بحري چاپیریال

لکه څرنګه چې ځمکه بيلابيل محيطونه لري، اوبه هم د ژوو د بیلابیلو ډولونو د ژوندي پاتې کیدو لپاره دا فرصتونه برابروي.

داسې فکر کيږي چې بحري ژوند په ممکنه توګه په ژورو آتشفشاني سوړو کې چې د سمندر په تل کې پراته دي او يا په ګرمو سطحي سمندرونو کې رامنځته شوی دی. د ژوند د اړتيا وړ کيمياوي مواد په اوبو کې په اسانه توګه حرکت کوي او د اوبو محیط د ګڼو ژوو او نباتاتو لپاره د ژوند زمينه برابروي.

بحري ژوند د لمر وړانګو او هغو کيمياوي مواد ته اړتیا لري چې په اوبو کې په آسانۍ سره حل کيږي. ژووي فاسفورس، نايټروجن، اکسجن، کاربن (کاربن ډای اوکسایډ حل شوې بڼه)، سلفر، کلسیم او هايدروجن ته اړتیا لري. د دې کيمياوي موادو له منځه ځينې يې له ځمکې اوبو ته راوړل کيږي. او نور يې د مړو ژوو او بوټو د جسدونو له تجزيې څخه بيا ترلاسه کيږي. دې موادو ته د لاسرسي امکان د هغو ژوو شمير محدودوي چې په بيلابيلو سيمو کې ژوند کوي.

د لمر وړانګې د بحري ژوو د نفوس د جوړښت په ټاکلو کې مهم عامل ګڼل کيږي. په خړو اوبو کې د لمر وړانګې په سختۍ د سیند له سطحې ښکته تيريږي: خو په ژورو سمندرونو کې چې اوبه يې رڼې دي، ۱۰۰ ميتره ژورې ننوزي. خو رڼا او غذايي مواد په هغو اوبو کې پریمانه دي چې د سمندر له سطحې څخه يو ميتر ژورې دي. بوټي يوازې په هغو ځايو کې شنه کيږي چې رڼا ولري.

د غذايي موادو په توګه د کاريدونکو کيمياوي موادو او لمر د وړانګو د محدوديت له کبله د بحر په ځينو برخو کې ژوي شتون نه لري، خو ځينې نورې برخې يې بيا له ژوو ډکې دي. وچې ته په نږدې سيمو، او په تیره بيا د سمندر په سطحي برخو او هغو ځاينو کې چې غذايي مواد له وچې اوبو ته ورګډيږي د بيلابيلو ژوو لوی شمير ژوند کوي.

your ads

بيلابيل بحري چاپیریالونه ټاکلي مشترکې ځانګړنې لري

  • د اوبو تودوخه په کراره بدليږي او د ځمکې د تودوخې د بدلون په څير زياته نه ده.
  • اوبه د ژوو جسدونه ساتي. د اوبو ژوي د خپلو جسدونو د حفاظت په برخه کې د وچې د ژوو هسې انديښمن نه دي.
  • د اوبو ژوي د ډيهايدريشن[د بدن د اوبو د کموالي] په خطر کې نه دي.
  • اوبه د هوا په پرتله ډيرې غليظې دي. هغه ژووي چې په اوبو کې چټک حرکت کوي بايد داسې بڼه ولري چې اوبه په ښه ډول چيرې کړي.
  • لمر وړانګې په اوبو کې ډيرې ژورې نه ځي.

په اوبو کې غذايي مواد يا د موجودو ژونديو اجسامو له تجزيې څخه رامنځته کيږي او يا له وچې څخه اوبو ته ورګډيږي.

د بحري چاپیريال ډول شرایط ژووي
منځنې څپه ييزه سيمه د لويو او کوچنيو څپو تر منځ سطحو کې پرته ده. په نوبتي ډول وچه او لنده وي.  چاپیريال يې له ننګونو ډک دی! په دې چاپیريال کې چنګاښ، سرخاب، حلزون ژوند کولی شي – بهرنی اسکليټ يې لکه د کيشپ د کاسې په څير له داړه مارو ژوو او ډيهايډريشن څخه ژغوري.
د بحر هغه برخه چې د سيند په خوله کې ننوتلې وي، او خوږې او تروې اوبه يې ګډې وډې شوي وي. په هغه ځای کې چې سيند له بحر سره يو ځای کيږي ډير غذايي مواد پيدا کيږي. دا چاپیريال ډير حاصل خيزه دی: د ګڼو ژوو پالنځای په توګه کار ورکوي.
د سطحي سمندريزو اوبو خاورين پوړ تودې اوبه، نرمې څپې صدف، پلن کب، سوری جوړونکي چنجي، بحري واښه ژوند کولی شي
سطحي بحري اوبه ښايي غښتلې څپې ولري، د څپو حوضونه ليدل کیږي ستورکب، ريدي ګل، کلک پوستي، کوچني بوټي

بوټي او ګڼ ژووي ګټونو ته موښتل کيږي

پر ريګ پرتې سطحي اوبه ريګ په آسانۍ د اوبو په مرسته ښورول کيږي. د بوټو لپاره ستونزمنه ده چې بيخ ونیسي. صدف – دا ژووي ښايي ريګ وکيندي او يا په ريګ کې د ځان منډلو له کبله پټ شي.
مرجاني ډبرو اوبه تودې، رڼې، ژورې اوبه بیلابيلې حيواني ټولنې: لکه کبان، مرجان، بحري ريدي ګل، مارماهي، اته پښي [اختاپوس] ژوند کولی شي
بحري ځنګلونه اوبه يې ژورې دي خو بيا هم رنا ور رسيږي لوی بوټي کوچنيو کبانو، حلزون، بحري زيږکي، آبالون [يو ډول صدف دی] ته پناه ځای برابروي
د سمندر تل يخ، تیاره، لوړ فشار، ډیر لږ خواړه، ډیر کم خو ډیر متنوع ژوي ستورکب، نيماتود چنجيان، کله کله ماهي ليدل کیږي: بوټي نه ليدل کيږي.
د اوبو تودونکې سوړې د سمندر په تل کې آتشفشان: تودې اوبه او سلفر، حل شوي منرالونه د وينې چنجي، باکتریا، صدف ليدل کیږي
سيندونه او نهرونه خوږې اوبه: خو په غرنيزو سيمو کې يخې کبان، يو ډول چنګاښ، د اوبو بوټي
جهيلونه خوږې اوبه: خو چاپیریال يې سمندر ته ورته دی کبان، د اوبو نیلوفر، لوخې، د حشراتو لاروا په کې ژوند کوي

 

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب