په شریعت کی دکونډې حکم او حقوق

سوال :-ډیرخلګ کونډې ته هم خپــل حـــق نــــه ورکوی اوهغه بـــی دهغی له رضایتـــه خپـــل قریب ته دمیراث په شکل کی په نکاح کوی ګویاکی ده ته دامیراث پــاته ده اوله دنه ماسواء بل څـوک داحـــق نلری چی داکونــډه پــــه نکاح کړی اونـــه داکونـــډه اختــیارلری چی په خپله خوښه له چاســره نکاح وکړی داعمل دی پښتنوترکومه حده ناجائزده ؟

ځواب :- دی یوومســـلمان نـــروی اوکــه ښـځه حق خوړل هغه که میراث وی اوکه غیـــردمیراث وی په اصــل کی دی اورخوراک ده اوداوعیدونه مخته تـــیرشو او کـــوم چی داعمل ده چی یوه کونـــډه بی له رضایته دی میراث په شکل کی په نـــکاح کول دی داهغه ظلم ده کـــوم چی دی جاهلیت په دورکی مشرکانوله ښځوسره کول الله تعالی ﷻ په دی هکله داسی فرمايي لایحل ان ترثواالنساءکرها نده حلال تاسولره داچی په میراث باندی وړی ښځی په زبردستی اوزور سره ددی ایات په نفسیرکی تفاسیرلیکی چی دجاهلیت په زمانه کی دی حضرت نبی کریم ﷺ تربعثت مخته چی شرک اووهشت و چی کله به دی یو ښځی میړه (خاوند)مړشودهغه د مرده واریثانو به دده دغه کونډه ښځه که بی زړه غوښته ورسره به يي په خپله نکاح کــوله اوکه به يي په خپله نکاح نه ورسره کړه بل ته به يي په نکاح ورکـــوله اوپـــه دی کښی به ددی رضایت اوخوښــی ته اعتــــبارنه وواوکــله چی به يي نه په خپله زړه غوښــــت چی ورسره نــــکاح وکړی اونـــه به يي بل چاتـــه په نکاح ورکوله نوپه خپل کورکی به يي بنده ساتله اودهغه کونډی په مال وسامان به يي خیټه اچوله چی کله دعدل اوانصاف قانون اسلام راغی نوالله تعالی ﷻ مسلمانانودی جاهلانواومشرکانو له هغو وحشیانه اعمالونه رامنع کړل خوافسوس چی نن صبامسلمانانوخاصکرپښتنو قران پریښی ده اوصـرف ددنیاحاصلولوته يي مخه کړی چی ددنیالاس ته راوړلو تعلیمواودســیسو ته يي خپل ټول قیمتې وخت ورکړیده چی په نتیجه کی دی داسی مــظالمو خاوندان ګرځیدلی چی په اسلامی نړی کی ساری نه لیدل کیږی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب