د زکات ځیني ضروري مسائل

۱: مسئله:

که چیري یو څوک خپل روپۍ لري، خو قرض داره دئ، او قرض نسي اداء کولای، پر ده زکات ورکول واجب نه دي.

۲: مسئله:

یو څوک معاش اخلي او معاش دده  ورځني مشکلات حل کوي خو په کال کي د زکات نصاب نه پوره کیږي، نو پر ده زکات ورکول واجب نه دي.

۳: مسئله:

که د یو چا پر یو کس قرض باندي وي او هغه قرض تر نصاب ډېر یا برابر وي، او دغه قرض ورکوي، نو دغه اصلي مالک ددې پیسو به هر کال زکات ورکوي، تر څو چي خپل پیسې و لاسته راوړي.

۴: مسئله:

که چیری شاګرد شتمن وي او استاذ یې غریب وي نو شاګرد ته لازمه ده چي تر ټولو مخکي زکات و خپل استاد ته ورکړي.

۵: مسئله:

د مړي لپاره زکات نسي ورکولای او نه یې هم ثواب ور رسیږي، بلکې مړي ته به صدقه کوي تر څو ثواب یې ورورسیږي.

زکات
زکات

۶: مسئله:

که چیری زامن او پلار یو ځای کار کوي او ټول پیسې ګټي او تصرف یې د پلار وي نو کله چي کال تېر سو او د ټولو د کار نصاب پوره وو صرف پلار به زکات اداء کوي، زامن یې اختیار نلري، که چیری زامن او پلار یې بېل بېل کارونه کوي او هر یو د خپلې شتمنۍ تصرف ولري بیا به هر یو بېل بېل زکات اداء کوي.

۷: مسئله:

و پلار، زوی ، لمسی، کړوسی، نیکه، خاوند او مېرمني ته زکات نه ورکیږي. خو که ورور یا خور وي او مستحق وي بیا زکات ورکول کیږي،مشکل نسته. ۸: مسئله: که چیري یو نابالغ کس شتمن وي او نصاب ولري، پر ده زکات نسته، او ولي یې هم اجازه نلري چي دده د پیسو زکات ورکړي. عبدالغفار جُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب