سره د مېوه لرونکې ونې په شان چلند کوﺉ، که څوک يې په تېږه وولي نو په مېوه يې ځواب ورکوي.
  • زما مسلمانه وروره! ته د دوو کارونو لپاره هڅه کوې.. یو د کاميابۍ او بل د وظيفې د ترسره کولو.
  • ګڼ شمېر خلک ځانونه مجاهد او مبارز معرفي کوي، مګر له دوی څخه بيا ډېر کم کسان داسې دي، چې په دې لاره کې ثابت قدمه پاتې شي، بيا د ثابت قدمه پاتې شويو کسانو څخه ډېر کم د مبارزې توان لري، او بالآخره د مبارزه کوونکو څخه بيا ډېر کم داسې کسان  دي، چې د مبارزې پر مهال تر شکنجو لاندې مقاومت وکړي او ډېر کم بیا داسې دي، چې ددې ټولو مرحلو څخه پرته له غلطيو کولو تېر شي.
  • په ځواکونو کې تر ټولو قوي ځواک هغه دی، چې د حق په لاره کې ترې استفاده وشي، او تر ټولو بده کمزوري هغه ده، چې د باطل پر خلاف وښودل شي.
  • مونږ په هغه څه کې چې د يو بل سره پرې موافقې ته رسېدلي يو همکاري کوو او په هغه څه کې چې اختلاف لرو د يو بل عذرونه منو.
  • زه د اسلام د خدمت لپاره راپورته شويو ځوانانو ته وايم،چې د مناسب وخت لپاره دې سترګې په لاره اوسي، او هغوی ته چې په کورونو ناست دي وايم چې بيدار شئ په  خپلو پښو ودرېږئ او په کار پيل وکړئ، ځکه چې په جهاد کې راحت او آرام نه وي، (( او هغوی چې زمونږ لپاره جهاد کوي مونږ ورته خپلې لارې ښيو او په تحقيق سره چې الله ت عالی له نېکانو سره دی)) نو همېشه مخکې ځئ.
  • خپل  ايمان مو  تازه کړﺉ،  خپل ارمانونه او هدفونه مو مشخص کړﺉ، او پوه شئ، چې تر ټولو لومړی او قوي ځواک ايمان دی، د ايمان پايله يو والی دی او د يو والي پايله  کاميابي ده، نو  چې داسې ده، نو ايمان لرونکي اوسئ، صبر لرونکي اوسئ، او د الله تعالی له لوري د کړې وعدې پوره والي ته سترګې په لار  اوسئ.
  • عبدالهادي مسلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب