په آزاد کاروبار کې د زکات ورکولو حکم
پدې لنډه لیکنه کې غواړو د لاندینیو پوښتنو ځوابونه له تاسې درنو لوستونکو سره شریک کړو؛ لکه:
که چېرې یو شخص په دنده ګمارل شوې وي؛ نو آیا د هغه په معاش کې زکات شته؟ او یا په بله اصطلاح د دولتي مامورینو او فني خلکو په معاشونو کې زکات ورکول څه حکم لري؟
آیا د معاش فرضیت د هغې د ترلاسه کولو سره سم پیلیږي او که دا معاش اخستونکې به صبر کوي تر څو یو کال د هغه په مال باندې تېر شي(نو بیا به زکات ورکوي)؟
د پورتینو پوښتنو د ځواب په اړه کولی شو ووایو چې:
عموماً په یوه ټولنه کې دوه ډوله خلک د یو دولت ډېره مهمه برخه تشکیلوي:
لومړی: دولتي مامورین: په هر دولت کې دولتي مامورین او مؤظفین د دولت یوه ډېره مهمه برخه تشکیلوي او دا له بل لوري دوي د دولت زیاته بودیجه هم ترلاسه کوي.
دویم: د ټولنې کسب لرونکي او ماهره خلک: همداراز که مونږ ځير شو؛ نو جوته به شي چې(په دویم قدم کې) د ټولنې مسلکي او ماهره خلک هغه ډله خلک دي چې د خپلو هلو ځلو په نتیجه کې په زیاته پیمانه (دولتي) پیسې ترلاسه کوي.
فقهای کرامو کار په دوو عمده برخو سره وېشلی دی:
لومړی ډول:
یو هغه ډول کاروبار وي چې یو مسلمان یې په مستقیم ډول په خپله تر لاسه کوي(لکه د آزاد شغل درلودونکی شخص وي) او بل چا ته پکې اړتیا ونلري؛ د بېلګې په ډول: د ټولنې ځینې خلک داسې وي چې د خپل لاسي یا عقلي زیار په نتیجه کې خپل معاش تر لاسه کوي. ددې خبرې د ښه وضاحت لپاره به یو څو لنډ مثالونه ستاسې مخ ته کېږدو: که چېرې تاسې متوجه شوي یاست؛ نو تاسې ته به هم جوته شوي وي چې یو لړ وظیفې لکه:
ډاکټري، خیاطي، برقي توب، نجاري، د انجینرۍ؛ او آزاد ژورنالیزم او داسې نور ډول وظېفې هغه ډول دندې دي چې انسان پکې نورو ته اړتیا نلري او آزاد کاروبار یې ګڼلې شو.
دویم ډول:
بل ډول کارو بار بیا داسې وي چې په هغې کې یو شخص د بل چا پورې تړلی وي؛ لکه: دا شخص یو داسې څوک وي چې په دولتي سکتورونو کې دمامور په توګه سره دنده ترسره کوونکی وي، یا هم په شخصي شرکتونو کې خپله دنده پر مخ وړي او یا داسې شخص وي چې پخپل ورځېنې ژوند کې د یو کار ترسره کولو وروسته مزد؛ او یا هم د میاشتینې معاش په توګه سره د خپلې حق الزحمې ترلاسه کوونکې شخص وي.
فقهاء کرام د دواړو په اړه په اتفاق سره وایي چې:
پدې ډول معاشونو کې که چېرې لاندیني شرائط وموندل شي؛ او نصاب پکې پوره شي؛ نو پر دې شخص باندې زکات فرض کیږي. پدې لړ کې دا خبره هم باید له پامه ونه غورځوو چې: د زکات ورکوونکې شخص مخکې له دې چې زکات وویېشي؛ لومړی باید خپل مالي مصارف او ورځینۍ اصلي اړتیاوې په پام کې ونیسي او په عین وخت کې د ټولو هغه کسانو لپاره یو لړ مال تخصیص(ځانګړې کوي، څوک) چې دې شخص پورې اړه ولري؛ او بیا له دې وروسته که چېرې نصاب پوره وي او هم پرې یو کال تېر شوی وي؛ نو پدې صورت کې به د دې مال زکات ورکوي(که څه هم چې دا مال د کال په اوږدو کې کم شوی هم وي؛ خو دلته مهمه داده چې: د کال په پای کې دا مال بېرته نصاب ته رسېدلی وي او پوره شوی وي).
پدې اړه یو بل نظر هم شتون لري؛ او دا د یو لړ جلیل القدره او مشهورو صحابه کرامو وینا ده؛ لکه: حضرت عبدالله بن عباس، عبدالله بن مسعود او حضرت معاویه (رضي الله عنهم) پدې نظر دی چې: د معاش د ترلاسه کولو وروسته سمدلاسه پر معاش اخستونکي شخص باندې زکات فرض کیږي؛ نو پر همدې اساس مونږ دا ویلی شو چې کارکوونکې شخص لومړی هر کله چې خپل معاش ترلاسه کوي؛ او که نصاب یې پوره وي؛ نو زکات دې ورکړي او همداراز داکټر به هم د خپل کسب و کار په نتیجه کې چې کله خپل معاش ترلاسه کوي؛ نو زکات به ترې وباسي او دا خبره د هغه کس لپاره هم ده چې یو مسلکي او حرفه یي شخص وي او په یو فن کې مهارت ولري(1).
پدې کې شک نشته چې د زکات په ورکولو کې چې کله پدې مال باندی یو کال تېریږي(او د کال د پوره کېدلو سره سم زکات ورکول کیږي)؛ نو پدې کار کې خپله زکات ورکوونکي شخص ته هم خورا آساني ده؛ او هغه داسې چې: زکات ورکوونکی شخص به لومړی یو وخت له ځان سره ټاکي تر څو د کال په پای کې تر هر څه دمخه لومړی خپلې اساسي اړتیاوې پوره کړي؛ او بیا په دویم قدم کې به د خپل مال څخه د زکات پیسې آداء کړي (2).
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1): په دې اړه دې د (المُحلى بالآثار کتاب چې د ابن حزم لیکنه ده، 6 جلد/ 83-85، صفحه او همداراز د فقه السلف معجم چې د المنتصر الكتاني لیکنه ده /3 جلد/ 168صفحه دې وکتل شي).
(2) : (تاسې کولی شۍ چې: د دكتور عبد الرحمن بن حسن النفيسة کتاب (رسائل ومسائل في الفقه) 3 جلد/ او 60- 63 صفحه وګورۍ).
لیکنه:فضل الله ممتاز
ژباړه محمد خالد ملکزی