د خيانت او اختلاس په هکله د اسلام موقف

اختلاس عربي کلمه ده چې د لغت له پلوه د یو چا څخه په سرعت او چالاکۍ سره د څخه شي اخستلو ته وايي او خيانت د امانت نه اداء کولو ، وعدې ماتولو په نصيحت کې عدم خلوص ، غدر او ټګۍ ته ويل کېږي.

د اختلاس په نسبت د خيانت معنا ډېر وسېع ده چې کېدای شي اختلاس هم يو ډول خيانت وګڼل شي.

اسلام د خيانت او اختلاس په هکله ډېر کلک دريځ لري د لويو جرمونو څخه شمېرل کېږي او مرتکبين يې مجرمان دي.

اختلاس زيات په مادي او مالي امورو کې استعمالېږي او خيانت په معنوي او مادي ټولو امورو کې استعمالېدای شي.

که يو چا سره د چا امانت مال وي او هغه نه ورکوي او يا يې په کې د امانت خلاف تصرف کړی وي نو دا کار خيانت او مرتکب يې خاين دی.

your ads

همدغه راز که چاته يو مسئوليت ، چوکۍ او امارت ور ور سپارل شوی وي او هغه يې د خپل طاقت برابر په ښه توګه سمبال نه کړي ، تمبلي او سستي په کې وکړي خيانت بلل کېږي.

که یو امير د خپل رعيت حقوق اداء نه کړي په رعيت باندې نا اهله کسان مشران او مسئولين وټاکي دا هم خيانت دی ، که يو چا د چا څخه مشوره وغوښته او د زړه خبره او صيح خبره يې ورته ونکړه هم امانت يې اداء نه کړ.

لنډه دا چې په عامه توګه د هر ډول مسئوليت او امانت نه اداء کولو ته خيانت ويلای شو.

په اسلام کې هر ډول خيانت حرام او خائن ګناهګار دی خو تر ټولو غټ خيانت هغه خيانت وي چې د ټولنيزو ګټو په مقابل کې واقع شوی وي که هغه مالي وي او که معنوي .

د بیت المال څخه په چالاکۍ سره مال (شيان) اخستل هم اختلاس او خيانت ګڼل کېږي.

د امام مسلم د حديثو په صحيح کتا (۹۹/۱) کې راغلي دي چې :

(من غش فليس منا) یعنې چا چې زمونږ سره ټګي وکړه زمونږه څخه نه دی.

امام مسلم يو بل حديث شريف داسې بيانوي :(۹۹/۱)

(ان رسول الله صلی الله عليه وسلم مر علی صبره طعام فادخل يده فيها فنالت اصابعه بللا فقال ما هذا يا صاحب الطعام اصابته السماء يا رسول الله قال افلا جعلته فوق الطعام کی يراه الناس من غش فليس منی)

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم د غلې دانې په یوه ډېري تېرېده چې لاس یې په کې ښکته کړ نو ګوتې يې لندې شوې نو د څښتن څخه يې پوښتنه وکړه چې دا څخه دي ؟ هغه وویل چې ای دالله پاک رسوله پر دې خو باران شوی دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمائيل چې ولې دې (دا لانده او باران وهلې برخه) نه ده د پاسه کړې ( او لاندې دې پته کړې چې خلک پرې وغولېږي) ؟ چا چې ټګي وکړه نو هغه زما څخه نه دی.

همدغه راز د امام بخاري په صحيح کتاب کې راغلي دي چې :

(ان النبی صلی الله عليه وسلم استعمل بن الاتبيه علی صدقات بنی سليم فلما جاء الی رسول الله صلی الله عليه وسلم و حاسبه قال هذا الذي لکم وهذه هدية اهديت لي فقال رسول الله صلی الله عليه وسلم فهلا جلست فی بيت ابيک و بيت امک حتی تاتيک هديتک هن کنت صادقاً ….)

ژباړه : پېغمبر صلی الله عليه وسلم ابن الابتيه نومې شخص د بنو سليم قبيلې په صدقاتو(زکاتونو او خيراتونو) ټولولو(د بيت المال لپاره) وګومارل نو کله چې (بېرته) رسول الله ته راغی او محاسبه يې ورسره کوله نو (ابن الابتيه) وویل : دا (مال) ستاسې ( د بيت المال) دی او دا (يوڅه نور مال) ماته هديه شوی دی ، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايأ : نو ولې د پلار او مور په کور کې نه کېناستې تر څو ستا تحفې درته راغلې وای که ته رښتيا وايي ( که په کور ناست وای له کومه به درته تحفې راغلې وای ؟ بلکې دا تحفې درته د مسئوليت په خاطر راغلي دي نو له دې امله دا د بيت المال مال دی او ستا نه کېږي.)

په سنن دارقطني کې راغلي دي چې :

(قال رسول الله صلی الله عأیه وسلم کل خله يطبع او قال يطوی المومن الا الخيانة والکذب)

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چې : مومن سړی به هر کار وکړي خو خيانت نه کوي او دروغ نه وايي ( دايماندار سړي سره دروغ او خيانت په هېڅ ډول نه ښايي).

همدغه راز په ګڼ شمېر صحيح حديثونوکې خيانت د منافقت علامه ښودلی شوې ده او د خيانت

ډېره بدي بيان شوې ده .

رسول اکرم صلی الله عليه وسلم څخه په يو حديث کې چې ابن حبان په ۱۰۴/۳ کې بيان کړي دي داسې فرمايي :

(الهم اني اعوذبک من الجوع فانه بئس الضجیع واعوذبک من الخيانة فانها بئت البطانة)

ژباړه : ای الله  په تاسره له لوږې څخه پناه غواړم یقيناً لوږه ډېر بدل ملګری دی.(ای الله) په تاسره پناه غواړم له خيانت څخه يقيناً چې (خيانت) ډېر بد دوست دی.

په همدغه معنی حديث شريف په (مستدرک) جلد ۱ صفحه ۷۱۶ او (موارد الظمان) جلد ۱ صفحه ۶۰۵ کې هم راغلي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خيانت او لوږې څخه په الله پاک سر پناه غوښتې ده.

خيانت ، غدر ، او ټګي او اختلاس دومره بد شی دی چې د اسلامي شريعت مسلمانان له کفارو سره هم ددغه ناوړه اعمالو څخه منع کړې ده .

هدايه چې د حنفي فقهې يو باوري کتاب دی په ۲ جلد ۱۳۷ صفحه کې په دې معنا ليکي :

(لازم دي چې مسلمانان مثله (مړي بد رنګول) ونه کړي او غدر او خيانت ونه کړي ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د مثلې غدر او غلول ( دغنيمت مال پټول) څخه منع کړې ده (د هدايه مصنف غدر په خيانت او عهد ماتولو سره توضېح کړي دي) همدغسې مطلب بحرالرائق او فتح القدير کې هم ذکر شوي دي ، ددې ټولو شرعي نصوصو او د فقهاؤ د توضېحي اقوالو په نظر کې نيولو سره دې نتيجې ته رسېږيو چې خيانت ، اختلاس ، عهد ماتول او ټګي ډېر ستر ګناهونه دي چې د هر مسلمان لپاره لازم دي ځان ورڅخه وژغوري.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب