سجده، قضایی لمونځونه او داسی نور ضروري مسایل

سجده کې د لاسونو او څنګلو حالت څنګه وي؟

‏براء ابن عازب رضی الله عنه کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل:

هر کله چې تاسو سجده کوئ نو خپل دواړه لاسونه په ځمکه ږدئ او څنګلې مو د ځمکې نه اوچتې ساتئ.

مشکوة ۱/۳۸۲- مسلم

ایا زه د مازیګر د لمانځه څخه وروسته قضائي لمونځونه کولای سم؟

سوال: ایا زه د مازیګر د لمانځه څخه وروسته قضائي لمونځونه کولای سم؟

تر څو چي مکروه وخت نه وي داخل سوي د مازیګر د لمانځه څخه وروسته قضائي لمونځونه اداء کولای سئ.

(فتاوی محمودیه ټوک ۵، پاڼه: ۳۸۲)

پوښتنه: ایا قضايي لمونځونه اقامت او اذان غواړي؟

کله چي د خندق په غزا کي د رسول صلی الله علیه وسلم څخه لمونځونه قضاء سول، کله چي د ماخستن وخت راغئ نو په جماعت سره یې اداء کړ، د لومړي لمانځه لپاره یې اذان او اقامت وکړ او د نورو لمونځونو لپاره یې صرف په اقامت سره کفایت وکړ.

(فتاوی محمودیه ټوک: ۵، پاڼه: ۴۵۳)

یواځي په غسل سره اودس وشو که اودس بېل غواړي؟

سوال: غسل مي وکړ، لمونځ مي وکړ، اوس صرف دغه غسل کفایت کوي او که اودس بېل غواړي؟

د غسل څخه مخکي اودس کول سنت دی، او دغسل څخه وروسته اودس کول د مبارک حدیث په رڼا کي مکروه دی، کله چي غسل وسي او مخکي یې اودس نه وي سوی، بیا د اودس ضرورت نسته، صرف غسل کفایت کوي، یوه خبره د یادولو وړ ده چي د جنابت په غسل کي اوبه غرغړه کول، او په پزه کي اوبه ښه دننه کول ضروري دي.

لما فی فتاوی سراجیة (ص ۲): اذا اصاب الرجل المطر اووقع فی نهر جاز وضوء ه وغسله ایضاً ان اصاب جمیع بدنه وعلیه المضمضة والاستنشاق.

وفی التار تارخانیة (۱/ ۱۵۱): وتقدیم الوضوء علی الاغتسال فی الجنابة سنة ولیس بفرض عند علمائنا رحمهم الله حتی ان لولم یتوضأ و افاض الماء علی رأسه و سائر جسده ثلاثاً أجزاه اذاکان قد تمضمض واستنشق.

وفی الدرالمختار ۱/ ۱۵۸

(نجم الفتاوی ۲/ ۶۲)ایا ډیره جنسي اړیکه د ښځینه اندام د پراخیدو لامل کیږي؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب