يوې ښځي له قرآنه پرته نوري خبري نه کولي

داديوې ښځي  په زړه پوري کيسه ده چي له قرآن کريم  پرته به ئې نوري  خبري نکولي،دهري خبري ځواب به ئې په قرآن کريم کي لټوی،دې کيسې ته بايدانسان سوچ وکړي چي دې ښځي ته الله پاک څومره عجيبه پوهه دقرآن کريم ورکړې وه په دې کيسه کي ډېري نوري فائدې هم شته نوله دې امله  ئې خپلوپښتنومحترمولوستونکوته ژباړم:

داواقعة په لطائف النساء،ارشادالطالبين اونوروګڼوکتابونه کي ليکلې ده:
عبدالله بن مبارک رحمه الله فرمائلي دي چي زه دحج په اراده دکعبي شريفي په لوري روان شوم ،زه په دې لارروان وم چي يوځای مي يوتورشی ترسترګوشو،هغه ته ځيرشوم داسي راته معلوم شوچي داښځه ده چي دوړئ ټيکرئ ئې په ځان اچولی وو،ورغلم اوورته ومي وويل:السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.

هغې راته په ځواب کي وويل:سلام قولامن رب الرحيم .يس {سلام دي وي وينابه کيږي دمهربان رب له لوري}

عبدالله بن مبارک:پرتادي الله جل جلاله  رحم وکړي په دې ځای کي څه کوې؟
ښځه:ومن يضلل الله فلاهادی له .الاعراف {له چانه چي الله لاره ورکه کړي، نودهغه په لاره کوونکی نشته }
عبدالله بن مبارک:زه پوه شوم چي له دې لاره ورکه ده نوورته ومي ويل:چيري روانه يې؟

ښځه:سبحان الذي اسری بعبده ليلامن المسجدالحرام الی المسجدالاقصی. .الاسرآء{پاکي ده دالله لپاره(له هرډول شرک اوعيبه)داسي ذات دی چي دشپې ئې خپل بنده له مسجدحرامه مسجداقصی ته بوتلو }

عبدالله بن مبارک:زه پوه شوم چي دې حج کړی اوبيت المقدس ته روانه ده عبدالله بن مبارک:تادلته څومره وخت تېرکړی؟ښځه :ثلاث ليال سويا.مريم{درې شپې پوره }

عبدالله بن مبارک:زه ستاسره ډوډۍ نه وينم چي ته ئې وخوري؟

ښځه:هويطعمني ويسقين. .الشعرآء{الله ماته خوراک اوڅښاک راکوي }

عبدالله بن مبارک:ته اودس په څه شي کوي؟
ښځه:فلم تجدواماءفتيممواصعيداطيبا. .النساء{که مواوبه پيدانکړې،نوپرپاکه خاوره تيمم ووهئ}

عبدالله بن مبارک:زماسره ډوډۍ شته ، غواړې چي ډوډۍ وخوري؟
ښځه:ثم اتمواالصيام الی الليل. البقرة {بياپوره کړئ روژې ترشپې پوري . }

عبدالله بن مبارک:زه پوه شوم چي روژه ئې ده بيامي ورته وويل:داخودروژې مياشت نه ده؟
ښځه:ومن تطوع خيرافان الله شاکرعليم. .البقرة {چاچي په خوشحالئ سره نېکي وکړه،نويقيناالله تعالی قبلوونکی اوپرهرڅه پوه دی }

عبدالله بن مبارک:موږته په سفرکي دروژې ماتول جائز دي.
ښځه:وان تصومواخيرلکم ان کنتم تعلمون . البقرة {دروژې نيول ستاسولپاره ډېرښه دي که تاسوپوهيږئ. }

عبدالله بن مبارک:ولي زماسره داسي خبري نه کوې لکه څنګه چي زه ستاسره خبري کوم؟
ښځه:مايلفظ من قول الالديه رقيب عتيد. ق {انسان څه خبره له خولي نه باسي مګرله هغه سره څوکېدارتيارشته .(يعني هره خبره دانسان ليکل  کيږي) }

عبدالله بن مبارک:ته له کوموخلګويې؟
ښځه:ولاتقف ماليس لک به علم ان السمع والبصروالفؤادکل اولئک کان عنه مسئولا .الاسرآء {په هغه څه پسي مه روانېږه چي پرهغه ستاعلم نوي،يقيناغوږونه،سترګي اوزړونه ددې ټولوپه هکله به له انسانه پوښتنه کيږي }
عبدالله بن مبارک:ماغلطي وکړه،ماته بخښه وکړه؟

ښځه:لاتثريب عليکم اليوم يغفرالله لکم  .يوسف {هيڅ ملامتياپرتاسونن نشته،الله دي تاسوته بخښنه وکړي }
عبدالله بن مبارک:غواړي چي زه دي له ځان سره سوره کړم ترڅوخپله قافله لاندي کړې؟
ښځه :وماتفعلوامن خيريعلمه الله ..البقرة {کوم دخيرکارچي تاسوکوئ پرهغه الله پوه اوخبردی }
عبدالله بن مبارک:نوماخپله اوښه چوکړه.

ښځه :قل للمؤمنين يغضوامن ابصارهم .النور {مؤمنانوته ووايه :خپل بعضي نظرکوزاوکښته ساتئ }
عبدالله بن مبارک:نوماخپلي سترګي هغې ته له کتوکښته کړې،اوورته ومي ويل:سوره شه،کله چي ئې دسورېدلواراده وکړه اوښه وتښتېدله نوکالي ئې پرې شول نووئې ويل:ومااصابکم من مصيبة فبماکسبت ايديکم .شوری {تاسوته چي کوم مصيبت دررسېږي هغه ستاسودهغه عملوله امله دی چي تاسوپه خپلولاسوکړيدي }
عبدالله بن مبارک:ته صبروکړه ترڅوزه اوښه وتړم .

ښځه:ففهّمناهاسليمان . الانبياء {دهغي فيصلې پوهه موږسليمان ته ورکړه}
عبدالله بن مبارک:نومااوښه وتړله اوورته ومي ويل:سوره شه کله چي سوره شوه وئې ويل:سبحان الذي سخرلناهذاوماکناله مقرنين .واناالی ربنالمنقلبون. .الزخرف
{دهغه ذات لپاره پاکي ده چي تابع کړی ئې دی زموږلپاره دا،نه ووموږددې لپاره تابع کوونکي .اوموږخامخادخپل رب طرفته بېرته ورتلونکي يو }

عبدالله بن مبارک:نوماداوښي زمام ونيولو،په منډه روان شوم اواوازونه به مي کول.
ښځه:واقصدفي مشيک واغضض من صوتک  .لقمان {په خپل رفتارکي ميانه روي کوه،اوخپل اوازکښته کړه }

عبدالله بن مبارک:نوروروروان شوم اوله ځان سره مي په ترنم شعرونه شروع کړل.
ښځه:فاقرؤاماتيسرمن القرآن .مزمل {ولولئ هغه چي تاسوته په قرآن کي اسانه وي }

عبدالله بن مبارک:يقيناتاته ډېرلوی خيردرپه برخه شوی دی .
ښځه:ومايذکرالااولوالالباب . البقرة {يوازي دصافوعقلوخاوندان نصيحت قبلوي. }

عبدالله بن مبارک:چي لږلاړوورته ومي ويل:ته خاوندلرې؟
ښځه :ياايهاالذين آمنوالاتسئلواعن اشياءان تُبدلکم تسؤکم  .المائدة

{اې ايمان والاؤ:دهغه شيانوپه هکله پوښتنه مه کووئ که تاسوته ښکاره شي تاسوپرې خفه کېږئ }
عبدالله بن مبارک:نوچپ شوم اوبيامي ترهغه پوري ورسره خبري ونکړې ترڅوچي قافلې ته ورسېدلو.

نوورته ومي ويل :داقافله ده په دې کي ستاڅه دي؟
ښځه:المال والبنون زينة الحيوة الدنيا. .الکهف {مالونه اوزامن ددُنيوي ژوندانه ښائست دی

عبدالله بن مبارک:نوزه پوره شوم چي اولادونه لري .
بيامي ورته وويل:دوې په حج کي څه کوي

ښځه:وعلامات وبالنجم هم يهتدون . .النحل {(اوپيداکړېدي موږ)نښانې اوپه ستوروسره دوی لاره پيداکوي }
عبدالله بن مبارک:زه پوره شوم چي دوی لارولدان دي(خلګوته لاره ښيې)نودامي خيمواوعمارتونوته ورسوتله اوورته ومي ويل:داخيمې  دي په دې کي ستاڅوک دي؟
ښځه:واتخذالله ابراهيم خليلا.النساء {ابراهيم(عليه السلام)الله جل جلاله  خپل دوست نيولی دی }
وکلم الله موسی تکليما.النساء {دموسی (عليه السلام)سره الله پاک خبري کړې دي }

يايحي خذالکتاب بقوة .مريم {اې يحيی(عليه السلام)کتاب په کلکه سره ونيسه }
عبدالله بن مبارک:نومانعرې کړي:اې ابراهيمه،اې موسی،اې يحيی نوداسي ځوانان مي وليدل لکه سپوږمئ چي مخامخ رارواني وي،کله چي دوی کښېناستل .

ښځه:فابعثوااحدکم بورقکم هذه الی المدينة فلينظرايهاازکی طعامافلياتکم برزق منه .کهف {وليږئ تاسويوتن له تاسوڅخه په دې پيسوسره ښارته،ودې ګوري چي کوم يوله دوی څخه پاک(حلال)خوراک والادی نوله هغه څخه دي خوراک راوړي }

عبدالله بن مبارک:نويوله دوی څخه ولاړاوډوډۍئې  راوړه اوماته ئې مخې ته  کړه.
ښځه :کلواواشربواهنيئابمااسلفتم في الايام الخالية . {خورئ اوڅښئ په خوشحالئ سره دهغوکړوله امله چي تاسوپه تېروشويوورځوکي کړي دي}
عبدالله بن مبارک:اوس ستاسوخوراک پرماحرام دی ترڅوچي تاسوماته ستاسوله حالته خبررانکړئ .
نودښځي زامنووويل:دازموږمورده،له څلوېښتوکلونوراهيسي ئې له قرآنه پرته خبره نه ده کړې ددې وېري له امله چي په هغې به الله ناراضه شي،الله پاک چي  څه غواړي پر هغه قادردی.

عبدالله بن مبارک:ماوويل:ذلک فضل الله يؤتيه من يشاءوالله ذوالفضل العظيم

{دادالله تعالی فضل دی،چاته چي وغواړي هغه ته ئې ورکوي،الله دلوی فضل خاونددی.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه وعلی من تبعه باحسان الی يوم الدين ليکوال:عصمت الله عزام

عصمت الله عزام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب